د حاجيانو لپاره ضروري شيان او ضروري لارښووني

 

۱. يو وړوکي قران .
۲. دماثورو دعاوو کتاب، دحج اوعمرې لارښود، او تسبيح .
۳. دڅپلکو لپاره دوه لفافې چې مسجد حرام ته د ننوتلو پر مهال به په کې خپلې څپلکې خوندي کوئ او له ځان سره يې مطاف ته هم وړلي شئ .
۴. که عينکې کاروئ، يوه جوړه اضافي عينکې او دعينکو نومره (نمبر) ځان سره خوندي کړئ .
۵. د تذکرې يوه کاپي .
۶. يو د کاليو بيګ .
۷. له موسم سره سم څلور جوړې جامې .
۸. دوه جوړې د حج څپلکې .
۹. دوه احرامونه، يو دحج لپاره او بل د عمرو لپاره .
۱۰. اينه، ګومنځ، دسر تېل او رانجه .
۱۱. چاکو، بياتي، نوکتراش، د وېښتو خرېيلو ماشين .
۱۲. يو ځان پاک او يو لاس پاک .
۱۳. مسواک، دغاښونو برش، او کريم .
۱۴. يوه کاسه، ترموز، قاب، پياله، د مالګې ډبي، قاشوغه .
۱۵. صابون، شامپو، تشناب کاغذ.
۱۶. وچ شين چاي، هيل او ورسره وچه ميوه لکه بادام، پسته، چارمغز، مميز او نخود .
۱۷. ستن او د تار ګوټک.
۱۸. که ناروغ ياست، خپل درمل او د درملو نسخه، دغه راز د عمومي ناروغيو درمل لکه د زکام، د خيټې درمل (فلاجيل او ميټودائن ګولۍ).
۱۹. يولوي څادر، چې د شپې له خوا يې وکاروئ .
اړينې لارښوونې
۱. د حج په اوږد سفرکې بايد دا له ذهنه و نه باسئ چې تاسې د يوې سترې فريضې ترسره کولو لپاره د الله مېلمانه ياست؛ نو خپل ارزښتناک وخت مو د الله جل جلاله په عبادت، تلاوت، ذکر او فکر کې تېروئ، په بازارونو کې له ګرځېدلو او بې ځايه وخت تېرولو څخه ځانونه په کلکه وژغورئ .
۲. هر وخت په هر ځاي کې او د حج په سفر کې په ځانګړې توګه پاکوالي ته پوره پاملرنه کوئ، که د بدن پاکوالي وي، دکاليو او يا هم دعمارې او خونې .
۳. کله چې عمارې ته د لومړي ځل لپاره ولاړ شئ؛ نو عماره مو ښه په نښه کړئ او بيا چې کله حرم ته راځئ؛ نو عمارې څخه مسجد حرام ته په لاره سترې سترې نښې ښې وپېژنئ، څو د دوهم ځل لپاره خپله عماره پيداکول درته اسانه وي .
۴. په الوتکه يا بسونو کې دخپل سامان د کېښودلو پرمهال ځان ښه ډاډه کوئ، هسې نه سامان مو پاتې شي .
۵. عمارې ته له رسېدلو وروسته خپل ارزښتناک توکي يا سامان يا پيسې خوندي کړئ، او که شونې وي پيسې مو په درېو برخو وويشئ او هره برخه په بېل بېل ځاي کې خوندي کړئ .
۶. کله چې له عمارې څخه مسجدحرام ته ځئ، يا د بل کار په موخه له عمارې څخه وځئ؛ نو د خونې پکي، ارکنډېشن او چراغونه ګلوئ، دغه راز د دروازې بندول له هېره مه باسئ .
۷. د خونې کلي مو خوندي کوئ او له عمارې څخه د وتلو پرمهال خپله کلي دعمارې له څوکيدار سره جمع کوئ .
۸. په خونه کې ټول اوسېدونکي مساوي حقوق لري؛ نو کوښښ کوئ چې د بل ملګري حق تر پښو لاندې نه کړئ، او مه هم د نورو ملګرو له اجازې پرته خپل خپلوان او ملګري خونې ته بيايئ .
۹. په ټول سفر کې عموما او په ځانګړې توګه د ګڼې ګوڼې پر مهال ماشومانو، زيات عمرلرونکو، او نورو اړينو خلکو ته د مرستې لاس ورکوئ .
۱۰. که چېرې خپلو خپلوانو يا ملګرو ته ډالۍ، سوغاتونه، يا کومه بله سودا کوئ؛ نو لومړي د اړينو ډاليو نوملړ وليکئ او بيا بازار ته ولاړ شئ، که چېرې پرته له نوملړ څخه بازار ته ولاړ شئ؛ نو کيداي شي په بازار کې د اړينو توکو پرځاي نور هغه څه وپېرئ چې اړين نه وي .
۱۱. د سودا کولو پر مهال مو بايد دا په ذهن کې وي چې په الوتکه کې هر حاجي سره دځانګړي اندازې وزن سامان پرېږدي؛ هسې نه چې سودا مو زياته شي او د زيات وزن په بدل کې بيا د پيسو ورکولو توان ونه لرئ .
۱۲. په مسجدحرام کې نژدې د هر فرض لمونځ وروسته د جنازې لمونځ کيږي؛ نو پام مو وي چې له فرض لمونځ وروسته د يو څه وخت لپاره ذکر کوئ، که د جنازې لمونځ وي؛ نو جنازه وکړئ؛ ځکه چې په حرم کې د جنازې لمونځ هم زيات ثواب لري او که جنازه نه وي؛ نو بيا خپل نفل او سنت کوئ .
