طنز: د چلیم لومړی کش

د مصر پخوانی جمهور رئیس انور السادات یوه ورځ د بحر غاړې ته په رخصتۍ تللی و، یو مازیګر له خپل قصر نه، بغیر د باډیګارډانو یواځې بیرون ووت.
همداسې خورنده خورنده لږ وړاندې لاړ!
هلته يې یوې ډډې ته یوه خیمه ولیده ورنږدې شو او سر يې خیمې ته ور دننه کړ، ویې لیدل چې یو سړی چیلم څکي او د چرسو بوی ټوله خیمه په سر اخیستې!
سادات سلام واچولو.
سړي ورته وویل: مهرباني وکړه ښاغلیه!
سړي انور السادات د قوارې نه، نه پیژانده!
سادات ته یې د چیلم څکلو ست وکړ!
سادات کیناست په یوه ساه یې یو اوږد کش له چیلمه وویست، سړي ورته وویل ښاغلیه ډیر پاک لباس دې په غاړه دی ته څه کاره يې؟
انور السادات ورته وویل زه رئیس جمهور یم!
سړي ورته وویل داسې راسا د اول کش سره؟!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button