بدخشان: طالبانو درې نورې ولسوالۍ «شهدا، زیباک او اشکاشم» ونیولې

تر دې مهاله د بدخشان ولایت ۱۹ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې. دغه ولسوالي عبارت دي له....

  عزم یکشنبه،۱۳چنګاښ،۱۴۰۰): د بدخشان ولایت کې د طالبانو ګړندي او غښتلي پرمختګونه دوام لري او نن یې د دغه ولایت ګڼې نورې ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.
طالبانو ویلي چې نن تر ماسپښین وروسته یې د دغه ولایت د شهدا، زیباک او اشکاشم مهمې او ستراتیژیکې ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.
طالبانو ویلي، په اشکاشم او شهداء ولسوالیو کې ورته عسکرو وسله په ځمکه ایښې او له دوی سره یوځای شوي دي.
د طالبانو اعلامیه وایي، له زیباک ولسوالۍ څخه دولتي عسکرو شاتګ کړی او د ولسوالۍ د مرکز په ګډون ټولې سیمې د دوی لاس ته لویدلې دي.
طالبانو ویلي، دریو واړو ولسوالیو کې په زیات شمیر وسلې، مهمات او وسایط په لاس ورغلي دي.

تر دې مهاله د بدخشان ولایت ۱۹ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې. دغه ولسوالي عبارت دي له؛ یمگان، ارغنج‌خواه، خاش، تشکان، تگاب، وردوج، کشم، یفتل پائین، درایم، ارگو، راغستان، کوهستان، کوف آب، جرم، بهارک، زیباک، اشکاشم، شهداء او شهربزرگ ولسوالیو څخه؛ چې ټولې له تیرې اونۍ را په دې خوا د طالبانو لخوا نیول شوې دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: