د بھر میشتو افغانانو او د طالبانو د سیاسي دفتر د غړیو تر منځ په ژوندۍ بڼه ناسته

بسم الله الرحمن الرحیم

د ۲۰۲۱ م کال د جون ۲۶/ لندن د ماسپښین ۵ بجې
د راپور چمتو کوونکی: حفیظ الدین پیرزادہ
د غونډې منتظم او د چارو سمبالونکی: حدید الله ذاکري

غونډہ د دکتور عبید الله برھاني لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو پر تلاوت پیل شوہ.

د ذاکري صیب وینا:
څرنگه چې دا غونډہ د سولې او انسجام مشورتي بورډ په نوښت جوړ‎ہ شوې نو ذاکري صیب ټولو راغلیو بھر میشتو افغان علمي کادرونو او د اسلامي امارت پلاوي ته د یاد بورډ په استازیتوب ستړ‎ې مه شي وویل.
ھغه په ځانگړ‎ي ډول د امارت د سیاسي دفتر له مشرانو څخه مننه وکړ‎ہ چې د خپلو ټولو بوختیاو سرہ یې په دې غونډہ کې د مشورتي بورډ غوښتنې ته د گډون له لیارې لبیک ووایه.
ھغه د خپلو خبرو په لړ‎ کې وویل: د دې غونډې د تدویر اصلي موخه د بھر میشتو افغانانو په ځانگړ‎ي ډول علمې کادرونو اوطالبانو (امارت ) تر منځ د سولې په ھڅو کې د اړ‎یکو پراختیا، انسجام او ھماھنگي دہ او دا ھغه څه دي چې په سیاسي او سولیز ډگر کې یې تشه ډیرہ احساسیږ‎ي.

اسلامی امارت د خپل مجاھد ولس له منځه را ټوکیدلی خوځښت دی او د بریالیتوب راز یې ھم له خپل ولس او د ھمدې ولس له علمي کادرونو سرہ د اړ‎یکو، مشورو، او تجربو په شریکولو کې نغښتی دی.

نو ځکه باید کوشش وشی چی دا اړ‎یکې پریمانه، پراخې او ھر اړ‎خیزې وي، د دې علمي کادرونو مشورې باید واوریدل شي او پورہ غور پر وشي.
حقیقت دا دی چی کله کله یوہ وړ‎ہ مشورہ د تاریخ لوری بدلوي، زمونږ لپاره یی بهترین مثال د قران غظیم الشان د سورت یوسف نھم مبارک آیت دی.
د یوسف علیه السلام ورونو د ھغه د وژلو تابیا کوله چې کوم یوہ وویل: په کوھي کې یې گوزار کړ‎ئ! ښایي کومه قافله پر پیښه شي او له ځان سرہ یې بوځي!
په ھمدې وړ‎ې مشورې عمل وشو او د تاریخ لوری بدل شو .

د بھر میشتو افغانانو پیژندگلوي او نوملړ‎:

۱- استاد روستار ترہ کی ( په نړ‎یواله کچه د افغانستان علمي کادر، د دواړو اشغالونو په مقابل کې یو فعال ځلانده ستوری، زموږ‎ د ټولو ویاړ‎ )

۲- ډاکتر عبد القیوم مومند ( د سیاسي او رسنیزو چارو کارپوہ او د سولې په چارو کی فعال )

٣- ډاکتر عبد القادر ودان ( سیاسي کارپوہ او د سولې په چارو کې فعال )

۵- ډاکتر عبید الله برھاني ( د انسجام د مشورتي بورډ غړ‎ی، نړیوال سیاسي تحلیلګر، د سولې په چارو کې فعال او د پوھنتون استاد )

۶- میر عنایت الله آشفته ( د سولې او انسجام د مشورتي بورډ غړ‎ی، لسیاسي کارپوہ، تحلیلگر او د سولې په چارو کې فعال )

۷- خوشال رحماني ( لیکوال، د سولی فعال او د انسجام د مشورتی بورډ غړی، په برتانیه کی د اسلامی امارت د تیر دور د ھستې مرکزي نکته )

۱۰- عبد الھادي دولتزی ( سیاسي کارپوہ، د سولې فعال او د انسجام د مشورتي بورډ غړ‎ی )

