تورۍ مو اطراحي سیستم روغ ساتي

هره مېوه او سبزي بېله، بېله ګټه لري، هیڅ داسې خوراکي شی (جنس) نه شته، چې د انساني وجود له پاره بې ګټې وي، که کوم شی راته بې ګټې ښکاري؛ ښايي مونږ یې له فایدې خبر نه یو، که نه یو څه ګټه خو به ضرور لري.
تورۍ چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له هغې ډلې په ختیځو ساحو کې ډیرې پیدا کیږي، د اطراحي سیستم له پاره ګټورې دي او د انسان د بدن دننه همدغه سیستم پیاوړی، روغ او صحتمند ساتي.
تورۍ چې د بېنډۍ، ټېنډۍ، کریلې، بانجانو او… له ډلې ده، په خپل جوړښت کې د نورو توکو ترڅنګ شاوخوا ۸۰ سلنه اوبه هم لري، چې د انسان لوږه او تنده په یوه وخت کې ختموي.
دغه سبزي د تبې، بخار او ټوخي په ختمولو کې هم مرستندویه ده.
تورۍ چې یوه مکمله غذا ده تر ټولو زیاته ګټه یې اطراحي سیستم ته رسیږي او که چیرې تاسې د تشو او ډکو متیازو په خارجولو کې ستونزه لرئ؛ نو په خوراک کې تورۍ وکاروئ، ځکه یاده سبزي د متیازو د خارجېدو پر مهال سوځېدل او ګرماېش له منځه وړي او ستاسې د اطراح مشکلات ختموي.
هېره دې نه وي چې تورۍ د پوتاشیمو، میګنیزیمو، ویټامینونو، فایبر او یوه اندازه پروټینو درلودونکې ده.
که د تورۍ د حاصلاتو خبره وشي؛ نو په کوم کال چې وکرل شي؛ په هماغه کال بېرته حاصل ورکوي. بوټي یې جلغ لري او د یو اوږد تار په څير نورو ونو او لوړو ځایونو باندې خیژي. ښکلی ګل او پرې، پرې پاڼې لري.
باید وویل شي چې تورۍ یوازې په پخ شوي ډول خوړل کیږي، خلک یې بېلې هم پخوي او کله ناکله یې نورو قطغونو (خوراکونو) ته ور ګډوي.
همداراز له توریو په زیاتو حکیمي دوایانو کې هم کار اخیستل کیږي.

ژباړه او زیاتونه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button