د محمدي رسالت عقلي ثبوت

د نبي علیه السلام پیدایښت نه مخکې عربو کې ناپوهي او جهالتونو له اسمان سره خبرې کولې. بد اخلاقي، وژنې، بدي، چور او چپاول، د نجونو ژوندي ښخول، د ښځو بربنډ طوافونه… یعنې دا چاپیریال په داسې مردارو او چټلو فکرونو ککړ وو چې تصور یی نه کیږي.
د عربو دغه رقم ماحول کی نبي علیه السلام دنیا ته راځي هغه هم په داسې حال کې چې پلار یې لا مخکې وفات شوی او کله چې نبی علیه السلام شپږ کلنۍ ته رسیږي مور یی هم وفات شي ورپسې په اته کلنۍ کی یې نیکه هم وفات شي یعني مطلب دا چی په هغه چټل ماحول کی دغه ماشوم د مور او پلار له تعلیم او تربیت نه لرې پاتې کیږي خو بیا هم دا ماشوم داسې را لویږي لکه یو چا یې چې تعلیم او تربیت په غاړه اخیستی وي او هیڅ بې لاري ته یې نه پریږدي.
د ده ټوله ناسته ولاړه او لیده کاته له هغو خلکو سره وو چی لومړي پراګراف کی مو ذکر کړل.
په هغه ماحول کی د دې زلمي نه فکر بدلیږي، نه بی لارې کیږي، نه غلط کار کوي، نه دروغ وایي، د هماغه ماحول خلک ورته د امین خطاب هم کوي او جالبه یې دا چې د هغه ماحول او خلکو هیڅ تاثیر په ده باندې نه غورځیږي.
د بد اخلاقو خلکو په منځ کې په غیر اخلاقي عمل نه دی مبتلا شوی، د سخت زړو انسانانو په منځ کې دومره نرم و چې د هر چا په غم به دردیده، د مشرکینو او بت پرستو په منځ کې داس‌ې موحد و چې په ځمکه او اسمان کې ورته هیڅ شی هم د ستاینی وړ نه ښکاریدل، بتانو ته نذر شوې ډوډئ یې نه خوړله، زړه یې له شرک نه بیخي پاک و.
دغه انسان چی په کوم ماحول کې وزیږید، په کومو خلکو کې یې چې د ماشومتوب شپې او ورځې تیرې کړې، له کومو خلکو سره یې چې روزنه وشوه، چې کله ځوان شو له کومو خلکو سره یې چې ناسته ولاړه وه له هماغو ټولو سره یې له اول نه په عاداتو، اخلاقو، خویونو کې توپیر درلود.
لنډه یې دا چی دغه لوړ انسان په هغه لړلي ماحول کی داسې ښکاریده لکه په توره تیاره کی روښانه شمع.
کله چې څلویښت کلنۍ ته رسیږي نو یوه ورځ یو غار ته ځي بیا کله چې له غار نه راوځي په داسی عجیبو خبرو باندی شروع کوي چی هیڅ یی په تیرو څلویښتو کلونو کی کړې نه وی. په څلویښت کاله ژوند کی یی نه د قانون، نه د اخلاقو، نه د سیاست، نه له مرګ وروسته ژوند، نه د ملایکو، نه د انبیاو، نه د قیامت… په باره کې غږیدلی خو په کومه ورځ چی له هماغه غار نه راووت نو یو دم یی په دا ډول مسایلو باندې خبرې شروع کړې.
تر څلویښت کلنۍ پورې یی نه توره لاس کی اخیستې او نه یې کوم جنګ کې ګډون کړی خو وروسته یو دم داسې پوځي قومندان ترې جوړیږي چې په هرې غزا کې د یو اینچ په اندازه هم نه شاتګ کوي او نه ماتې مني.
کله چی دی خپل دعوت شروع کوي نو هیڅ قوت یې مخه نه شي نیولی. قوم یی ورته وویل: که مشري غواړې در به یې کړو، که مال او دولت غواړې در به یې کړو، چې هر څه غواړې در به یې کړو؛ خو دومره وکړه چې ته له دې خپلو خبرو واوړه، دغه انسان دا ټول وړاندیرونه ردوي او فقط په خپلی خبرې (دعوت) ودریږي.
دغه بې تعلیمه انسان په ۲۳ کلونو کې یو داسې نړیوال کتاب خلکو ته وړاندې کړ چې د انساني ژوند ټول اړخونه یې پوښلي، داسې کتاب یې وړاندې کړ چی تر ننه پورې یې خلک لولي.
(صلی الله علیه و سلم)

لیکنه: کامران هاشمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: