د واک د نشتون له کبله؛ دوحې ته د سیاسي مشرانو سفر یوځل بیا وځنډیده

دولتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي چې، ټول جنجالونه د واک او صلاحیتونو پرسر دي، د بنديانو خلاصون، اوربند، له تور لېسته د طالب مشرانو د اېستلو چاره، انتقالي حکومت، د اشرف غني د اوسني حکومت وخت، دندې...، د واک د لېږد میکانیزم او نور داسې مسایل شته،چې دوحې ته تلونکی پلاوی يې په اړه له اشرف غني د پرېکړو واک صلاحيت غواړي، خو هغه حاضر نه ده چې له ارګ څخه د ګوښه کیدو پر سر یې معامله وشي.

 عزم پنجشنبه، ۲۴چنګاښ،۱۴۰۰): دولت پلوې رسنۍ خبر ورکوي چې دوحې ته د سیاسي مشرانو په ګډون د مؤثرو افغان جهتونو د استازو سفر، د دوهم ځل لپاره ځنډیدلی دی.

شمشاد نیوز خبر ورکړی چې ټاکل شوې وه، چې نن به  د پخواني ولسمشرحامد کرزي، حکمتيار او عبدالله عبدالله په ګډون د چارواکو او سياستوالو یو ګډ پلاوی، له اشرف غني سره په ارګ کې پر هغو صلاحیتونو خبرې وکړي ،چې دوی یې طالبانو سره د مذاکراتو لپاره بايد ولري؛ خو په وینا یې چې اشرف غني د پلاوي له غړو سره نه دي لیدلي او په ناڅاپي توګه په یوه دوه ورځني رسمي  سفر ازبکستان ته تللی دی.

یاده رسنۍ د خپلو منابعو په حواله وایي چې د اشرف غني له شاتګ وروسته، سیاسي رهبرانو د ملي روغې جوړې عالي شورا کې د بندو دروازو ترشا پټه ناسته کړې چې آن خپلو مطبوعاتي مامورینو ته یې هم په کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

د کابل نیوز تلویزیون رئیس غلام جیلاني ځواک پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوحې ته د تلونکي سیاسي پلاوي په لیست کې حامد کرزی، حکمتیار او کریم خلیلي په شا شوي او ارګ په دې یولس کسیز پلاوي کې د ملي شورا د مشرانو او د چارو ادارې د رئیس “فضل محمود فضلي” نومونه ور زیات کړي، خو په رسمي توګه حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوموړی وایي: «توافق په دې ؤ چې يومختصر او مؤثر پلاوى قطر ته ولاړ شي، خو حکومت وغوښتل خپل يو شمير مامورين هم په کې ور اضافه کړي،چې اوس ښايي يو شمير مشران چمتو نه وي چې داسې پلاوي سره قطر ته لاړ شي، يانې، د سولې د پروسې سبوتاژ په کاميابۍ ادامه لري!!!»

د   سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي  وايي:« ښایي دوحې ته د سیاسيونو تګ ښایي تر اختره ځنډېدلی وي، د دې لپاره چې اشرف غني حاضر نه ده هلته د ده د استعفاء په اړه خبره وشي.اصل بحث همدا ده،چې نوموړی غواړي په پلاوي کې خپل کسان زیات کړي ترڅو بحث بل خوا ته بوځي.هغه څه چې لازم دي هغه دا ده،چې اشرف غني باید استعفاء وکړي او یو بل قابل قبول حکومت راشي.»

دولتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي چې، ټول جنجالونه د واک او صلاحیتونو پرسر دي، د بنديانو خلاصون، اوربند، له تور لېسته د طالب مشرانو د اېستلو چاره، انتقالي حکومت، د اشرف غني د اوسني حکومت وخت، دندې…، د واک د لېږد میکانیزم او نور داسې مسایل شته،چې دوحې ته تلونکی پلاوی يې په اړه له اشرف غني د پرېکړو واک صلاحيت غواړي، خو هغه حاضر نه ده چې له ارګ څخه د ګوښه کیدو پر سر یې معامله وشي.

د یادونې وړ ده چې ارګ څو اونۍ وړاندې هم امریکا ته د اشرف غني د سفر په پلمه، دوحه کې د سیاسي مشرانو او طالبانو د ناستې د ځنډ هڅه کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button