۱۳. کله چې حاجي مکې ته ولاړ شي، هغه ته دوه کارتونه ورکول کيږي، د عمارې کارت او دحاجي کارت چې په لومړي کارت کې ستاسو دعمارې پته (ادرس) ليکل شوي وي او په دوهم کارت ستاسو پوره هويت او ادرس ليکل شوي وي، چې دواړه کارتونه خوندي کول ډېر اړين دي، په ځانګړې توګه زيات ورکېدونکو کسانو ته لکه ښځې او زيات عمرلرونکي حاجيان، دغه راز هر حاجي ته دلاس يوه پټۍ ورکول کيږي چې د هغې خوندي کول هم اړين دي .
۱۴. ښځې له محرم پرته بايد دباندې ونه وځي.
۱۵. زياتې نغدې پيسې له ځان سره مه ګرځوئ، ځکه چې د غلاکېدو وېره يې وي .
۱۶. د مسجدحرام يوه دروازه د تګ راتګ لپاره وټاکئ، او ښه يې په نښه کړئ په ځانګړې توګه ښځې او زيات عمرلرونکي حاجيان؛ هسې نه چې ورک شئ .
۱۷. په مسجدحرام کې دې ښځې د ناستې او لمونځ لپاره يو ځانګړي ځاي وټاکي، څو محرم يې په لټه کې ستړي نشي .
۱۸. مکې ته د عبادت کولو په موخه ځئ؛ نو هلته په بازارونو کې له زياتې ګرځېدنې څخه ډډه کوئ .
۱۹. له حج نه وړاندې د حج د ځايونو (عرفات، مزدلفه او مني) څخه ليدنه وکړئ؛ څو حج درته اسانه شي .
۲۰. خپل کار په خپله کوئ او د بل چا لخوا دخدمت کولو هيله مه لرئ، که څه هم هغه بل څوک مو ښځه، يا بل نژدې خپلوان وي .
۲۱. د ورکو کسانو د پيداکولو په موخه د مسجدحرام خوا شاته مرکزونه شتون لري، چې يو يې دباب العمرې خوا ته دي، که څوک مو ورک شي، هلته يې لټه کوئ، هغوي هر شونې مرسته در څخه نه سپموي.
۲۲. د ورکو شيانو لپاره هم زيات مرکزونه دي، چې يو يې د صفا او مره شاته ميلينو اخضرينو ته مخامخ د ابوجهل حمامونو پر سر دي، که څه مو ورک شي، هلته يې لټوئ .
۲۳. د ورکو شويو ماشومانو مرکز باب العمرې ته مخامخ دي، که خداي مه کړه، ماشوم مو ورک شي، هلته يې پوښتنه کوئ .
‍۲۴. د معذورانو د بايسيکلونو مرکز د صفا په لومړي پوړ کې دي، که کوم معذور تن درسره وي، هلته ورته بايسيکل په کرايه اخيستلي شئ .
۲۵. تشنابونه او حمامونه د ملک عبدالعزيز دروازې ته څېرمه، د باب الفهد او باب عبدالعزيز ترمنځ، د باب المروه په خوا کې، او په شاميه کې باب المدينې ته مخامخ دي، د اړتيا په موخه نژدې تشنابونو ته ورځئ.
د احرام تړلو په اړه يوه ګټوره مشوره
غوره دا ده چې له پرواز وړاندې د احرام غسل په خپل کور کې وکړئ او داحرام نيت او تلبيه مه وايئ، يوازې داحرام په ټوکرونو څوک نه محرم کيږي، کله چې الوتکه کې سپاره شئ او پرواز وکړئ؛ نو داحرام نيت او تلبيه ووايئ، اوس تاسو محرم شوي او د احرام له ممنوعاتو څخه به ځان ساتئ.
دا مشوره ځکه اړينه ده که تاسو له خپل کور څخه احرام وتړئ او د احرام نيت او تلبيه هم ووايئ؛ نو تاسو محرم شوئ او د احرام له ټولو ممنوعاتو څخه به ځان ساتئ او خداي مه کړه که پرواز مو زيات وځنډيږي؛ نو په تکليف به شئ او دا به درته ګرانه وي چې د اوږدې مودې لپاره د احرام له ټولو ممنوعاتو ځانونه وساتئ او که ترسره کوئ يې، دم به درباندې واجبېږي.
يادونه
دا ټول هغه وخت چې دالوتکې پرواز مو دجدې هوايي ميدان ته وي او که پرواز مو دمدينې منورې هوايي ميدان ته وي؛ نو احرام به نه تړئ پرته له احرام څخه به مدينې ته ځئ او مدينې نه چې کله مکې ته ځئ نو “ابار علي” څخه به ميقات تړئ.
په هوايي ميدان کې
له پرواز څخه څو ساعته مخکې دهوايي ميدان د انتظار صالون ته ځان ورسوئ، هلته چې څومره وخت درسره وي په ذکر او فکر کې يې تېر کړئ، بې ګټو خبرو او بد- رد ويلو څخه ځانونه په کلکه وژغورئ، ځکه چې د يو ستر عبادت پيل له بدو او ناروا کارونه څخه شرعا او عقلا ښه کار نه دي.
الوتکې ته ختل
الوتکې (طيارې) ته په ختلو يا د سامان په لېږدولو کې يو بل سره شخړې او جنګونه مه کوئ، ځکه چې الوتکه دټولو سپرليو له ختلو او دهغو د سامان خوندي کولو نه مخکې پرواز نه کوي؛ نو الوتکې ته په ختلو کې يا سامان لېږدولو کې بېړه او بې نوبتي مه کوئ.
د الوتکې له پرواز نه مخکې
کله چې الوتکه پرواز وکړي؛ نو دسفر لاندېنۍ دعاوې ولولئ:بسم الله، الحمد لله، سبحان الذي سخر لنا هذا وما کنا له مقرنين، وانا الي ربنا لمنقلبون، الحمدلله، الحمدلله، الحمدلله، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، سبحانک الله اني ظلمت نفسي فاغفر لي، فانه لا يغفر الذنوب الا انت.([1])
اللهم انا نسئلک في سفرنا هذا، البر والتقوي، ومن العمل ماترضي، اللهم هون عليناسفرنا هذا، واطو عنا بعده، اللهم انت الصاحب في السفر والخليفة في الاهل، اللهم انا نعوذ بک من وعثاء السفر، وکابة المنظر، وسوء المنقلب في المال والاهل، ([2])
دسفر پر مهال شور او غوغا مه کوئ، خداي مکړه، نور مسلمانان درڅخه تکليف نشي او مسلمانانو ته تکليف ورکول حرام دي.
الوتکه کې
کله چې طياره يو څه مزل وکړي؛ نو داحرام نيت او تلبيه ووايئ او هغه څوک دې په الوتکه کې احرام وتړي چې په کور کې يې نه وي تړلي، دغه راز دحج او عمرې لارښود هم در سره واخلئ او د لارې په اوږدو کې يې مطالعه کوئ.
څلورو نه تر پنځوو ساعتونو کې الوتکه له افغانستان څخه جدې ته رسېږي، د جدې په هوايي ميدان کې د الوتکې له ناستې نه وروسته کله چې درته د الوتکې کارکوونکي د کوزېدو اجازه درکړي؛ نو په ډېر سکون او اطمينان سره له طيارې کوز شئ، په کوزېدلو کې يو بل ته ټېلې يا ديکې مه ورکوئ او مه هم له خپل نوبت نه مخکې د کوزېدلو هڅه کوئ.
دجدې هوايي ميدان
د جدې هوايي ميدان کې د پاسپورټ کړنې نږدې څو ساعتونه وخت نيسي، د ټولو کړنو له بشپړولو وروسته د بعثې مسؤلين د بس موټر انتظام کوي، کله نا کله په هوايي ميدان کې يوه يا دوه ورځې تېرې شي، پام مو وي چې په دغه موده کې چاته بد- رد يا چا سره شخړه ونه کړئ، بلکې په دغه موده کې تلبيه او ذکر کوئ او له صبر او زغم څخه کار اخلئ، الله Y به د صبر ثواب درکوي.
د حرم حدود
له جدې څخه مسجدحرام پورې ټول واټن اتيا(۸۰) کيلو متره دي او له جدې څخه دحرم تر پولو(حدودو) اووه پنځوس (۵۷) کيلو متره واټن دي، دحرم له پولو څخه دوه کيلو متره مخکې يوه پوسته ده چې هم دلته د نامسلمانانو سړک بېلېږي چې پرې يې ليکي دي : لغير المسلمين (دنامسلمانانو لپاره) له دغه ځاي څخه نژدې دوه کيلومتره وړاندې دحرم پولې پيلېږي، همدلته دحرم دپولو په نښه کولو په موخه دسرک دواړو غاړو ته محراب ډوله ستنې جوړې شوي دي او يوه لوحه هم زړول شوې ده چې پرې ليکل شوي دي: بداية حدود الحرم (دحرم دپولو پيل).([3])
يوه تېروتنه او اصلاح يې
دحرم له پولو څخه نژدې څلور کيلو متره وړاندې دسرک پر سر يو لوي رهيل جوړ شوي دي چې ځينې خلک دغه رهيل د حرم دپولو پيل بولي چې دا سهي نه ده؛ بلکې دحرم پولې له دغه رهيل څخه نژدې څلور کيلو متره ور هاخوا پيل کيږي.([4])
حرم ته ننوتل
کله چې دحرم پولو ته ورسېږئ، دا دعا ولولئ: اللهم هذا حرمک وامنک فحرمني علي النار وامني من عذابک يوم تبعث عبادک واجعلني من اوليائک واهل طاعتک.([5])
له دې وروسته کومه ځانګړې کړنه نشته چې ترسره يې کړئ، بس په لاره تلبيه زياته وايئ او د احرام مستحبات په پام کې نيسئ (داحرام مستحبات په درېمه برخه کې تفصيلا بيان شوي دي، هلته يې وګورئ).
په هوټل (عماره) کې
بس به مو هغه عمارې ته ورسوي چې تاسو ته ځانګړې شوې ده، هلته به مسؤل کسان په خونه کې يو کټ در کړي او په همدې خونه کې به خپل سامان خوندي کړئ، دا په مکه کې ستا استوګنځاي دي.
سامان خوندي کول
له سامان خوندي کولو وروسته چې له لارښود مولوي صاحب سره او يا پخپله مسجد حرام ته تلئ؛ نو لومړي خپلې عمارې ته په ځير وګورئ او په ځينو نښو يې وپېژنئ او بيا په لارې کې سترې سترې نښې تر سترګو کوئ، څو په بېرته راتلو خپله عماره ورکه نه کړئ.
مسجد حرام او طواف
مسجد حرام ته چې ورسېږئ، که اودس مو نه وي، اودس وکړئ او بيا مسجدحرام ته دننوتلو پر وخت ښۍ پښه دننه او دا دعا ولولوئ:بِسْمِ اللَّهِ والصلاة وَالسَّلَامُ عَلَى رَسُولِ اللَّه، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذُنُوبِي وَافْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ. ([6])
په مسجد حرام کې د اعتکاف نيت وکړئ او پام مو وي چې په ګڼه ګوڼه کې چا ته تکليف ونه رسوئ، ځکه چې مسلمانان ورور ته تکليف رسول حرام دي.
پر کعبې لومړي نظر
کله موچې لومړي کعبه ترسترګو شي؛ نو درې ځله الله اکبر، لا اله الا الله ووايئ بيا لاسونه پورته او په اخلاص سره له الله Y څخه دعاوې وغواړئ، ځکه چې دا د دعا دژرقبليدو وخت دي.([7])
طواف ته چمتووالي
له دعا وروسته به تحية المسجد نفل لمونځ نه کوئ، ځکه چې طواف د مسجدحرام تحية المسجد دي؛ نو دطواف تياري به کوئ، که اودس مو نه وي اودس به کوئ، ځکه چې پرته له اوداسه طواف کولو باندې دم واجبېږي او که له طواف وروسته مو د حج دسعي اراده وي؛ نو اضطباع هم وکړئ يعنې د احرام ټوکر له ښي بغل لاندې وباسئ او په کيڼې اوږې يې واچوئ داسې چې ښۍ اوږه مو لوڅه وي.([8])
يادونه : اضطباع يوازې نارينه وو لپاره ده، ښځې به اضطباع نه کوي. ([9])
دطواف نيت
اوس نو حجر اسود ته مخامخ داسې ودرېږئ چې بشپړه حجر اسود مو ښي لوري ته پاتې شي او له لاسونو پورته کولو پرته دطواف نيت په زړه کې وکړئ او په ژبه به داسې نيت کوئ: اللهم اني اريد طواف بيتک الحرام سبعة اشواط فيسره لي وتقبله مني.([10])
ژباړه: اې الله زه ستا دکور اووه دوره طواف کول غواړم، راته يې اسانه او را نه يې قبول کړې.
استلام
اوس که شونې وه او چاته تکليف هم نه رسېدي؛ نو د حجر اسود استلام وکړئ داسې چې دواړه ورغوي په حجر اسود داسې کېږدئ لکه په سجده کې چې يې پر ځمکه ږدئ او د دواړو لاسونو تر منځ حجر اسود ښکل کړئ، که ښکلول يې شوني نه وي؛ نو لاسونه يا يوه لښته په حجر اسود ولګوئ او هغه ښکل کړئ، که دا هم شونې نه وي؛ نو دغوږونو په برابري دواړه لاسونه حجر اسود ته داسې مخامخ ونيسئ چې دلاسونو منځنۍ برخه حجر اسود ته مخامخ وي او شاتنۍ برخه يې ستاسو لورته وي او بيا خپل لاسونه ښکل کړئ او دا دعا ولولئ:بسم الله والله اکبر، اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشريک له، واشهد ان محمدا عبده ورسوله.([11])
تلبيه درول
دطواف لومړي دور پيل کولو نه مخکې به تلبيه دروئ، په طواف کې او له طواف وروسته تر بلې عمرې يا دحج احرام تړلو پورې به تلبيه نه وايئ.([12])
طواف پيلول
استلام يا د استلام اشارې نه وروسته ښي لور ته تاو شئ او دکعبې د دروازې په لور طواف داسې پيل کړئ چې په طواف کې مو اوږه د کعبې خوا ته وي، پام مو وي چې په طواف کې داستلام له وخت پرته سينه يا شا کعبې ته ګرځول روا نه دي. ([13])
د طواف دورونه
د طواف ټول اووه دوره دي لکه څرنګه چې په درېمه برخه کې بيان شول، هر دور يې له حجر اسود څخه پيل کيږي او په حجر اسود پاي ته رسېږي.
رمل
که له طواف وروسته دحج سعي کوئ؛ نو رمل کوئ يعني د طواف په لومړيو دريوو دورونو کې لوړ لوړ قدمونه پورته کوئ او د پهلوانانو غوندې اوږې خوځوئ. ([14])
يادونه : که له طواف ورسته مو دسعي اراده نه وي؛ نو په طواف کې اضطباع او رمل مه کوئ. ([15])
يادونه : ښځه به نه رمل کوي او نه هم اضطباع.([16])
مهمې لارښوونې
۱. که داستلام له کبله کوم بل مسلمان ورور ته تکليف رسيده؛ نو استلام پرېږدئ او يوازې داستلام په اشاره بسنه وکړئ، ځکه چې استلام سنت او مسلمانانو ته تکليف يا اذيت رسول حرام دي او په سنتو دعمل کولو لپاره حرام ترسره کول شرعا روا نه دي.([17])
۲. که د احرام په حالت کې طواف کوئ؛ نو حجر اسود، رکن يماني او ملتزم باندې لاسونه مه لګوئ، ځکه چې پر دغو درېو ځايونو عطر لګول کيږي، هسې نه چې دم در باندې واوړي.([18])
رکن يماني
د طواف په ترڅ کې چې رکن يماني ته ورسېږئ؛ نو که بل مسلمان ته له تکليف رسولو پرته شونې وه چې رکن يماني په دواړو يا يو ښي لاس لمس کړئ؛ نو لمس يې کړئ او که نورو خلکو ته تکليف و، بيا ترې تېرېږئ، اشاره ورته کول يا يې ښکلول روا نه دي. ([19])
د رکن يماني او حجر اسود تر منځ دعا
د رکن يماني او حجر اسود تر منځ دا دعا لولوئ: ربنا اتنا في الدنيا حسنة وفي الاخرة حسنة وقنا عذاب النار.([20])
استلام يا اشاره
دطواف له هر دور وروسته که شونې وه د حجر اسود استلام يا ورته اشاره وکړئ ،څرنګه چې مو د طواف په پيل کې کړې وه، دغه راز به ستاسو دطواف اووه دورونه له اتو استلامونو يا د استلام له اشارو سره بشپړ شي.([21])
يادونه
دطواف پر مهال کومې ځانګړې دعاوې په احاديثو کې ثابتې نه دي، هره دعا چې درته اسانه او ياده وي لولئ يې؛ البته داستلام دعا او درکن يماني او حجر اسود تر منځ دعاوې په احاديثو کې راغلي دي دهغو لوستل غوره دي، په خاتمه کې مو له قران او احاديثو څخه څه دعاوې ليکلي دي، په طواف کې هغه ويلي شئ .
