تر نامعلومې نیټې، د تورخم دروازه وتړل شوه

  عزم سه شنبه،۱۵چنګاښ،۱۴۰۰):پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې د تورخم دروازه یې د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید رسنیو ته ویلي، دغه بندیز یې د کرونا ویروس د لیږد له ویرې لګولی او په وینا یې چې تر مږنامالومې نیټې به دروازه تړلې وي.
نوموړي ویلي، دا بندیز د پاکستاني دولت د عملیاتي قوماندانۍ ملي مرکز له‌خوا د خپرو شویو حکمونو له مخې لګېدلی

تر دې وړاندې، یاده دروازه د بېړنیو ناروغانو پرمخ خلاصوه، خو د تازه بندیز له کبله به بېړني ناروغان هم نه‌شي کولای له دې لارې پاکستان ته واوړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button