طنز: د هضم نسخه

یو سپین ږیري سړي ۳ چرګوړي ساتلي وو، چې ډیر ورته ګران وو.
یوه ورځ یوه پیشو راغله او د چرګوړو کوټنۍ ته ننوته، سپین ږیري خپل زوی ته غږ وکړ: مبارکیه وا مبارکیه! ځان راورسوه!
مبارک رانغی او پیشو یو چرګوړی وخوړ!
سپین ږیري په جګ آواز چغې کړې مبارکیه! ځان راورسوه!
مبارک بیخي ځان په کڼو اچولی و، پیشو بل چرګوړی هم وخوړ.
د سپین ږیري یواځې د چغو وهلو توان و تر څو چې مبارک راتللو پیشو وخته دریم چرګوړی هم تخته کړی و.
مبارک راغی پلار ته یې وویل: هنننننن پلاره خیریت دی، ولې چغې وهې؟
پلار یې ورته وویل: بالکل خیریت دی.
دې پیشو ته یو پیپسي ورکړه چې چرګوړي ئې هضم شي!!!

یادونه: په ځینو کارونو کې لټي انسان د بدبختۍ کندې ته غورځوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button