ړوند چنايي وګړی د اسیا لومړنۍ کس شو چې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې (ایوریسټ) ته خیژي

عزم (دوشنبه، ۱۴چنګاښ ۱۴۰۰): “د خطرونو لوبغاړی” هغه اصطلاح ده چې خلک یې ځینو لیونیو او جنوني سیلانیانو ته کاروي، دوی چې له سختو، ورانو ویجاړو، ډارونکو او ډېرو لوړو او سترو ځایونو لیدنه کوي، ډول ډول خطرونو سره مخ کیږي.
د چین ژانګ هونګ هغه انسان دی چې سترګې یې کار نه کوي، ړوند دی؛ خو ویې کولی شول په ۴۶ کلنۍ کې د نړۍ له ټولو ستر او اوچت غره (همالیا) نه لیدنه وکړي.
نوموړی د همدې بریالي سفر په دوران کې د همالیا تر ټولو لوړې څوکې ته چې لوړوالی یې له ۸۸۰۰ مترو نه هم زیات دی؛ وخوت.
ډیلي نیوز چنایي ورځپاڼې لیکلي: نوموړی د نړۍ دریم او د اسیا لویې وچې لومړنی نابینا (ړوند) وګړی شو چې د ایوریسټ لوړې څوکې ته خیژي.
له دې وړاندې امریکايي ړوند وګړي ایرک وائنمیر د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۱ کال کې ایوریسټ ته سفر کړی و.
د ژانګ هونګ ملګری کیانګ زی چې هغه ته یې د سفر لارښوونې کولی، رويټرز اژانس ته ویلي: «ژانګ هونګ د ګلوکوما ناروغۍ له امله په ۲۱ کلنۍ کې ړوند شوی و؛ خو هغه له کلونو هیله درلوده چې د همالیا غره لوړې څوکې ته ورسیږي».
بل لور ته ژانګ هونګ رسنیو ته ویلي: زه د سفر په دوران کې ډېر وېرېدم، ما لاره په خپلو سترګو نه لیدله، ډېر ځله به غورځېدلم؛ خو بېا به پورته شوم.
د ده په خبره: «که یو څوک قوي ذهن او مضبوطه اراده ولري؛ نو ایوریسټ څوکې ته رسېدل هیڅ هم نه دي؛ خیر که لاسونه، پښې، سترګې او یا د بدن کوم غړی مو سم کار نه کوي».
باید وویل شي چې د نیپال سیاحتي ملي ادارې د کرونا له امله ایوریسټ لوړې څوکې ته د سیاحانو تګ راتګ محدود کړی و؛ خو د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۳۵۰ تنو یادې لوړې څوکې ته کامیاب سفرونه کړي.
په دغو کسانو کې د هانګ کانګ اوسېدونکې سانګ ین هنګ هم وه، چې تر ټولو په کم وخت (۲۶ ساعتونو) کې مونټ ایوریسټ ته ورسېدله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button