د سلطان صلاح الدین ایوبي ژوند او کارنامې «لومړۍ برخه»

امین وردګ

فاتح سلطان، غازي، ابو مظفر، ملک، ناصر، صلاح الدین، یوسف ابن ایوب (رحمة الله تعالی علیه) د نجم الدین ایوب زوی او د اسدالدین شیرکوه وراره دی.

د سلطان صلاح الدین اصلي نوم یوسف او تخلص یې ایوبي و، د بیت المقدس دغه ستر فاتح په (۵۳۲) هجري قمري کال د بلاد الشام په شمال (تکریت؛  اوسني عراق) کې دنیا ته راغلی؛  په خټه کُرد او په اهل سنة والجماعت فرقه کې شافعي مذهبی دی.

د نوموړي پلار (ایوب) چې کنیه یې نجم الدین دی – په یاده سیمه (تکریت) کې د یوې نظامي کلا حاکم و، بیا یې د بغداد د وزیر (بهروز) د فشار له امله د حلب او موصل حاکم (عمادالدین زنګي) ته پناه وروړه او هغه یې په ورین تندي هرکلی وکړ.

وړوکی یوسف صلاح الدین د همدغه غموونکي او دردوونکي هجرت په لومړنۍ شپه دنیا ته راغی، د ژوند اولنی سفر یې د اوښ پر شا پیل کړ او له تکریت څخه حلب ته مهاجر شو.

د موصل او حلب حاکم (عماد الدین زنګي) هغه مهال یوازنی مسلمان امیر و، چې په شام کې یې له یرغلګرو اروپایانو سره ټټر- په ټټر جګړه پیل کړه.

کله چې عماد الدین زنګي د حمص پر حاکم (معین الدین انار) باندې د حملې تابیا نیوله (ځکه چې دمشق د اروپایانو او زنګي تر منځ خنډ و او له اروپایانو سره یې اوربند امضاء کړی و، نو اروپایان یې مخې ته ور ووتل، د دواړو لوریو تر منځ سخته جګړه ونښته، خو جګړه د توریالي او زړور امیر (عمادالدین زنګي) په ګټه پای ته ورسېده.

په یاده جګړه کې یې د ترابلوس حاکم (چې یو فرانسوی و) هم اسیر کړ، اما! د قدس پاچا له جګړې څخه ژوندی و وت او د بحرین نظامي پایګاه (بني یاس) ته یې ځان ورسولو، خو زنګي هغه کلا هم کلابنده کړه، تر دې چې د قدس پاچا د سولې وړاندیز وکړ، نتیجتاً کلا زنګي ته وسپارل شوه او پاچا په امن کې د قدس په خوا ووت.

کله چې د زنګي لښکرې په بني یاس کې ځای پر ځای شوې، نو یې په بعلبک (اوسني لبنان) برید وکړ او هغه ښار یې هم فتح کړ،  بیا یې د هغه ځای حاکمیت د سلطان صلاح الدین پلار (نجم الدین ایوب) ته وسپارلو، له هغه وروسته یې حمص هم تصرف کړ، مګر د حمص پخوانی حاکم (انار) دمشق ته لاړ او د دمشق د حاکم تر وژل کېدو وروسته؛ د هغه ځای امیر شو.

نور بيا….

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button