شیاومي په ۸ دقیقو کې ۱۰۰ سلنه موبایل چارج کوونکی چارجر جوړ کړ

عزم (دوشنبه، ۱۴چنګاښ ۱۴۰۰): د ځیرکو موبایلونو او نورو الکترونیکي وسایلو جوړونکي مشهور چنايي شرکت «شیاومي» بازار ته د داسې چارجر وړاندې کولو ادعا کړې، چې له ۱۰ دقیقو وړاندې مو موبایل ۱۰۰سلنه چارج کولی شي.
د شیاومي له رسمي انټرنیټي ادرسه په خپاره شوي خبر کې راغلي، چې: کمپنۍ په ۸ دقیقو کې د ځیرکو موبایلونو بیټرۍ چارج کوونکی چارجر جوړ کړی.
خبر زیاته کړې: «دغه چارجر ۲۰۰ واټه دی، چې یوازې په ۸ دقیقو کې د ځيرکو موبایلونو بیټرۍ له ۰ نه تر ۱۰۰ سلنې چارج کوي».
شیاومي شرکت په خپلو رسمي ادرسونو د چارجر انځورونه او ویډیو هم نشر کړي.
په ویډیو کې لیدل کیږي، چې نوی چارجر د ځیرک موبایل ۴۰۰۰ امپیره بیټرۍ ۴۴ ثانیو کې ۱۰ سنله، په ۳ دقیقو کې ۵۰ سلنه او په ۸ دقیقو کې پوره سل سلنه چارج کوي.
تر اوسه چنايي شرکت بازارونو کې د یاد چارجر د خرڅلاو په او بیې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو رسنیزې سرچینې وایي: ډیر ژر به دغه ځانګړي چارجرونه په عامو بازارونو کې هم پیر او پلور ته تیار شي، چې بیه یې ښایي ډېره لوړه وي، ځکه د وخت، برېښنا او پیسو د زیات مصرف مخنیوی کوي.
باید وویل شي چې شاوخوا ۲ کاله وړاندې شیاومي کمپنۍ ۱۰۰ واټه چارجر بازار ته وړاندې کړی و، چې د عادي ځیرک موبایل بیټرۍ یې په ۱۷ دقیقو کې ۱۰۰ سلنه چارجوله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button