روغتیا وزارت: د «تورې‌پوڅکۍ» ناروغۍ پېښې کېدای شي ډېرې شي

عزم(شنبه، ۱۲، چنګاښ ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي، څو ورځې وړاندې په کابل کې د «تورې‌پوڅکۍ» ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده او کېدای شي د دې ناروغۍ پېښې ډېرې شي.

د روغتیا چارسمبالي وزیر وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د مرکز او ولایتونو د روغتیايي ادارو له استازو یې غوښتي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره چمتووالی ونیسي.

د مجروح په خبره، د دې ناروغۍ سره د مبارزې، نښو، علایمو، د انتقال ډول، درملنې  لپاره د عامې روغتیا وزارت د چمتووالي په اړه بحث شوی دی او د اړوند څانګو مسوولینو ته لارښوونه شوې، چې په دې ناروغۍ د ککړو ناروغانو د لاسرسي او درملنې په پار په روغتیايي مرکزونو کې ځانګړي تدابیر ونیسي او په مرکز او ولایتونو کې د کرونا روغتونونو کې دې ورته جلا وارډونه جوړ شي. «د ناروغانو درملنې څرنګوالي، د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړول او په مرکزونو کې د شته امکاناتو د کارولو په پار څو تخنیکي ډلې ګمارل شوې. د دې ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د روغتیايي ادارو همغږي مهمه ده او له ټولو اړوندو بنسټونو غواړو چې د دې ناروغۍ خپرېدو د مخنیوي لپاره یوه همغږي رامنځته کړي.»

د «تورې‌پوڅکۍ» ناروغۍ نښې تبه، ټوخی، خوا ګرځېدل، پر خولې او پوزې تورې لکې او زړه بدوالی دی او په کرونا وایروس ډېر ککړ کسان ورته لاس او ګرېوان دي.

د «تورې‌پوڅکۍ» لومړۍ مثبته پېښه په کابل کې ثبت شوې ده، خو روغتیايي چارواکي وايي هغو کسانو چې د کرونا هندي بڼه تېره کړې، کېدای شي په دې ناروغۍ اخته شي.

په «تورې‌پوڅکۍ» ناروغۍ لومړی په هندوستان کې زرګونه خلک ککړ شول. روغتیايي مسوولین وايي، له دې ناروغانو د درملنې لپاره یوه سترګه ایستل کېږي، ګنې درمنله یې سخته ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: