مسیر ورځپاڼه: حکومت باید نور له “سرو کرښو” تېر شي او د سولې خبرو ته راوګرځي

عزم(سه شنبه، ۱۵، چنګاښ ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د سولې په اوسنیو پیل شویو خبرو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: په دوحه کې د سولې خبرې پیل شوي، خو رسنیو ته څه نه وايي.

«د افغان حکومت او د سولې مذاکراتي ټیم د تماس ګروپونو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دوحه کې خبرې پیل کړې دي. دواړه لوري دا خبرې تاییدوي، خو وايي چې د ګډې پرېکړې له مخې په دې تړاو رسنیو ته څه نه وايي. ویل کېږي چې د بندیانو خلاصون، اوربند، انتقالي حکومت او د راتلونکي نظام ډول او اساسي قانون هغه موضوعات دي چې خبرې پرې کېږي. په دوحه کې د دواړو اړخونو تر منځ د سولې خبرې په داسې وخت کې بیا پیل شوې چې په کور دننه پراخه جګړه روانه ده، طالبانو تر سلو زیاتې ولسوالۍ لاندې کړې، حکومت هم د طالبانو پر ضد پر خلکو وسلې ویشي، ملیشې جوړوي او حکومتي چارواکي د طالبانو پر ضد تونده او سخته ژبه کاروي.»

د سرلیکنې له مخې، له اوسنۍ جګړې ځینې بهرنیان هم وېره لري او خپلو ګټو ته یې ګواښ ګڼي او غواړي چې د سولې خبرې پیل شي.

«دا فشار یوازې د افغاني اړخونو نه و، بلکې په نړیواله کچه هم دواړه اړخونه تر فشار لاندې وو چې ژر خبرو ته وګرځي او خبرې پیل کړي. له بله اړخه د جګړې له روان ډول څخه ځینو بهرنیانو هم وېره لرله او دا چاره یې  خپلو ګټو ته ګواښ ګڼله، نو ځکه یې پرله‌پسې د خبرو د پیل غوښتنه کوله او پر دواړو اړخونو یې فشار راوړ. له همدې امله د دواړو ټیمونو د تماس ډلو  خبرې پیل کړې او داسې تمه کېږي چې ښايي ژر د دواړو ټیمونو تر منځ جدي او مهمې خبرې هم پیل شي.»

د مسیر په باور، له حکومت لا هم د انعطاف هیله نه کېږي؛ ځکه فکر کوي چې طالبان به مات کړي او د دوی واکمني به نوره هم پاتې شي؛ خو واقعیت دا دی چې طالبان پیاوړي شوي دي.

«دا ځل خبرې په داسې وخت کې پیلېږي چې نږدې ټول بهرني ځواکونه وتلي دي او پاتې هم په لنډو ورځو کې وځي. له بله اړخه حکومت اړ باسي چې انعطاف وښيي، ځکه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان پیاوړي او حکومت کمزوری شوی دی. طالبانو تر سلو ډېرې ولسوالۍ لاندې کړې او د لا زیات پرمختګ شونتیا یې هم شته. له همدې امله دواړه اړخونه په یوه متفاوت حالت کې دي. له بله اړخه دا ځل فشار یوازې د امریکا هم نه دی، بلکې د نورو هېوادونو فشار هم شته چې د سولې خبرې پیل شي او یوې پایلې ته ورسېږي. اوس به نه د حکومت هغه سرې کرښې او شرطونه پاتې وي. خو له دې سره سره اندېښنې هم شته او لا هم ځینې داسې مسایل شته چې ښکېل اړخونه به د سولې پر ځای جګړې ته ترجیح ورکړي. طالبان وروستیو پرمختګونو فکر کوي چې ټول افغانستان په زور نیولی شي او حکومت به ژر له پښو وغورځوي. حکومتي چارواکي بیا د بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکا په دې ژمنو ډاډه دي چې طالبان به ښارونه نه لاندې کوي. حکومتي چارواکي فکر کوي چې واکمني یې لا هم دوام کولی شي، نو ځکه به پوره انعطاف ونه ښيي. د افغانستان د خلکو هیله ده چې دواړه اړخونه حالات درک کړي، واقعیتونه ومني، د خلکو غږ واوري او نور په واقعي مانا د سولې خبرې وکړي، جګړه څنګ ته کړي، له دې فرصته استفاده وکړي او د سولې خبرې بریالۍ کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button