١١- هدایت الله شینواری، د سولی فعال

۱٢- اعتبار خان فطل ( د سیاسي چارو کار پوہ، او په خواله رسنیو کی د سولې فعال )

١٣- رحیم لغمانی ( اقتصاد پوہ، په خواله رسنیو کې د سولې فعال، او د انسجام د مشورتي بورډ غړ‎ی )

تر دې لنډې او وجیزې وینا پس، په غونډہ کې د امارت د سیاسي دفتر د پلاوې مشر، شیخ الحدیث محترم شھاب الدین دلاور ته مائک ورکړ‎ل شو چې د غونډې گډونوالو ته د روان سیاسي وضعیت په اړ‎ہ لنډ مالومات ورکړ‎ي او د خپل مل ټیم تعارف له نورو گډونوالو سرہ وکړ‎ي.
شیخ صیب د غونډې گډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو لړ‎ۍ یې د ورسرہ مل پلاوي په پیژندگلوی پیل کړ‎ہ! ھغه خپل ملگري داسې را وپیژندل:

۱- قاري صیب دین محمد حنیف؛ د امارت د رھبري شورا او د مذاکراتي ټیم غړ‎ی

۲- مولوي صیب عبد الغني؛ د بدخشان ولایت، د امارت د سیاسي دفتر غړ‎ی

۳- محترم عبد اللطیف منصور؛ د امارت د مذاکراتي ټیم غړ‎ی

۴- ښاغلی قاری صیب روح الله، له ھیواد والو سرہ د امارت د سیاسي دفتر د اړ‎یکو د ټیم غړ‎ی

۵- مولوی صیب نور جلال؛ د مذاکراتي ټیم غړ‎ی

۶- مولوی صیب مطیع الحق خالص؛ د مذاکراتي ټیم غړ‎ی

۷- محترم سھیل شاھین؛ د مذاکراتي ټیم غړ‎ی او د بھرنیو رسنیو سرہ د امارت د سیاسي دفتر ویاند

شیخ صیب افغان روڼ اندو ته وړ‎اندیز وکړ‎ چې خپلې پوښتنې او مشورې جلا جلا مطرح کړ‎ي تر څو د امارت ټیم یې پوښتنو ته ځوابونه ووایي او مشورې یې له ځان سرہ واخلي.
تر دې پس شیخ صیب د روانې سیاسي وضعې پر پیچلتیا او د سولې د خبرو پر سست بھیر خبرې وکړ‎ې.
ھغه وویل: د امارت مشرتابه د بین الأفغاني تفاھم لپارہ یو قوي ټیم تشکیل کړ‎ چې د غړ‎یو په نوملړ‎ کې یې اکثریت د رھبري شورا غړ‎ي دي. د داسې یو مضبوط ټیم جوړ‎ولو اصلي موخه ژر تر ژرہ یوې تل پاتې سولې ته رسیدل دي خو د مقابل لوري ټیم، غیر متجانس، د مختلفو فکرونو او اندونو لرونکي او د مختلفو او ان متضادو گروپونو خلک دي چې د سولې په خبرو کې نه چندان دلچسپي لري او نه ھم اختیار!!!
موږ‎ دوہ ورځې وړ‎اندې پر ھغوی بیا غږ‎ وکړ‎ خو لا یې څه ځواب نه دی راکړ‎ی.
زموږ‎ ټیم د سولې خبرو ته تل امادہ وي خو د مقابل لوري ټیم په یو محور را ټولول ډیر ستونزمن کار دی.
د ھغوی مشرانو لکه عبد الله عبد الله او نورو یې دلته د راتگ خبرہ کوله خو د سولې د خبرو پر ځای مخ پر امریکا لاړ‎ل تر څو د بایډن ادارې ته قناعت ورکړ‎ي چې خپل ټول فوځیان و نه باسي!
د عطا نور زوی چې د سولې د ټیم غړ‎ی دی، په مزار کې په فوځي یونیفورم کې د جگړ‎ې په ډگر کې مصروف دی او د ھغوی د سولې د ټیم نور غړ‎ي ھم ھمداسې در واخلئ!

یادونه: د لیکنې د بې ځایه طوالت له ویرې مو ھغه پوښتنې او مشورې چې تکراري وي او یا یې په اړ‎ہ د امارت دریځ له پخوا څخه مالوم و، لیرې کړ‎ې!

