په سمرقند کې د میرزا اُلُغ بیګ تاریخي مدرسه

 

دا مدرسه د (۱۴۱۷- ۱۴۲۱ م) کلونو ترمنځ د امیر تیمور لمسي او د تیموري امپراتورۍ پاچا میرزا الُغ بیګ جوړه کړې ده، چې په ازبکستان کې له مشهورو او مهمو تاریخي ځایونو څخه شمېرل کیږي، الغ بیګ هم پاچا او هم تکړه عالم و، نوموړي په فضاپوهنه/فلکیات او ریاضي کې ډېر مهارت درلود، هغه چې له علم سره یې ډېره مینه لرله په بخارا، غجدوان او سمرقند کې درې ستري مدرسې جوړي کړي دي.

دا مدرسه د سمرقند په ریګستان سیمه کې جوړه شوې ده چې په یو وخت پکې د تکړه استاذانو له خوا درې ډوله علوم تدریس کېدل: دیني علوم، د فضاپوهني علوم او ریاضي. او په خپل وخت کې د نړۍ له سترو علمي مراکزو څخه شمېرل کېده چې د بېلابېلو هېوادونو زده کوونکو به همدلته دیني او عصري زده کړي تر لاسه کولې او چې کوم زده کوونکي به خپلي زده کړي بشپړي کړې نو د مدرسې د ادارې له خوا به سند یا ډپلوم ورکول کېده…

او بیا په (۱۷) میلادي پیړۍ کې د دې مدرسې ترڅنګ دوه نوري مدرسې: مدرسه یی شیردار او مدرسه یی طلایی هم په ښه معیار جوړې شوې. دغه درې واړه مدرسې په یو ځای کې یو بل ته مخامخ موقيعیت لري او تر ټولو ښکلې معماري شمېرل کیږي…

موږ په (۴۰،۰۰۰ سوم/ازبکستاني پيسې) ټیکټ واخیست او د مدرسې داخل ته ورغلو، هلته د درس خونو او مدرسې پر دیوالونو ایاتونه، احادیث او په عربي ژبه په ښکلي خط جالب اقوال لیکل شوي و، داسې انګیرل کیده چې دلته یو ستره دیني درسګاه تیره شوې ده.

اوس د مدرسې په جومات کې موزیم جوړ شوی و، او په یوه درس خونه کې د پخواني درسګاه یو انځور وړاندې شوی دی، یوڅو مجسمې جوړي شوي دي چې یو استاذ خپلو شاګردانو ته درس ورکوي…

د مدرسې په لیدو دا خبره جوته کیږي چې دلته یو وخت د دیني او عصري علومو یو ستر مرکز تیر شوی دی خو د تاسف ځای دا دی چې دغه ستره دیني مدرسه اوس یوازې په یو تاریخي ځای او دکانونو بدله شوې ده، په درس خونو او لیلیه کې یې اوس دکانونه جوړ شوي دي او ډېره دردونکی لا دا ده چې زیاتره وخت د مدرسې په انګړ کې کانسرټونه جوړیږي په کومه ورځ چې موږ د مدرسې داخل ته ورغلو په هغه ورځ هم د کانسرټ لپاره چمتو والی نيول کیده.

دا چې ازبکستان تقریبا اویا کاله د روسانو تر اشغال لاندې پاتي شوی او اوس یې نسبي ازادي تر لاسه کړې خو ځوان نسل یې له خپل دین څخه دومره لري شوی چې د خپلو مقدساتو او دیني شعائرو په ارزښت هم نه پوهيږي…

مولوي نورالله عزام

۲۰۲۱/ ۶/ ۲۷

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button