کوم یو څراغ (بلپ، ګروپ) ښه دی، سپین که ژېړ؟

موږ بايد په خپلو کورونو کې د سپین گروپ (bulb) پر ځای نور رنگ گروپونه وکاروو!
ولې؟
ځکه چې:
– ځینې چینايي او ځینې د ټایوان په نامه پاکستاني گروپونه د انسان له پاره ډېر تاواني دي.
– هر لامپ یا گروپ له درې برخو جوړ دی چې یوه برخه په کې د ماورای بنفش اشعه ده او خطرناکه ګڼل کېږي.
– ژېړ او ۱۰۰ شمعه یا ۶۰ شمعه لامپونه یا گروپونه د سپینو په پرتله ښه او مناسب دي؛ ځکه چې د ماورای بنفش اشعه په کې لږه ده. که څه هم دا له تاوانه نه دي خالي.
– گروپونه او لامپونه باید د کوټو په هغو ځایونو کې و نه لګول شي چې هلته زموږ تگ راتگ ډېر وي، داسې ځای دې نصب شي چې لوړ، کونج او کناره ځای وي. په دهلیز، د دروازې په سر، د پخلنځي د مېز په سر او داسې ټيټو ځایونو کې یې نصبول مناسب کار نه دی او خطر لري.
– د سپین گروپ فاصله باید ۲ تر ۳ مترو پورې وي، مانا له موږ نه لرې وي.
– کم مصرفه او ارزانه ګروپ ښه نه وي، دا ځکه چې کوم مواد یې په منځ کې کارول شوي هغه عوارض لري.
– په سپين رنگه ګروپونو کې له سټنډرډ اندازې نه ډېره د ماورای بنفش اشعه موجوده ده، له همدې کبله باید احتیاط وشي.
– د دغه ډول لمپونو عوارض د انسان پوست او سترګو ته متوجه دی، دغه راز سر درد او گنگسیت هم ترې پیدا کېږي. (دا تجربه په کمپیوټر کې هم کولی شئ).
– د دغه گروپونو تاوان په اوږد مهال کې وي او زیاتره په مېرمنو، نجونو، ماشومانو او هغو کسانو باندې اغېز کوي چې حساس او نری پوستکی لري.

یادونه:
۱: هغه نړیوال شرکتونه چې دا شیان جوړوي هغوی صحي او روغتیايي اصول او سټنډرډونه په پام کې نیسي؛ زموږ موخه دلته له بدلو او تقلبي گروپونو څخه ده. چې ارزانه وي او مصرف کم لري؛ خو عوارض هم لري. موږ داسې خلک یو چې ارزان پسې گرځو او زیانونه یې نه گورو.

۲: متوسطو کورنیو ته مشوره ده چې په کورونو کې 15 واټه او په حوېلۍ کې 9 واټه ال ډي ګروپونه وکاروي.

ژباړه: تمیم تکل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button