د استاد ترہ کي وینا:
لومړ‎ی باید د سولې او انسجام د مشورتي بورډ له ملگرو مننه وکړ‎م چې د داسې یوې ناستې زمینه یې برابرہ کړ‎ہ.
استاد د خپلو خبرو په ادامه کې وویل: دا د طالب د مقاومت او سرښندنو برکت دی چې بھرنیان وځي، زموږ‎ وطن خپل استقلال اعادہ کوي، او ھیله دہ موږ‎ به یو ځل بیا پخپل کور کې د خپل واک څښتنان شو.
تیر ۴۲ کلن ناورین خپل جیوپولتیک اھمیت لري، د نړ‎ۍ نفوس ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دی، پر مختللي ھیوادونه اومه موادو ته ضرورت لري.
ھمدا اقتصادي فشار په نولسمه میلادي پیړ‎ۍ کې په اروپا کې د تشنج او ټکر لامل شو، په شلمه پیړ‎ۍ کې افریقا او په یویشتمه پیړ‎ۍ کې موږ‎!
موږ‎ د یوہ قوي او مقتدر مرکزي دولت په جوړ‎ولو کې پاته راغلو، د روسي اشغال د خاتمې قرارداد په ژنیو کې زموږ‎ پر ځای پاکستان لاسلیک کړ‎. امریکایانو ھم ھمدا کار په بُن کې وکړ‎. خو د دوحې قرار داد پخپله افغانانو له اشغالگرو سرہ لاسلیک کړ‎.
د قرار داد یوہ مادہ د نوي اسلامي حکومت جوړ‎ول دي، چې له مخالفت سرہ مخ شوہ.
طالب باید دا واقعیت په نظر کې و نیسي چې نړ‎یوال تل د اسلامي تحریکونو پر وړ‎اندې منفي دریځ لري، الجزائر ، مصر او د فلسطین حماس یې ښې بیلگې دي. د طالبانو له دریځ سرہ خو ان زموږ‎ لیرې او نژدې گاونډیان ھم مخالف دي. طالب باید دې خطراتو ته په پورہ دقّت توجه وکړ‎ي.
بله خبرہ په کورنیو او بھرنیو رسنیو کې د طالب په اړ‎ہ منفي تبلیغات دي؛ د طالب له فتوحاتو سرہ مخالفت، د القاعدہ تور، د پاکستان موخو ته د کار کولو تور، د ښځو حقوق، د بشر حقوق او داسې نور چې طالبان یې باید په رسنیو کې ځواب ووایي، خپل دریځ روښانه کړ‎ي او په میډیا کې پخپل فعال حضور د دې تبلیغاتو مخه ونیسي. په اوسنیو حالاتو کې که طالبان بریالي ھم شي نو ھمدا مخالفتونه به یې د تیر په څیر یو ځل بیا منزوي کړ‎ي چې پایلې به یې نه طالبانو ته ښې وي او نه ولس ته. که طالبان پر یو بل بدیل لکه لنډمھاله ادارې باندې غور وکړ‎ي، بھترہ به وي.
بله مھمه خبرہ د قدرت انحصار دی. طالبان باید دا انحصار مات کړ‎ي، تر څو د طالبانو سیاسې ھلې ځلې افغان شموله او لا پسې غښتلې شي.
ملا د مشر او زعیم په توگه موږ‎ ټول منو خو دا چې ټولې ادارې دې د ملا په انحصار کې وي، سمه خبرہ نه دہ. طالبان باید پخپل مذاکراتي ټیم کې د پوھنتونونو فارغین، ټیکونکراتان او نور تخنیکي او مسلکي کسان ور دننه کړ‎ي!
د ترکیې د غونډې په اړ‎ہ ھم باید وپوښتم چې آیا طالبان پکې گډون کوي که نه؟

