د اوسپنې پټلۍ اداره: په تېرو شپږو میاشتو کې له ۲ مېلیونو ټنو ډېر سوداګریز توکي وارد شوي

عزم(شنبه، ۱۲، چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۲ مېلیونو او ۱۰۰ زرو ټنو څخه ډېر سوداګریز توکي وارد شوي دي.

د یادې ادارې چارواکي وايي، د اقینې ـ توغونډۍ او مزار شریف ـ حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږدو په منظم ډول روان دی او هره ورځ له دې لارو زرګونه ټنه توکي وارد او صادرېږي.« د سږ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲ مېلیونو او ۱۴۰ زره ټنو ډېر سوداګریز توکي وارد او صادر شوي. په دې موده کې ۲ مېلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي چې عمده برخه یې غذايي او پاتې یې نفتي، ساختماني او نور سوداګریز توکي دي د ۳۳ زره او ۱۳۹ لاریو په وسیله وارد شوي دي. همدارنګه په دې نیمايي مالي کال کې ۴۰زره او ۱۸۲ ټنه تولیدي او سوداګریز توکي له حبوبات، وچې او تازه مېوې او قیمتي ډبرې له هېواده بهر صادر شوي دي.»

د اوسپنې پټلۍ د ادارې د چارواکو په خبره، د پرو سږکال په پرتله سږ کال د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد په بهیر کې ډېروالی راغلی؛ ځکه پرو سږکال په همدې موده کې نږدې ۱ یو مېلیون او ۸۰۰ ټنه توکي وارد شوي وو، خو سږ کال د پرو سږکال په پرتله ۱ مېلیون ډېر توکي وارد شوي دي.«د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د اړینو تدابیرو په نیولو سره غواړي چې د سوداګرو توکو د اوسپنې پټلۍ له لارې په ارزانه بیه، چټک او خوندي دول ولېږدوي.»

د یاد ونې وړ ده، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ د ایران، ازبکستان او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ شبکو سره وصل ده او له دې لارې ډېری سیمه ییزو او یو شمېر نورو هېوادنو ته د پټلۍ خدمتونه ترسره کوي.

افغانستان اوسمهال یوازې په شمال او لوېدیځ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره وصل دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button