هرات: ایران ته د عسکرو له تیښتې وروسته؛ طالبانو د «اسلام کلا » ګمرک او اړوند سیمې ونیولې

  عزم پنجشنبه،۱۷چنګاښ،۱۴۰۰):طالبانو په هرات ولایت کې د خپلو پرمختګونو په لړ کې له ایران سره د سرحدي مسیر اسلام کلا بندر واک په لاس کې واخیسته.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې «نن ماپسپښین مهال دهرات ولایت کهسان ولسوالۍ اړوند د تپه رادار، تپه جدید، او د اسلام قلعه ګمرک د مجاهدینو لاس ته ولویدل »

احمدي زیاتوي، په یادو دریو واړو سیمو کې یې ۳۰ رینجر موټر، ۲۰ ټانګان ۲۰ شوبلي او ګڼ نور مهمات او وسلې لاس ته ورغلې دي.
خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په لسګونو عسکر له خپلو وسلو سره یوځای ایراني لوري ته د اوښتو هڅه کوي او هغوی ته پناه وروړي.
ویدیوګانو کې دغه راز مالومیږي چې ګڼ ولسي خلک او تجاران د طالبانو راتګ ته هرکلی کوي او خوښي څرګندوي.

دا په هیواد کې دریم اقتصادي بندر دی چې د طالبانو لاس ته لویږي، تر دې وړاندې د پکتیا شهرنو او د کندز شیرخان بندرونه هم طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستلي وه.
دا مهال حکومت یواځې د اقینې، حیرتانو او تورخم بندرونه په لاس کې لري، چې د حیرتانو او اقینې دواړه بندرونه د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button