طالبانو په کابل کې یو نظامي پېلوټ وژلی

عزم(یکشنبه، ۲۰، چنګاښ ۱۴۰۰): طالبانو بېګاه شپه په کابل ښار کې یو نظامي پېلوټ وژلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د بني حصار په سیمه کې د عزیزالله په نامه یو نظامي پېلوټ یې وژلی دی.

د ښاغلي مجاهد په خبره، یاد پېلوټ د ولسي خلکو پر وړاندې په ډېرو بمباریو کې برخه اخیستې وه.

«تیره شپه د کابل ښار اتمې حوزې اړوند بني حصار سیمه کې د عزیز الله په نوم دکابل ادارې یو تن نظامی پیلوټ( چې د ولسي خلکو په وړاندې یې په ډيرو بمبارونو کې برخه اخیستې وه) د مجاهدینو د یو خاص برید په نتیجه کې و وژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسید.»

دا په تېره یوه میاشت کې اووم پېلوټ دی چې د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي.

تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button