کرزی: په تېرو دوو لسیزو کې د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت خورا په بد حالت کې دی

عزم(چهارشنبه، ۲۳، چنګاښ ۱۴۰۰): مخکېني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې افغانان سولې ته اړتیا لري او د سولې له لارې کولای شي چې دلته جګړه ختمه کړي.

د کرزي په خبره، له دې جګړې د ژغورل کېدو یوازېنۍ لاره سوله ده. هغه همدا راز وویل، ډېر ژر به بین الافغاني خبرې په خورا جدي ډول پیل شي او هیله شته چې جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

نوموړي د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت خورا خراب وباله او ویې وویل، چې د امریکا د ناسمو پالیسو له امله په تېرو دوو لسیزو کې اوسمهال جګړه ډېره شوې ده.

«دا حالت تېرېدونکی دی، د دې پردۍ جګړې څخه د وتلو لاره ورورولي او سوله ده، موږ سولې ته رسېږو، تاسو به ډېر ژر د سولې د جدي خبرو د بیا پیل شاهدان واوسئ او د سولې خواته به ولاړ شئ.»

ده د جګړې په ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې د سولې اوسنی فرصت دې نه ضایع کوي او د جګړې پر ځای دې د سولې لاره غوره کړي. «دواړو افغاني لورو ته وایم، چې تاسې د دې خاورې څښتنان یئ، له یو او بل سره کېنئ، سوله وکړئ او هېواد له دغه وضعیت څخه ازاد کړئ».

کرزي پر هغو ځوانانو هم غږ وکړ، چې هېواد پرې نه ږدي، بلکې په هېواد کې پاتې شي؛ ځکه پردي هېوادونه ستاسې له انرژۍ ګټه اخلي. «هغو ځوانانو ته چې امریکا ورته وايي چې له موږ سره مو خدمت کړی، راسره لاړ شئ، ورته وایم چې مه ځئ! د دوی دغه وړاندیز مه منئ، هغو ستاسو له زده کړو او انرژۍ په خپل هېواد کې ګټه اخلي، په خپل هېواد کې پاتې شئ او خدمت وکړئ. افغانستان هغه هېواد دی چې د نړۍ واکمنان ورته اړ دي او موږ باید په همهغه اطمینان له نړۍ او سیمې سره معامله وکړو. کوم عدم اطمینان او وېره چې نن په مطبوعاتو کې اورېدل کېږي هغه له ځانه لرې کړئ. دا خاوره مو جاودانه خاوره ده. دا به په خپلو پښو ولاړه وي او درېږي به او دا مو ثابته کړې چې موږ یې کولای شو. موږ باید په خپل ځان اعتماد ولرو».

کرزي پر افغان حکومت هم غږ وکړ، چې د سولې اوسنۍ موکه دې له لاسه نه ورکوي. «زه پر افغان حکومت غږ کوم، چې د سولې لپاره دې موکه له لاسه نه ورکوي. هڅې وکړئ، چې مذاکراتو کې سولې ته ورسېږئ چې د سولې له لارې یو ملي حکومت جوړ شي.»

حامد کرزی داسې مهال د هېواد په اوسني وضعیت اندېښنه ښيي، چې د ده په ۱۳ کلنه واکمنۍ کې جګړه په اوج کې وه او د سولې شته فرصتونه یې ټول ضایع کړل. د کرزي په واکمنۍ کې زرګونه افغانان په بګرام، ګوانتانامو، څرخي‌پله، کندهار او په نورو پټو او ښکاره زندانونو کې بندیان شوي وو، چې ځینې یې اوس هم بندیان دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button