عسکر جانه!

کفایت الله شباب

عسکر جانه!
ته یو ځل له ځانه وپوښته چي څوک یې، د کوم هیواد یې، د څه په خاطر، د چا لپاره او د چا په مقابل کي جنګېږې؟
ایا تر اوسه دي د هغه خیالي شعار چي د قدرت د مینانو، ماده پرستانو او غلامانو له لوري درکول کیږي پر بنسټ د هیواد د کوم دښمن په مقابل کي جګړه کړي؟ ایا تر اوسه دي له خپلو ارزښتونو دفاع کړي؟
ایا ستا تر کنترول لاندي سیمو کي غلا، زنا، لواطت، اخلاقي فساد، ترور او نور ظلمونه شتون نه لري؟
ایا ته د قدرت د مینانو د هوس او قدرت د بقاء لپاره نه استعمالېږې؟
ایا تر اوسه دي له کوم ظالم څخه د مظلوم حق اخیستی؟ نه
نو اې د امریکا په لاس د جوړي شوې ادارې عسکره! که لیږ هم پوهیږې، نو ځان له شرموونکي انجام څخه وژغوره. هغه مشران چي نن یې ته د قدرت د بقاء لپاره جګړه کوې، که چیرته پرې زور راشي او د امریکا مرستي ورسره ونه شي، هر یو به یې خپل دوهم کور ته ځي او ته به ملت ته خړ مخی پاتي یې او په ټيټو سترګو به ژوند کوې. ځکه هر یوه یې په وارو- وارو اعتراف کړی چي افغان عسکر د نړیوالو د امنیت او هوسایني لپاره په افغانستان کي جنګیږي. دوی رښتیني دي؛ ځکه ته د خپل ټاټوبي د ورانولو په بیه د نړۍ د مستکبرینو امنیت ته قربانوي ورکوې.
تا د ولس د ښمني او وژنه پر غاړه اخیستې ده.
نو ته فکر وکړه چي ستا جګړه او سر تېرېدنه د چا لپاره شول؟
تا ولېدل چي ستا قومندان ستا د همسنګر له مرګه وروسته د هغه له کونډي څخه د ډوډۍ په بدل کي د جنسي غریزې د اشباع غوښتنه وکړه او غوغا یې رسنیزه شوه؟ همدغه د دوی وفاداري او ستا د وینو قدرداني وه!
نړیوالو خو پرته له هغه هم ستا پر اوږو ۱۸ کاله خپل ټوپک وچلاوه او خپلي ځيني شومي موخي یې ترلاسه کړې. ستا په ملګرتیا یې زرګونه افغان ښځي او ماشومان شهیدان کړل؛ خو له غرب څخه راغلو ستا مشرانو ته وغندلې او هغوی ته یې د اکبرخان، جان محمد خان او نورو اتلانو مډالونه ورکړل.
اې ته خبر یې چي همدغه ستا بادارانو ستا د جاسوسۍ په مټ د څومره ناخبره او بې ګناه افغانانو پر کورونو په نیمه شپه هجوم ور ووړ او د هغوی نازدانه بچیان یې شهیدان کړل؟ ستا هغه د زنګاوات، نوزاد، جغتو، ګیزاب او نورو سیمو ډله ییزي وژني هیري شوې؟ چي ستا مشرانو به یې پر سر امتیاز او رتبې واخیستې او تا به یا ورته جاسوسي کوله او یا به دي هم ورته د لارو امنیت نیوه. تا ونه لیدل چي ستا تر مخ یې ستا د مقدساتو سپکاوی وکړ او ته به دي خپلو مشرانو لا هم مجبورولې چي ورته سلامي ووهې؟ هغه دي هیر شول چي ستا د همسنګرو پر پوستو به بمبارد وشو او ستا مشرانو به ورته ویل چي پروا نه کوي؟
نو اې عسکره! ته یې پوره ۱۹ کاله د خپلو مظلومو او مؤمنو وطنوالو پر ضد استعمال کړې او لا دي هم استعمالوي او د یو نس ډوډۍ او لس زره معاش په بدل کي درباندي خپل هیوادوال شهیدانوي او هره ورځ درته دا شعار او روحیه درکول کیږي، چي ته د دیموکراسۍ او غلام نظام ساتونکی یې او دلته د کفارو له دښمنانو سره جګړه کوې او د هغوی د پلیتي مفکورې د ترویج لپاره مبارزه کوې او… !
نور بس کړه!
خپله موخه وپيژنه؛ خپل دوست- دښمن وپيژنه؛ پر ځان- کورنۍ رحم وکړه؛ د الله تعالی او افغان ملت له دښمنۍ لاس واخله!
له غرب او نورو کفري هیوادونو څخه د راغلیو، ګمراه شویو، بې لاري شویو او کفر ته د ژمنو جاسوسانو او د اشغال د مامورینو د هوس او قدرت د بقاء لپاره ځان په هلاکت کي مه اچوه او د خپلو هیوادوالو له دښمنۍ څخه لاس واخله!
همدغه پردي جاسوسان او مزدوران به تر یو وخته ستا ملاتړ وکړي؛ خو اخیر به دي د انګریز او شوروي د غلامانو په څیر د ملت محکمې ته پرېږدي او دوی به په کفري هیوادونو کي خپل ژوند تیروي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button