مسیر ورځپاڼه: خلک د سیاستوالو د تشو خبرو پر ځای د عملي ګامونو انتظار کوي

عزم(چهارشنبه، ۲۳، چنګاښ ۱۴۰۰): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د حامد کرزي په پرونیو څرګندونو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: پرون کرزي وویل چې د سولې خبرې به ډېر ژر پیل شي او دا ځل به خبرې خورا جدي هم وي.

«پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرون په یوه خبري کنفرانس کې را څرګند شو او د نورو مسایلو تر څنګ یې وویل چې ژر به د سولې جدي خبرې پیل شي او یوې پایلې ته به ورسېږي. حامد کرزي پر خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو غږ وکړ چې په همدې هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي. نوموړي وویل هغه وېره باید له ځانه لرې کړو چې په رسنیو کې یې اورو. د ده په وینا، حالات به سم شي او د سولې خبرې به نتیجه ورکړي.»

د سرلیکنې له مخې، خلک هم په اندېښنه کې دي، خو کله چې د سولې د خبرو پیغام اوري، نو خپل راتلونکي ته هیله‌من کېږي. «په داسې حال کې چې خلک حالاتو سخت اندېښمن کړي او له ناوړه راتلونکې وېره لري. دا خبرې خلکو ته ډاډ ورکوي او مثبته روحیه اخلي. په دې خبرو سره خلکو ته دا پیغام هم رسېږي چې د سولې لپاره هڅې روانې دي او ځینې مشران په دې چاره کې هلې ځلې هم کوي.»

ورځپاڼه لیکلي، د سیاسي مشرانو کار هم دا دی چې خلکو ته یوازې روحیه ورکوي، خو د عملي ګامونو په اوچتولو کې بیا هغسې نه کوي، څنګه چې خبرې کوي.

«د حامد کرزي ډاډ که ښه دی، خو پوښتنه دا ده چې څومره تکیه پرې کېدلی شي؟ دا سمه ده چې د سیاسي مشرانو یو کار دا دی چې خلکو ته ډاډ او روحیه ورکړي، خو ورسره سم باید د هغه حالت لپاره هم هلې ځلې وکړي چې خلک پکې ډاډمن کېدلی شي. اوس پکار ده چې نور مشران هم خلکو ته همداسې ډاډ ورکړي، خو ورسره سم هم باید خپلې کورنۍ او بچیان دلته وساتي او هم باید د سولې لپاره عملي او رښتینې هلې ځلې وکړي. دا چاره کولی شي چې نه یوازې د خلکو وېرې او اندېښنې کمې کړي، بلکې په عملي ډول د راتلونکي ګواښ مخه ونیسي او سولې ته لاره هواره کړي.»

د مسیر په باور، د جګړې دواړو اړخونو ته پکار ده چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او د سولې لپاره ګامونه واخلي، نه چې د جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

«اوس د جګړې دواړو اړخونو ته پکار ده چې هغه دسیسې درک کړي. د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. دوی که څه هم په خبرو کې دا کار کوي، خو خلک هیله لري چې په عمل کې دا کار وکړي. د جګړې دواړه اړخونه باید نور د جګړې عمل، خبرې او ذهنیت بند کړي او پر ځای یې د سولې خبرې، عمل او ذهنیت خپل کړي. په دې ډول به هم دوی د بهرنیو له دسیسو ژغورل شوي وي او هم افغانستان.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button