شیخ صیب:
ډیرہ مننه محترم استاد ترہ کی!
موږ‎ ستاسې اندیښنې او اندونه له ځان سرہ ولیکل او د امارت ذیدخله مراجعو ته به یې ورسوو. ستاسې مشورې زموږ‎ لپارہ ځانگړ‎ی ارزښت لري، ستاینه یې کوو او د قدر په سترگه ورته گورو. موږ‎ ستاسې له اند سرہ موافق یو، خو غواړ‎م دلته د ځینو موضوعاتو په اړ‎ہ چې تاسې ورته اشارہ وکړ‎ہ، وضاحت ورکړ‎م.
لنډ مھاله حکومت:
لنډ مھاله یا د حکومت کوم بل ډول ھغه څه دي چې باید په بین الأفغاني مذاکراتو کې پرې اتفاق وشي خو مقابل لوری منسجم نه دی، لومړ‎ی خبرو ته نه حاضریږ‎ي او چې حاضر شي بیا بې اختیارہ وي! دا مسائل باید ھلته بحث شي، موږ‎ ته ھر ھغه حکومت د منلو وړ‎ دی چې افغانان پرې اتفاق وکړ‎ي، موږ‎ له پیل څخه مقابل لوري ته درې نکتې د اساسي شرطونو په توگه مخې ته ایښي. دا شرطونه چې په ھر نظام کې موجود وي، موږ‎ ته د منلو وړ‎ دی:
۱- نظام باید اسلامي وي
۲- افغان شموله وي؛ په دې مانا چې د ھر پوړ‎ افراد، ھر قوم، ھر سمت او د ھرې ژبې کسان پکې وي. د افرادو ټاکنه د عدل، اھلیت او مسلکي وړ‎تیاو له مخې وي
۳- د اسلامي نظام بڼه به څه وي، جمھوریت، امارت یا بل څه؟ موږ‎ وایو په ھر څه چې افغانان متفق شي، زموږ‎ قبول دی. موږ‎ نه له امارت څخه تیر شوي یو او نه کلک پر ولاړ‎ یو.
د فتوحاتو په اړ‎ہ باید ووایم چې که ټوپک په ځمکه کیږ‎دو اشغال نه ختمیږ‎ي. ‎ یرغلگر د مجاھدینو د بې سارې قربانیو، شھادتونو، زندانونو او سرښندنو پر مټ د اشغال خاتمې ته اړ‎ شوي خو بیا ھم موږ‎ وسله وال جھاد موخه نه بولو بلکې موخې ته چې ھغه د اسلامي نظام قیام دی، د رسیدو وسیله بولو.
د قدرت د انحصار په اړ‎ہ باید ووایم چې اسلامي امارت د ھیڅ رنگ انحصار په فکر کې نه دی. ھمدا اوس زموږ‎ د مذاکراتي ټیم غړ‎ي د مختلفو پوھنتونونو فارغین دي!
زموږ‎ د سیاسي دفتر معاون محترم ستانکزی صیب عصري علوم لوستي، محترم شاھین صیب چې دلته تشریف لري د مدرسې مخ ھم نه دی لیدلی بلکې عصري علوم یې لوستي!
د ترکیې په اړ‎ہ باید ووایم چې موږ‎ سرہ د غونډې اجندا، او نور مالومات نه و شریک شوي.
ناټو له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړ‎ خو ترکیې د خپل نظامي حضور نیټه اتلس میاشتې نورہ ھم وغځوله، د کابل د ھوایي میدان د کنترول مسؤلیت یې ھم ومانه، د دوستم د حمایې موضوع خو یې لا له پخوا څخه موجودہ وہ. سرہ له دې چې ترکیې له ځینو مسائلو صرف نظر وکړ‎ خو بیا ھم امارت ھوډ لري چې تر ھغې به د ترکیې په کنفرانس کې گډون نه کوي تر څو ھغې په لیکلې بڼه د دې موضوعاتو وضاحت نه وي وړ‎اندې کړ‎ی!.

