غزني: پر زده کوونکې د جنسي تيري په تور ښوونکی په لس کاله بند محکوم شو

غزني ( عزم: سه شنبه، ۱۰ ليندۍ،۹۴ ل) د غزني ولايت استيناف محکمې پر يوې نجلۍ د جنسي تيري په تور يو ښوونکی په لس کاله بند محکوم کړ
۱۵ کلنه نجيبه چې د روان لمريز کال د غوايي په مياشت کې يې د غزني په يو کورس کې د سواد زده کړې ترسره کولې د کورس د ښوونکي محمد بخش او د هغه ورور علي بخش له لوري پرې څو څو ځله جنسي تېري شوي دي.
د نجيبې کورنۍ هغه مهال د تورنو کسانو په اړه پوليسو ته شکايت وکړ چې څو مياشتې وړاندې د جغتو په ولسوالۍ کې ونيول شول او د غزني ښاري محکمې دواړه تورن کسان په درې درې کاله بند محکوم کړل.
خو وروسته د نجيبې کورنۍ د محکمې د پريکړې او په درې کاله کم بند راضي نه شول او له محکمې څخه يې وغوښتل چې يادو مجرمينو ته سخته سزا ورکړي، چې نن په غزني کې د يادې پېښې عاملينو ته د سزا ورکولو په موخه علني محکمه جوړه شوه چې محمد بخش او ورور يې په لس لس کاله بند محکوم کړل.
د محکمې په پاى کې د غزني د استيناف محکمې مشر محمد علي کريمي وويل چې د دې محکمې د قضايي پلاوي د پرېکړې له مخې، علي بخش په لس کاله بند محکوم دى
خو علی بخش د يادې محکمې پرېکړه غيرعادلانه وبلله.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ديمواکراسۍ تر راتګ وروسته د جنسي تيريو پېښې زياتې شوي چې له امله يې ګڼ شمېر افغانۍ ميرمنۍ ښکار کيږي.

 عبداللطیف نظیف
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button