تکتیکي شاتګ که تکتیکي ماتې؟

عنایت الله خاموش
پښتانه متل کا، وايي پردی کټ تر نیمو شپو وي. نو د کابل اداره هم چې داشغال تر سیورې لاندې د یو څو بد رنګو او جنایتکارو څېرو له لورې رامنځته شوې وه/ده، ټوله تکیه يې پر اشغالګرو، د هغوی په هر اړخیزه مرستو، تبلیغاتو او… وه. له لومړیو څخه لا دا څرګنده وه چې د کابل اداره به د افغان خاورې د اشغال له پایته رسېدو ورسوته ضرور منحل کېږي او له منځه به ځي؛ ځکه تاریخ ثابته کړې چې په افغانستان کې هر هغه نظام چې پّ اشغالګرو پورې تړاو ولري، د اشغال له خاتمې وروسته په لنډه موده کې له منځه تللی.
په افغانستان کې همدارنګه د امریکايي اشغال په وړاندې د مبارزې داستان خورا ژړونکی او خواشینونکی دی. په لومړیو کې خو چې د نړۍ زبر ځواکونو افغان خاوره اشغال کړه، هیچا دا فکر نشو کولای چې بیا به یو وخت د نړۍ دغه ستر زبرځواکونه و جابر ځواکونه له افغانستان څخه مات اورمیږونه، کاږه مخونه او سولېدلي بدنونه تښتي؛ ځکه دوی ته په عصري ټکنالوژۍ سمبال د نړۍ له یوه بې سیاله اټومي قدرت سره د تش لاسو اصیلو، پر خدای مینو افغان شاه زلمیو جهاد او مبارزه بیخي عجیبه او ناشونې ښکارېدل. او له هغه مجاهدینو پرته چې پر الله تالی يې توکل او الهی نصرت يې باور و، نور هیچا هم دا فکر نشو کولای چې بیا په طالب برلاسی او فاتح افغانستان ته راګرځي او نړیوال به خپلې دبدبې ته تسلیموي. خو دا د الله تعالی یو لوی رحمت او نصرت و، چې تش لاسی طالب يې په داسې حال کې د فات په توګه راڅرګند کړو چې کابو ټولې نړۍ يې د پوپناه کېدو لپاره مبارزه و کار کاوه. طالب جان يې په تش لاس او نه ماتېدونکي عزم داسې مقابله وکړه چې ډېر مغروره انسانان يې هم لا په ملا مات او حیران کړل.
هوکې؛ د دې ماتې او صحنې ته د طالب د بیا راتګ تر شا یوازې د طالب ټيڼګ عزم او پخه اراده نه وه؛ بلکې تر شاه يې د یکتا ذات رحمت و پېرزوینه، د پښې لوڅي یتیم، تور سرې کونډې او کړېدلي ولس آه و ملاتړ هم موجود وو. اوس دا دای د الهی لورېينو په دوام اشغالګره امریکا او ملګري يي کاږه مخونه مخ په غرب و واشنګټن روان دی او افغانستان کې د دوی په خوښه و ملاتړ رامنځته شوی ګوډاګی نظام هم د ماتې پر درشل ولاړ او هره ورځ يې سلګونه اجیر عسک له ملاتړ څځه لاس اخلي او تسلیمېږي.
اوس چې له کله اشغالګرو له افغانستان څخه د وتلو  وروستۍ نېټه په ډاګه کي، له هغه راهیسې ډلې- ډلې عسکر طالبانو ته تسلیمېږي، لوی بېسونه او ولسوالیانې ورته تسلیموي او خورا په پراخه اندازه سیمې په دا لنډه موده کې د طالبانو تر کنترول لاندې راغلي. د کابل ادارې پر هر چارواکي وېره ګډه ده او هره ورځ له همدې کبله ځينې يې بهر ته تښتي، ځينې يې تسلیمېږي او ځينې هغه چې د جګړې لاره غوره کوي یا خو وژل کېږي، یا نیول کېږي او یا هم د تکتیکي شاته تګ تر عنوان لاندې پښې سپکوي او په همدې توګه هره ورځ بې شمېره سیمې يې له وجود څخه پاکېږي. دوی سره له له دې چې له طالب سره د جګړې کولو توان يې له لاسه ورکړی او مورال يې ورځ تر بلې د کمزورۍ په حال کې دی؛ مګر بیا هم د دې لپاره چې خپل دغه ضعف له نړیوالو پټ کړي، خپلې دغې ماتې ته د تکتیکي شاته تګ نوم ورکړی او پّ دې توګه د افغان ملت و نړیوالو په سترګو کې خاورې اچوي.
دوی سره له دې چې پوهېږي، نور به په تکتیکي توګه له زوال و ماتې سره مخ کېږي او د دوی په لیکو کې جنګېدونکي عسکر به یو په بل پسې حقایق درک کوي، تسلیمېږي به؛ مګر بیا هم په دې تمه دي چې حالات به يې په خپله ګټه تمام شي او اوس هم لا کوښښ کوي چې طالبان به د دوی غوښتنې ومني. ځکه خو هره ورځ د خپلو کرایه شویو رسنیو پواسطه اذهان مغشوشوي او اوس هم لا غولېدونکي ځوانان له طالبانو سره جګړې کولو ته سوق کوي. دوی فکر کوي د سیمو پرېښودل به يې په ګټه او دا تکتیک به يې عالي وي- البته د دوی له نظره، حقیقت خو دا دی چې دا تکتیک نه بلکې د زور په مقابل کې اوبه کېدل دی- او یو ځل بیا به د تسلیم شویو او د دوی له لیکو د بیل شویو عسکرو تشه د تبلیغاتي مانورونو پ،اسطه ډکه او خپلې له لاسه وتلې سیمې به بیرته ترلاسه کړي. خو دېته يې پام نشته چې بیا به دا وړۍ شړۍ نه کړي. ځکه یو وار چې چا مورا بایلود او په صف کې يې وېره ګډه شوه، بیا به ډېره سخته وي، په تش لاسو او نیم ځان خپل حالت ته راوګرځي.
نو خبره دا ده چې، د تکتیکي شاته تګ تر عنوان لاندې د دوی همه روزه تېښته د کابل  ادارې د بیا منسجم کېډا او قوي کیدا پيلامه نه؛ بلکې د دوی د لا کمزورۍ و بلاخره بشپړې ماتې پيلامه ده چې موږ به ورته د دوی په چم تکتیکي ماتې ووایو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button