قاري صیب دین محمد حنیف

خوښ یم چې تاسې سرہ په دې مجلس کې یم. د استاد ترہ کي نظر دقیق دی. موږ‎ باید محتاط و اوسو. د فلسطین حماس د رایو په اکثریت انتخابات و گټل، د مصر مسلمانانو ھم، تر دې مخکې الجزائر او د نورو ھیوادونو اسلامي خوځښتونو ھم، خو پر پایلو یې ټول خبر یو.
بله خبرہ د امارت د انحصار دہ. زہ وایم اشغالگر زموږ‎ سرہ یواځې د رزم په میدان کې په جگړ‎ہ اخته نه دي، بلکې په فرھنگي، سیاسي، میډیا او نورو ډگرونو کې ھم په جگړ‎ہ اخته دي. ھغوی ھڅه کوي چې د ھرې ممکنې وسیلې په کارولو سرہ پر امارت تورونه پورې کړ‎ي.
بله خبرہ د خارجي مداخلو دہ، موږ‎ ته ډیری مخالفین پاکستان یادوي خو موږ‎ خپل سیاسي او نظامي استقلالیت په زبات رسولی.
د بیلگې په توگه، کله چې افغانانو شوروي مات کړ‎ نو پاکستان په ژنیو کې د افغانستان د ازادۍ قرارداد لاسلیک کړ‎ خو موږ‎ د دوحې په قرارداد کې ھیچا ته اجازہ ورنکړ‎ہ چې زموږ‎ پر استازیتوب دې قرارداد لاسلیک کړ‎ي او یا دې خبرې وکړ‎ي!!

مولوي صیب مطیع الحق خالص بیا د تیر ۴۲ کلن ناورین پړ‎ہ پر پردي فکري او خارجي ایډیالوژیو واچوہ.
د خارجي مداخلو په اړ‎ہ یې وویل: تر څو چې د خارجي مداخلو مخنیوی و نه شي، زموږ‎ غمیزہ به دوام ولري. دلته په دوحه کې د ډیری غربي ھیوادونو استازي ھمدې ته پراته دي چې زموږ‎ مقابل لوري ته مشورې ورکړ‎ي. پخپله د کابل ټیم ھم پر دې اقرار کړ‎ی، خو موږ‎ ھیچا ته زموږ‎ په کورنیو مسائلو کې د مداخلې حق نه دی ورکړ‎ی.

محترم عبد اللطیف منصور

له محترم استاد څخه پر مننې، غواړ‎م د ھغه پر دوہ اندیښنو تبصرہ وکړ‎م؛ لومړ‎ی القاعدہ.
القاعدہ موږ‎ افغانستان ته نه وہ راوستې بلکې له پخوانیو مجاھدینو څخه موږ‎ ته په میراث پاته وہ.
ھغوی دلته راغلیو عربانو ته تابعیتونه ورکړ‎ې و! انجنیر احمد شاہ احمدزي ھم دا خبرہ کړ‎ې چې ھغوی ډیریو راغلیو عربانو ته د افغانستان تابعیت ورکړ‎ی و.
دویمه خبرہ د پاکستان د مداخلې دہ. زہ تر ۲۰۱۳ م کال پورې په افغانستان کې فعال وم خو ما د مجاھدینو په صفوفو کې یو پاکستانی ھم و نه لید.
القاعدې په ۲۰۰۱ م کې افغانستان پریښود، عراق ته لاړ‎ہ او د پاکستان د مداخلې که څوک ثبوت لري، را وړ‎اندې دې کړ‎ي!

ډاکتر عبد القیوم مومند

د جگړ‎ې له اوسني حالت څخه داسې بریښي لکه موږ‎ چې بیرته نویمو کلونو ته ستنیږ‎و، چې دا کار ډیر خطرناک دی.
د ولسوالیو له فتحه کولو وروسته باید خدمات وړ‎اندې شي. که دولت لارې یا ټیلفون پر مفتوحه ولسوالیو وتړ‎ي، امارت د خلکو له مخالفت سرہ مخ کیږ‎ي. باید پلان ورته جوړ‎ شي.
سوله ھغه مھال عملي دہ چې بھرنۍ مداخلې نه وي. په نړ‎ۍ کې دوہ ھیوادونه تل د شر او فساد بیخ وي؛ اسرائیل او پاکستان .
طالبان باید دې ته متوجه و اوسي.
اوس د دولت او امارت تر منځ ډیر اوږ‎د واټن دی، څنگه کولای شو دا فاصلې را کمې کړ‎و؟
زما پر اند د جرگې له لیارې دا کار ممکن دی چې بې طرفه او خواخوږ‎ي افغانان د دوی تر منځ د سولې په پار وگرځي.
پوښتنه: امریکایان په ترکیه کې د سولې د حکومت د وړ‎اندیز ارادہ لري. ستاسې دریځ څه دی؟

شیخ صیب: مننه محترم ډاکتر مومند!
په مفتوحه ولسوالیو کې خدمات د پخوا پشان دوام لري، لیسې مکاتب او نور دولتي او غیر دولتي ادارې فعالې دي بلکې تر پخوا بھترې دي. چور، فساد او رشوت پکې نشته.
د جرگې په اړ‎ہ باید ووایم چې د کابل ټیم منسجم نه دی او نه د فیصلو واک لري، جرگه به ھلته له کوم گروپ سرہ خبرې کوي؟!
د ترکیې د مجلس په اړ‎ہ مخکې وضاحت ورکړ‎ل شو.

ډاکتر عبد القادر ودان

ښاغلی ودان بیا د مذاکراتو پر موخو وغږ‎ید؛ ھغه وویل: له مذاکراتو څخه موخه څه دہ؟ آیا د بین الأفغاني تفاھم له لیارې خو به د یوې ائیتلافي ادارې را منځته کول نه وي؟
که دا کار وشي، د امارت نظامیان او سیاسیون به سرہ وویشل شي چې پایلې به یې د امارت لپارہ ډیرې خطرناکې وي.
دوہ نور امکانه ھم شته:
(۱) د نظامي فشار له لاري قدرت تر گوتو کول. دا کار ھم امارت منزوي کوي او افغانستان د یوې لویې مودې لپارہ کورنیو جگړ‎و ته ټیل وھي او پردیو ته د مداخلې زمینه ھم برابروي.
(۲) بھتر بدیل یې یوہ موقته عبوري ادارہ دہ، چې د یوې داسې شورا لخوا به ادارہ کیږ‎ي چې اکثریت یې علماء کرام وي.

شیخ صیب : مننه محترم ډاکتر ودان. تاسې ښو ټکو ته اشارہ وکړ‎ہ. یوہ د افغانستان مسئله دہ، بله پر افغانستان معامله!
ائیتلافي حکومت او نور اجزا دي چې باید مرکب ترې جوړ‎ شي. ائیتلافي حکومت د افغانانو ھیڅ درد نه دوا کوي.
موقتو ادارو ھم ښه نتیجه نه دہ ورکړ‎ې. تر څو چې یو قوي فوځ موجود نه وي، موقتې ادارې ښې پایلې نه شي لرلای.
خو موږ‎ لا په بین الافغاني تفاھم کې دې اجزاو ته نه یو رسیدلي.

ډاکتر عبید الله برھاني

إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ
کائناتو کې تغیر یو اصل دی، خو زموږ‎ بیانیې، اعلامیې او نور لا ھم په زاړ‎ہ میتود په تقلیدي شکل پر مخ ځي! دا باید له تقلیدي شکل څخه را وباسو.
زموږ‎ اعلامیې او بیانونه باید په ھغه ژبه وي چې نړ‎یوال پر پوہ شي!
موږ‎ پراخ فقھي اصول لرو چې پر کارولو ډیر څه کولای شو.
په جرمني کي د شیباني قانون په نوم تر اوسه یو قانون شته چې ھغوی ترې گټه پورته کوي، خو موږ‎ نه!
دا قانون مشھور مسلمان مجتھد امام محمد شیباني رحمه الله لیکلی!
بله خبرہ د عربي ھیوادونو د اسلامي خوځښتونو او د طالبانو د تحریک تر منځ د مقایسې دہ چې ماته سمه نه بریښي.
افغانستان له الجزائر ، تونس او نورو سرہ توپیر لري. دلته د ستراتیژیکې ملگرتیا خبرہ دہ خو ھلته نه!!

محترم سھیل شاھین
مننه برھاني صیب! موږ‎ به ستاسې له مشورو استفادہ کوو. د مصطلحاتو موضوع ډیرہ اړ‎ینه دہ. موږ‎ باید غرب ته د ھغوی په ژبه خپل پیغام ورسو او تر ډیرہ مو دا ممکنه ھڅې کړ‎ي.

میر عنایت الله آشفته

محترم آشفته صیب د امارت ورستۍ اعلامیې چې د سربازانو او ملي شتمنیو د ساتنې په اړ‎ہ وې، وستایلې. ھغه د شیخ صیب درې نکتې ( اسلامي نظام، افغان شموله نظام او بڼه یې ) د ملي وحدت لپارہ گټور وبلل.
ھغه په مفتوحه ولسوالیو کې د خدماتو د عرضه کولو د مالي ملاتړ‎ لپارہ له ملل متحد سرہ د اړ‎یکو نیولو مشورہ ھم ورکړ‎ہ.

شیخ صیب:

د آشفته صیب خبرې سمې دي، مشورې یې ھم د قدر وړ‎ دي، موږ‎ تل ستاسې مشورو ته سترگې په لار یو. که تاسې یا نور ملگري خپلې مشورې د ذاکري صیب له لارې راواستوئ، موږ‎ ته په اسرع زمان کې او نیغ په نیغه را رسیږ‎ي.

قاري صیب حنیف

امارت د حکومتي تشکیل په څیر خپل اداري تشکیل لري، یانې امارت یو موازي حکومت دی. موږ‎ د ټولو ادارو بدیل د کمیسونونو په شکل کې لرو! لکه د صحت کمیسون، د معارف کمیسون، د عالي تحصیلاتو کمیسون، محاکم او نور.

خوشال رحماني صیب د سیاست په ځای په اخلاقو، خیریه کارونو او له بې وزلو سرہ د مرستې په اړ‎ہ خورا گټورې خبرې وکړ‎ې.
شیخ صیب ورته د امارت په استازیتوب د ھر رنگ مرستې او زمینې برابرولو ډاډ ورکړ‎.

دولتزی صیب:
ھغه د دوحې د قرارداد لاسلیکول تر ټولو لویه سوبه و بلله. د تقریباً یوې میاشتې په مودہ کې تر سلو زیاتې ولسوالۍ فتح کول یې بله سترہ لاسته راوړ‎نه و بلله خو د لویو ښارونو یا ولایتونو د مراکزو نیول ورته د دوحې د قرارداد سرہ په تضاد کې ښکاریدل نو ځکه یې باید له نیولو ډډہ وشي او بله دا چې په لویو ښارونو حملې د زیاتو ملکیانو د مرگ ژوبلې لامل ھم گرځي!
ھغه خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکړ‎ہ: دلته دوہ لیارې دي؛ نظامي حل او بل سیاسي حل. نظامي حل به نورې دسیسې را وپاروي لکه ھند چې د غنمو په کانتینرونو کې وسلې را لیږ‎لي!
سیاسي حل به تر ټو بھتر بدیل وي. سیاست نه دایمي ملگری لري او نه دایمي دښمن. امارت کولای شي د خپلو اصولو په رڼا کې له ځینې ھیوادونو سرہ اړ‎یکې و ساتي د بیلگې په توگه روسیه چې په ځینو مواردو کې ترې استفادہ کیدای شي.
د کرونا تکلیف یوہ بله ستونزہ دہ چې افغانان ورسرہ لاس او گریوان دي. په دې اړ‎ہ باید د نړ‎یوالې ټولنې په مرسته عملي اقدامات وشي.
امارت باید کوښښ وکړ‎ي چې حساسیتونه را و نه پاروي!
لکه د ملي بیرغ سپکاوی یا د عسکرو د مړ‎و بې حرمتي او نور!
افغانستان کې ډیرې رسنۍ شته چې د امارت بدنامولو ته کار کوي. داسې مسائلو ته ھغوی ھوا ورکوي.
طالب مجاھدین باید متوجه اوسې!

شیخ صیب:

مننه دولتزی صیب! ستاسې مشورې موږ‎ له ځان سرہ ولیکلي.
ملي بیرغ زموږ‎ دی چې دې خلکو راڅخه یرغمال نیولی. د محراب او کلیمې احترام پر موږ‎ واجب دی!
دا بیرغ باید په پورہ احترام راکوز شي او پر ځای یې د امارت بیرغ ولگول شي.
د مړ‎و بې حرمتي شرعا ھم جواز نه لري. موږ‎ به دا مسئله مخکې ورسوو.
د کرونا په اړ‎ہ زموږ‎ د صحت کمیسون له نړ‎یوالې ټولنې سرہ په اړ‎یکه کې دی.
په لویو ښارونو حمله یا نه حمله نظامي سِر دی چې دلته یې ویل مناسب نه دی.

مولوي مطیع الحق خالص

عالیقدر خلیفه صیب پخپل تازہ صوتي پیغام کې ویلي: ولسوالۍ، قومندانې او نور تاسیسات ملي شتمنۍ دي! ھغه مجاھدینو ته د ملي شتمنیو د ساتنې کلکه توصیه کړ‎ې!

ھدایت الله شینواری

زما ھیله دہ چې امارت د سولې یوہ طرحه وړ‎اندې کړ‎ي تر څو د تبلیغاتو مخه پر ونیول شي! د کابل ټیم وایي: امارت د سولې ھیڅ طرحه نه لري.
بله خبرہ د امریکا د تخطیانو دہ. که دا تخطیانې ادامه پیدا کړ‎ي، د امارت عکس العمل به څه وي؟

شیخ صیب: د کابل ادارې ھیڅ طرحه نه دہ وړ‎اندې کړ‎ې. یواځې زموږ‎ تر منځ د اجنداو تبادله شوې چې زموږ‎ اجندا ۲۴ مادې لري، نور تفصیل ډیر وخت غواړ‎ي!
د تخطیانو په اړ‎ہ باید ووایم چې موږ‎ د امریکا د ټولو تخطیانو مفصل راپور لرو. د ھرې تخطۍ ځای، تاریخ، وخت او بڼه مو درج کړ‎ې. نړ‎یوالې ټولنې، امریکا او نورو ذیدخله مراجعو ته مو ھم یوہ یوہ کاپي استولې! دا تخطیانې تر زرو زیاتې دي چې اخري تخطي یې د وتلو نیټه له لومړ‎ي مئ څخه سپتمبر ته اړ‎ول و.
موږ‎ له صبر او زغم څخه کار اخیستی، تر څو زموږ‎ له عکس العمل څخه دلته د پاته کیدو بھانه په لاس ور نه شي.

ذاکري صیب
د سولې او انسجام مشورتي بورډ یوہ طرحه د دریم بدیل په توگه د امارت مشرانو ته استولې وہ! مشورتي بورډ په ھغې طرحې ډیرې شپې روڼې کړ‎ې وې! د مشرانو یو ځل بیا توجه ورته غواړ‎و.

اعتبار خان فطل

فطل صیب دوہ نکتو ته نغوته وکړ‎ہ: لومړ‎ی د دوحې مذاکرات ورته نا انډوله او د وخت ضائع ښکاري. د ھغه په اند دا په چتي پسې د باز خوشې کول دي.
دویمه نکته یې د سولې څخه پس له نړ‎ۍ سرہ د تعامل پر څرنگوالي را څرخیدہ!

شیخ صیب

که په مذاکراتو کې اشتراک نه کوو، ملامتیا پر موږ‎ راځي!
د امارت لخوا د قوي ټیم ټاکل زموږ‎ پر جدیت او سولې ته پر صداقت دلالت کوي.
له نورو ھیوادونو سرہ زموږ‎ تعامل اوس او تر سولې پس پر متقابل احترام، د یو بل په داخلي چارو کې پر نه لاس وھنې ولاړ‎ دی!

رحیم لغمانی

لغماني صیب د طالب مشرانو نومونه له تور لست څخه پر ایستلو د غور خبرہ وکړ‎ہ. ھغه وویل: د نړ‎یوالو رفاھي او خیریه موسساتو په مالي او تخنیکي ملاتړ‎ په مفتوحه سیمو کې د خدماتو د وړ‎اندې کولو په مخکې کې ھمدا تور لست تر ټولو ستر خنډ دی!
بله مھمه موضوع د تماس خبرہ ھم دہ!

شیخ صیب:

زموږ‎ سترہ غمیزہ جگړ‎ہ دہ. دا نور مسائل تخنیکي ستونزې دي چې حل یې ښایي ډیر ستونزمن نه وي!
د اړ‎یکو په اړ‎ہ باید ووایم چې ټولې خبرې، مشورې او نور د ذاکري صیب له لیارې تر موږ‎ فوري را رسیږ‎ي!
تاسې کولای شئ د ھغه له لیارې زموږ‎ سرہ اړ‎یکې ونیسئ!

غونډہ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د یوہ رښتیني اسلامي نظام د راتگ پر دعا پای ته ورسیدہ.
_____________

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: