مالیې وزارت: د طالبانو لخوا د بندرونو نیولو له امله د دولت عواید په بې سارې توګه کم شوي

 عزم دوشنبه، ۲۱چنګاښ،۱۴۰۰): مالیې وزارت وایي چې د هیواد پر څو بندرونو او سرحدي لارو د طالبانو کنترول ورته په درنه بیه تمام شوی او دې چارې دولت ته په لوړه کچه زیان اړولی دی.
دمالیې وزارت ویاند محمدرفیع تابع وایي،تر تور غونډۍ، شیرخان بندر، ایخانم او ډنډپټان سرحدي لارو څخه وروسته د اسلام کلا او ابو نصرفراهي بندرونو سقوط، دولت ته لوی زیان اړولی شي، ځکه یاد بندرونه د لومړۍ درجې ګمرکي مسیرونه بلل کیږي.

نوموړی وایي، د یادو بندرونو په مسیرونو کې له شته ګمرکاتو یې د روان مالي کال په لومړیو ۶میاشتو کې ۴۱میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تیرکال په پرتله ۲۰سلنه زیاتوالی ښیي.

نوموړي وویل، یواځې یوه اونۍ وړاندې یې له اسلام کلا بندر نه ۳٫۵ میلیارده افغانۍ او د ابونصرفراهي له ګمرک څخه یې ۲٫۴۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د مالیې، زراعت او اقتصاد له وزارتونو سره یې ګډه طرحه جوړه کړې، څو په صادراتو او وارداتو کې زیات تمرکز پر هوایي دهلیزونو وکړي.

دغه وزارت وایي، چې دوی د خصوصي سکتور سوداګرو ته اخطار ورکوي چې باید د طالبانو تر ولکې لاندې بندرونو څخه صادرات او واردات ونه کړي، ځکه ښایي د ممکنه جګړې له امله یې مالونو ته زیان ورسیږي.
خو د خصوصي سکتور مالکین بیا وایي چې دوی نه شي کولای د دولت د ګواښونو له کبله سوداګري په ټپه ودروي او په دې برخه کې خامخا له طالبانو سره جوړجاړی کوي.
خصوصي سکتور خبرداری ورکوي، چې د دولت لخوا د زور له لارې د بندرونو نیول به عامو خلکو ته سترې ننګونې ایجاد کړي.
بل لور ته د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې دوی کولای شي، د څه مودې لپاره د دولت له ستراتیژیکو ذخایرو ګټه واخلي.
د یاد وزارت ویاند اکبر روستمي وایي، دا مهال یې ذخیرو کې شاوخوا ۷۵زره ټنه غنم ساتلي چې کولای شي، د څه وخت لپاره کار وکړي.
دامهال په کندز کې د شیرخان بندر، تخار کې د آیخانم بندر، پکتیا کې د ډنډپټان لویه لار، هرات کې د تورغونډۍ او اسلام کلا بندرونه او فراه ولایت کې بیا د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو لاس ته لویدلي چې له اسلام کلا او تورغونډۍ پرته یې ټول فعال دي، خو اټکل کیږي چې دغه دواړه هم ژر د سوداګرو پرمخ پرانیستل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button