يادونه
ځينې معلمين په لوړ غږ دعاوې وايي او مقتديان يې ورپسې په لوړ غږ تکراروي چې له امله يې نورو مسلمانانو ته تکليف رسېږي او دغه راز دطواف په منځ کې ددعا لوستلو پرمهال ودرېږي چې دا ټول ناسم کارونه دي، بايد ځانونه ترې وژغورو.
د طواف پاي او په مقام ابراهيم کې دوه رکعته لمونځ
اتم استلام يا داستلام په اشارې سره طواف بشپړ شو، اوس نو مقام ابراهيم ته ولاړ شئ، که مکروه وخت نه وي د مقام ابراهيم شاته د طواف دوه رکعته واجب لمونځ ادا کړئ، په لومړي رکعت کې يې الکافرون او دويم کې اخلاص سورت تلاوت کول سنت دي، نور سورتونه هم تلاوتولي شئ، که مقام ابراهيم کې ګڼه ګوڼه زياته وي؛ نو ورته نژدې په مطاف کې يې ادا کړئ او که نه دمسجد حرام په هره برخه کې يې ادا کولاي شئ.([22])
ملتزم ته تلل
دطواف دوه رکعاتو ادا کولو نه وروسته که ګڼه ګوڼه نه وه، ملتزم ته ولاړ شئ، ځان ورسره ولګوئ او دعاوې وکړئ دا هم يو له هغو ځايونو څخه دي چې دعا په کې ژر قبلېږي.([23])
زمزم اوبه څښل
ملتزم کې له دعاوو وروسته زمزم اوبو ته ورشئ او که شونې وي په ناسته که نه په ولاړه دزمزم اوبه وڅښئ او په پيل کې يې بسم الله او دا دعا ولولئ: اللهم اني اسئلک علما نافعا، ورزقا واسعا، وشفاء من کل داء.([24])
دزمزم اوبه په درېو ساوو وڅښئ او ځان پرې ښه موړ کړئ او دڅښلو پر مهال هغه ټول اداب مراعات کړئ چې په درېمه برخه کې يې يادونه شوې ده.([25])
استلام
غوره ده چې افراد حج کوونکي سعي له طواف زيارت نه وروسته وکړي خو که طواف قدوم نه وروسته يې دسعي کولو اراده وي؛ نو له زمزم اوبو څښلو نه وروسته دې د حجر اسود هماغه شان استلام وکړي څرنګه چې يې دطواف په پيل کې کړي و، دا مو نهم استلام شو او بيا دې مسجد حرام دروازې (باب الصفا) څخه صفا ته ورشي، مسجد حرام څخه د وتلو پر مهال چپه پښه دمخه کړئ او دا دعا ولولئ: بسم الله، واالصلاة والسلام علي رسول الله, اللهم اغفر لي ذنوبي، وافتح لي ابواب فضلک.([26])
صفا
صفا ته له رسېدلو وروسته درې ځلې الله اکبر ووايئ او بيا دا دعا ولولئ:
ابداء بما بداء الله به، ان الصفا والمروة من شعائر الله،لا اله الا الله وحده لاشريک له، له الملک وله الحمد وهو علي کل شيئ قدير، لا اله الا الله وحده، انجز وعده، ونصر عبده، وهزم الاحزاب وحده.([27])
دسعي نيت
صفا ته چې ورسېږئ که شونې وه داسې ځاي ودرېږئ چې کعبه مو ترسترګو شي، خو که د مسجد حرام د ستنو له امله کعبه ونه وينئ، پروا نه لري، قبلې ته مخ کړئ،او په زړه کې دسعي نيت وکړئ او په ژبه هم داسې نيت کولاي شئ:اللهم اني اريد السعي بين الصفا والمروة فيسره لي وتقبله مني.([28])
ژباړه : اي الله! زه دصفا او مروه تر منځ سعي کول غواړم راته يې اسانه او رانه يې قبوله کړې.
بيا دواړه لاسونه تر اوږو پورته کړئ څرنګه چې په دعا کې پورته کيږي، تکبير،تهليل او درې ځلي حمد ووايئ او بيا دعاوې وکړئ.([29])
صفا څخه دسعي پيل
له دعا وروسته له صفا څخه د مروه په لور په عادي مزل سعي پيل کړئ کله چې شنو راډونو(ميلين اخضرين) ته ورسېږئ، تر منځ يې منډې ووهئ او مزل مو چټک کړئ او شنو راډونو څخه له وتلو وروسته بېرته خپل عادي مزل وکړئ او دسعي په اوږدو کې لاندېنۍ دعا لولوئ: اللهم اغفر وارحم، وانت الاعز الاکرم.([30])
که دا دعا مو ياده نه وي بله دعا هم لوستلي شئ او په پټه خوله سعي کول هم پروا نه لري.
يادونه : د شنو نښو تر منځ دمنډې وهلو حکم يوازې نارينه وو لره دي، ښځې به دشنو نښو ترمنځ هم عادي مزل کوي. ([31])
مروه
کله چې مروه ته ورسېږئ؛ نو دسعي يو دور مو بشپړ شو او په مروه هغه دعا چې په صفا مو لوستلې وه ولولئ:ابداء بما بداء الله به، ان الصفا والمروة من شعائر الله،لا اله الا الله وحده لاشريک له، له الملک وله الحمد وهو علي کل شيئ قدير، لا اله الا الله وحده، انجز وعده، ونصر عبده، وهزم الاحزاب وحده. ([32])
او بيا قبلې ته مخامخ داسې په دعا ودرېږئ څرنګه چې په صفا درېدلي وئ او تکبير، تسبيح، تهليل او تحميد نه وروسته دعاوې وکړئ او بيا مروه څخه د صفا پر لور دسعي دويم دور پيل کړئ، او د شنو نښو تر منځ منډې ووهئ، صفا ته په رسېدلو مو دسعي دويم دور بشپړ شو، په همدې ډول اووه دورونه بشپړ کړئ، چې پيل يې له صفا او پاي يې پر مروه راځي.
د سعي پاي
کله چې په اووم دور کې مروه ته را ورسېدلئ؛ نو سعي مو بشپړه شوه، اوس مطاف ته ولاړ شئ او د مطاف په څنډه کې دوه رکعاته نفل لمونځ ادا کړئ. ([33])
يادونه : ځينې خلک دوه رکعاته لمونځ په مروه ترسره کوي چې دا ناروا کار دي .
د حج پنځه ورځې
د ذوالحجې اتمه/ د حج لومړۍ ورځ
۱. د حج او احرام چمتووالي
د ذوالحجې له اتمې ورځې څخه په مخکې شپه کې مني ته دتللو چمتووالي ونيسئ، وېښتان مو جوړ کړئ، برېتونه کم، او نوکان مو پرې کړئ، دغه راز د تخرګونو او له نامه لاندې وېښتان مو هم لرې کړئ .
۲. احرام، نيت او تلبيه
تمتع حج کوونکي دې د ذوالحجې په اتمه غسل يا اودس وکړي ورپسې دې احرام وتړي، غوره ده چې احرام له مسجد حرام څخه وتړي، او په مسجد حرام کې په پټ سر دوه رکعاته لمونځ ترسره کړي، په دې شرط چې مکروه وخت نه وي، له لمانځه وروسته دې سر لوڅ کړي، او په زړه کې دې دحج نيت وکړي، او په ژبه دې داسې ووايي : اللَّهُمَّ إنِّي أُرِيدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لي وَتَقَبَّلْهُ مِنِّي .
ورپسې درې ځله تلبيه ووايئ او دعاوې وکړئ، اوس محرم شوئ او داحرام له ممنوعاتو څخه ځان ساتئ .
يادونه : افراد او قران حج کوونکي په احرام کې وي، نو ځکه هغوي به بيا احرام نه تړي .
يادونه : له احرام تړلو وروسته به ښځې دوه رکعاته لمونځ په خپلې عمارې کې کوي .
۳. مني ته تلل
احرام مو وتړل شو، اوس د څلور ورځو اړين خوراکي او نور توکي له ځان سره واخلئ او د مني په لور روان شئ .
مني ته د تګ لپاره د بسونو بند وبست هم وي؛ خو د ګڼې ګوڼې له امله بسونه زيات وخت نيسي او په بسونو کې ناست ناست تنګ شئ، نو که عذر نه لرئ، پلي مني ته ولاړ شئ، دمني او مکې تر منځ د اوو کيلو مترو واټن دي، مني ته پر لاره تلبيه وايئ .
۴. مني کې شپه
په مني کې د عرفې شپه تېرول سنت ده، نو ځکه دا شپه په مني کې تېره کړئ .
۵. مني کې پنځه لمونځونه
په مني کې پنځه لمونځونه (دماسپښين، مازديګر، ماښام،ماخستن، او دعرفې ورځې دسهار لمونځونه ) اداکول سنت دي .
د ذو الحجې نهمه / د حج دويمه ورځ
۱. مني څخه عرفات ته تلل
د ذوالحجې په نهمه (دعرفې په ورځ) دسهار له لمانځه وروسته کله چې دلمر وړانګې په ځمکه خورې شي؛ نو د “ضب” له لارې عرفات ته مزل پيل کړئ، په لاره تلبيه لولئ او په عرفات کې کله چې جبل رحمت ووينئ تکبير، تهليل، استغفار او دعاوې وکړئ .
۲. عرفات کې د درېدلو طريقه
که شونې وي “مسجد نمره” سره نژدې واوسئ خوراک او څښاک نه وروسته او له زوال نه مخکې غسل يا اودس وکړئ، بيا که شونې وه مسجد نمرې ته ننوځئ، د امام خطبې په غور واورئ او د ماسپښين او مازديګر لمونځونه يو ځاي دماسپښين په وخت کې ادا کړئ؛ خو پام مو وي چې يوځاي لمونځونو ادا کولو لپاره يوڅه شرطونه دي، هغه په درېمه برخه کې وګورئ .
که له شرطونو څخه يو شرط هم پلي نشي، بيا به هر لمونځ په خپل وخت اذان او اقامت سره ادا کوئ.
۳. په عرفات کې درېدل
له لمونځونو ادا کولو سمدستي وروسته عرفات کې د اوسېدلو خپل ځاي ته ولاړ شئ، که شونې وي رحمت غره سره نژدې ودرېږئ او دجبل رحمت سر ته مه خېژئ .
په عرفات کې د قبلې په لور درېدل مستحب دي، خو کيناستي او څملاستي هم شئ .
۴. دعرفات دورځې کړنې
په عرفات کې د درېدلو پر مهال دعاوې کوئ او دمه په دمه د دعاوو په منځ کې تلبيه وايئ، خپلو ګناهونو نه توبه وکاږئ او الله Y څخه دګناهونو بخښنه وغواړئ، پام مو وي چې په دعاوو کې لومړي خپل ځان بيا مور او پلار او بيا نور ټول مسلمانان يادوئ، دغه راز د دې کتاب ليکونکي هم په خپلو دعاوو کې مه هېروئ .
که څه هم دعرفې په ورځ حاجيان روژه نيولي شي؛ خو غوره دا ده چې روژه ونه نيسي او نه هم زيات خوراک او څښاک وکړي، هسې نه چې په دواړ صورتونو کې پازاب شي .
۵. عرفات څخه دمزدلفې پر لور
کله چې لمر ولوېږي، تلبيې ويلو سره امام سره يا يوازې له عرفات څخه دمزدلفې په لور روان شئ، که پر لاره د خلکو ګڼه ګونه نه وي، نو يوڅه چټګ مزل کوئ او که ګڼه ګوڼه وي، بيا کرار ځئ، خو پام مو وي چې له لمر لوېدلو مخکې عرفات څخه په وتلو دم واجبيږي .
۶. مزدلفه کې
کله چې مزدلفې ته ورسېږئ، لومړي غسل يا اودس وکړئ او مسجد مشعر حرام ته نژدې د عمومي لارې ښي خوا ته اوسېدل غوره دي، که دلته ځاي نه وي، بيا مسجد مشعر حرام ته نژدې هرځاي اوسېدلي شي؛ خو پام مو وي چې د محسر په ناو (وادي) کې اوسېدل روا نه دي .
۷. دماښام او ماخوستن لمونځونه
مزدلفې ته له رسېدلو وروسته دماښام او ماخوستن لمونځونه يو اذان او يو اقامت سره يو ځاي دماخوستن په وخت کې په جمعه ادا کړئ، عرفات کې يا په لاره دواړه لمونځونه ادا کول روا نه دي .
که مزدلفې ته دماښام په وخت کې ورسېدئ، نو د ماښام لمونځ کول روا نه دي څو دماخوستن لمونځ وخت نه وي داخل شوي .
۸. دمزدلفې شپه
مزدلفه کې د ماښام او ماخوستن له لمونځونو اداکولو وروسته، که شونې وي ټوله شپه په ذکر، تلبيه، حمد و ثنا، تلاوت، دعاوو او نورو عباداتو تېره کړئ .
د ذوالحجې لسمه / دحج درېمه ورځ
۱. په مزدلفه کې د سهار لمونځ
کله چې دسهار وخت داخل شي، نو په تياره (غلس) کې دسهار لمونځ امام سره يا يوازې اداکړئ.
۲.مزدلفه کې درېدل
له لمانځه وروسته مسجدمشعر حرام ته نژدې دقبلې په لور ودرېږئ، تلبيه ووايئ، تسبيح او دالله r ستاينه اوثنا بيان کړئ او بيا لاسونه پورته دعاوې کوئ.
۳. مزدلفې څخه دمني په لور
کله چې لمر ختلو ته د دوو رکعتونو په اندازه وخت پاتې شي، نو مزدلفې څخه دمني په لور روان شئ، په لاره کې “وادي محسر” څخه په منډه تېر شئ، دغه راز مزدلفې نه اويا ګيټۍ د جمراتو وېشتلو په موخه ټولې کړئ، او ځان سره يې واخلئ، دلارې په اوږدو کې يا له بل ځاي څخه يې هم اخېستلي شئ .
۴. جمره عقبه (لوي څلي) وېشتل
له لمر ختلو وروسته په مني کې دجمراتو پل ته ولاړ شئ، لومړۍ او منځنۍ جمره پرېږدئ او جمره کبري (عقبه يا لوي څلي) نه درې ګزه لرې داسې ودرېږئ چې مني مو ښي خوا ته وي او کعبه مو چپې خوا ته وي، ګيټۍ په ښي لاس داسې وولئ چې دجمراتو حوض کې ولوېږي او له هرې ګيټۍ سره دا دعا ولولئ : بِسْمِ اللَّهِ،وَاَللَّهُ أَكْبَر،ُ رَغْمًا لِلشَّيْطَانِ وَحِزْبِهِ،اللَّهُمَّ اجْعَلْ حَجِّي مَبْرُورًا،وَسَعْيِي مَشْكُورًا،وَذَنْبِي مَغْفُورًا.
د ذوالحجې دلسمې ورځې رميوخت
دذو الحجې دلسمې ورځې له سهار سپېدو څخه د ذوالحجې ديولسمې ورځې له سهار سپېدو نه مخکې پورې دي؛ خو لمر ختلو نه تر زواله پورې يې سنت وخت دي، له زوال څخه تر لمر لوېدو پورې يې مباح ، او له لمر لوېدو څخه ديولسمې ورځې سهار سپېدو پورې يې مکروه وخت دي.
يادونه: د ګڼه ګوڼې له امله ښځو، ناروغانو يا کمزورو خلکو ته دشپې مهال رمي کول مکروه نه دي .
۵. قرباني
له رمي څخه وروسته په مني کې مجزرې ته ولاړ شئ او که په حلاله پوهېږئ په خپل لاس څاروي حلال کړئ او که په حلاله نه پوهيږئ، دبل چا په لاس يې حلال کړئ او که تاسو يې خوا ته ودرېږئ،بيا دقرباني يو څه غوښه ځان سره واخلئ؛ ځکه چې دخپلې قرباني غوښه خوړل مستحب ده او پاتې نوره صدقه کړئ .
يادونه : له قرباني وروسته دقبلې په لور کښېنئ او دسر وېښتان وخرېيئ يا يې کم کړئ؛ خو خرېيل يې غوره دي، فکر مو وي چې دسر خرېيل له ښي خوا پيلول غوره دي .
يادونه : ښځه به دسر وېښتان نه خرېيي، بلکې دګوتې دبند له اندازې څخه يو څه زيات به يې دسر له هرې غاړې کموي .
سنت اخېستل
له وېښتانو خرېيلو يا کمولو څخه وروسته سنت اخېستلي شئ (برېتونه، دتخرګ، سپوخ وېښتان خرېيلي او نوکان پرېکولي شئ) .
دسر له خرېيلو يا کمولو وروسته سنت اخېستلي شئ، خو پام مو وي چې له سر خرېيلو يا کمولو نه مخکې په سنت اخيستلو دم واجبيږي .
له ښځې پرته هر څه حلال شول
دسر وېښتانو له خريلو يا کمولو وروسته له ښځې پرته هغه ټول څه درته حلال شول چې د احرام له کبله حرام شوي وو.
۶. طواف زيارت
له وېښتانو خرېيلو يا کمولو وروسته مکې ته ولاړ شئ او فرضي طواف (طواف زيارت، افاضه،رکن) ترسره کړئ، که مو طواف قدوم سره سعي نه وي کړې او د احرام ټوکرونه مو هم نه وي لرې کړي؛ نو په طواف کې اضطباع او رمل دواړه وکړئ او که ګنډلي کالي مو اغوستي وي، بيا يوازې رمل وکړئ، اضطباع شونې نه ده او که طواف قدوم نه وروسته مو سعي کړې وي، بيا به له طواف وروسته سعي نه کوئ؛ نو ځکه به په طواف کې اضطباع او رمل نه کوئ .
د طواف زيارت وخت
دطواف زيارت وخت د ذوالحجې دلسمې ورځې له سهار سپېدو څخه پيل کيږي او د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو پورې دوام کوي، خو دذوالحجې په لسمه ورځ يې ترسره کول غوره دي .
د طواف دوه رکعته واجب لمونځ
له طواف کولو وروسته دمقام ابراهيم شاته که شونې وي او که نه دمسجد حرام په هره برخه کې دوه رکعته واجب لمونځ وکړئ اوبيا که سعي کوئ، نو د حجر اسود استلام وکړئ او له باب الصفا څخه صفا ته ورشئ او سعي وکړئ .
او که له طواف قدوم وروسته مو سعي کړې وي، نو بيا له طواف زيارت وروسته سعي مه کوئ؛ بلکې د طواف له لمانځه او د زمزم اوبو له څښلو وروسته مني ته ولاړ شئ .
ښځه هم حلاله شوه
له سر خرېيلو يا کمولو وروسته له ښځې پرته د احرام ټول ممنوعات حلال شوي وو؛ خو له طواف زيارت نه وروسته درته ښځه هم حلاله شوه .
د ذوالحجې يوولسمه / د حج درېمه ورځ
۱. د تشريق شپې په مني کې
دتشريق دورځو شپې په مني کې تېرول سنت دي .
۲. ذوالحجې ديوولسمې ورځې رمي
سبا د ذوالحجې د يولسمې ورځې له زوال وروسته د درې واړو جمراتو رمي وکړئ، لومړي وړه جمره وولئ، ورپسې ودرېږئ او دعا وکړئ، بيا منځنۍ جمره وولئ او ورپسې دعا وکړئ ، او په پاي کې وروستنۍ جمره وولئ او له دريمې جمرې وروسته مه درېږئ او مه دعا کوئ، له رمي وروسته بېرته مني کې خپلې خيمې ته ستانه شئ او شپه هلته تېره کړئ .
د ذوالحجې دولسمه / دحج څلورمه ورځ
۱. دذوالحجې ددولسمې ورځې رمي
سبا دذوالحجې په دولسمه ورځ له زوال وروسته هم درې واړه جمرات په هماغه ترتيب وولئ په کوم ترتيب چې مو پرون ويشتې وې .
۲. مکې ته تګ
د دولسمې ورځې له رمي وروسته کولاي شئ مکې ته ولاړ شئ، خو غوره دا ده چې شپه په مني کې تېره او له زواله وروسته د ديارلسمې ورځې رمي وکړئ او بيا مکې ته ولاړ شئ .
حج بشپړ شو
حج مو بشپړ شو او نور چې څومره وخت په مکه کې اوسئ، دغه وخت فرصت وګڼئ، نفلي طوافونه او عمرې کوئ خو پام مو وي چې عمره به دذوالحجې له ديارلسم تاريخ وروسته کوئ.
دذوالحجې ديارلسمه/د حج پنځمه او وروستۍ ورځ
۱. د ديارلسمې ورځې رمي
که د دولسمې ورځې له رمي وروسته مو مکې ته دتللو تکل وي، نو پام مو وي چې له لمر لوېدو مخکې مخکې له مني څخه ووځئ، او که لمر ولوېږي، بيا له مني څخه دديارلسمې ورځې له رمي نه مخکې وتل مکروه دي، که څه هم په دې صورت کې درباندې دديارلسمې ورځې رمي نه واجبيږي؛ خوکه د ديارلسمې ورځې د سهار سپېدو پورې په مني که تم شوئ، بيا درباندې د ديارلسمې ورځې رمي واجب ده او په هماغه طريقه به رمي وکړئ په کومه طريقه چې مو مخکې دوه ورځې رمي کړې وه .
يادونه : که د ديارلسمې ورځې له سهار سپېدو وروسته، له رمي پرته له مني څخه ووځئ، دم درباندې واجبيږي .
دديارلسمې ورځې د رمي وخت
ديارلسمې ورځې درمي وخت دهمدې ورځې له سهار سپېدو څخه تر لمرلوېدو پورې دي .
له زوال وروسته تر لمر لوېدو پورې يې سنت وخت دي .
له سهار سپېدو وروسته او زوال نه مخکې وختونه يې مکروه دي .
يادونه : د ديارلسمې ورځې له لمر لوېدلو وروسته د رمي وخت پاي ته رسېږي چې وروسته ترې نه رمي روا ده او نه هم درمي قضاء، له دې وروسته يوازې دم واجبيږي .
طواف وداع
کله مو چې مکې څخه د تللو اراده وي نو طواف وداع وکړئ، فکر مو وي چې طواف وداع واجب دي او که پرته له طواف وداع څخه مو مکه پرېښودله نو له ميقات څخه له وتلو مخکې درباندې واجب ده چې بېرته وګرځئ او طواف وداع وکړئ او که له ميقات څخه ووتئ بيا اختيار لرئ، که ګرځئ او که دم ورکوئ، خو دم ورکول غوره دي .

ستاسي د دعا په هېله

ورور مو نور الله عزام

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: