د اسلامي نطام پر موضوع له استاد لطف الله خیرخواه سره ځانګړې مرکه

مرکیال: محمد آصف آزاد

یادونه: اسلامي نظام، یعني کوم ډول نظام؟! بنسټیز اصول یې کوم دي؟! اوسنۍ نړۍ کې یې بېلګه لرو؟! د حاکمیت په وړاندې یې خنډونه څه دي؟! په اړوند یې دا او ځینې نورې پوښتنې او د اسلامي نظام د مخالفینو او منتقدینو ځینې نیوکې مو د ځواب په موخه له استاد لطف الله خیرخوا صاحب سره مطرح کړي. استاد لطف الله خیرخوا چې د ا لهجر ت والجهـا د عالي مدرسې څخه فارغ شوی، د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون د اصول الدین پوهنځي د تفسیر شریف څانګه کې یې ماسټري کړې، د لوړ او عالي فکر او غښتلي قلم څښتن دی. د «اسلامي نظام» موضوع اړوند ورسره ترتیب شوې مرکه ستاسو درنو لوستونکو په وړاندې ږدو.
محمد آصف آزاد

پوښتنه: د لومړۍ پوښتنې په توګه، که اسلامي نظام را وپېژنئ، اسلامي نظام یعني څه؟! کوم ډول نظام ته موږ اسلامي نظام ویلی شو؟!

ځواب: هغه نظام چې د جوړښت، قانون، مقصديت او تطبيق په اصولو او فروعو کې د اسلامي شريعت موافق وي، اسلامي نظام ګڼل کيږي. پر بل تعبير هغه نظام چې اصلاً او اساساً په کې د دين تنفيذ او د دولت استحکام يو ډول مطرح وي او د رعيت د دنيا او اخرت ښېګڼې يې موخه وي!
د تعريفونو دا مطلب دی، چې نظام به خپله مسلمانان جوړوي، تر وسې به سل سلنه شريعت نافذوي، د «إعلاء کلمة الله» په موخه به يې جوړوي او د امر بالمعروف نهی عن المنکر په طريقه به يې تطبيق کيږي.

پوښتنه: د اسلامي نظام بنسټیز اصول څه دي، معنا دا چې هغه بنسټیز اصول کوم دي چې پر اساس یې موږ یو نظام ته اسلامي نظام ویلو شو؟! یا هغه توپیرونه څه دي چې یو اسلامي نظام له نورو نظامونو څه پرې بېلولی شو؟!

ځواب: 1. لومړی اصل دا دی، چې د اسلامي نظام مشر به مسلمان وي او د مشرۍ د شرعي اهليت لرونکی به وي. د مسلمانۍ شرط يې پر دې دی، چې د خپل امت او ملت سړی به وي، ورته به ژمن وي، داسې به نه وي، چې د خپل امت او ملت پر ککريو د واشنګټن امنيت ساتي. نړیوال امنيت، ارزښتونو او باورونو ته ژمن وي او خپل ولس، عقيده، ثقافت او تاريخ نه پېژني.

2. دوهم اصل د اسلامي شريعت حاکميت دی. د اسلامي نظام د ټولو چارو لومړنی او اساسي مصدر او مرجع شريعت ګڼل کيږي، بناءً قانون به اصلاً او مقصداً اسلامي وي.

3. درېم اصل تمرکز دی. اسلامي نظام واحد نظام وي، پاشلی، ايتلافي، پر قومي، فکري، انتمايي، حزبي او ديني وېشونو بناء نه وي. هر څوک، چې دې نظام کې وي، د اهليت پر بناء به وي، اسلامي نظام، هېواد او مسلمان ملت ته به ژمن وي.

4. څلورم اصل شوری ده، چې د خپلو ځانګړنو لرونکي خلک به په کې وي او يوازې په نامنصوص غير اجتهادي مسايلو کې بحث او نظر ورکولی شي. که موضوع منصوصه وه، شوری په کې کار نه لري او که يې اجتهـا د پورې تړاو و، علماء کرامو ته به سپارل کيږي. شوری که ټاکونکې وه، خبره يې مُلزِمه ده او که ټاکونکې نه وه، مشورتي وه، نظر به يې د لارښوونې په توګه اخيستل کيږي، معنا د فقهاو په اصطلاح «مُعلِمه» ده.

5. پينځم اصل د شريعت د پينځو مقاصدو سرماتی ساتونکی به وي: د دين ساتنه، د انساني ژوند ساتنه، د انساني عقل ساتنه، د انساني کرامت او مال ساتنه.

6. شپږم اصل د ارضي تماميت او استقلال سل سلنه ساتنه ده. نړۍ نن سبا نسبي ازادي مني. په بهرني، سياست، اقتصاد او پوځ کې په ټوله نړۍ کې د ګوتو په شمېر دولتونه ازاد دي. په اسلامي هېوادونو کې مطلقاً په دې برخو کې ازادي نه شته. اسلامي نظام په هېڅ برخه کې مطلقاً پردی فرمان نه مني!

7. اووم اصل امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی. اسلامي نظام هېڅکله له احتساب پرته نه وي. د حکومتولۍ او عام امت چارو کې به دا اصل پلی وي. همدلته سېکولزم او لېبرالزم او ټولې غربي کفري پدیدې په ټوله معنا نفي کيږي.

8. اتم اصل دا دی، چې په اسلامي نظام کې د واکمن او رعيت تر منځ شرعي ولاء وي. واکمن به د خپل رعيت د ټولو حقونو ايفاء کوي او رعيت به يې په ټولو شرعي چارو سمع او اطاعت. د دې واکمن پر ضد راوتل به شرعاً بغاوت ګڼل کيږي. مطلب دا دی، چې په اسلامي نظام کې واکمني چا ته په وېش کې نه رسيږي، چې د نړۍ قوتونه راشي او حکومت د رعيت له شرعي ولاء پرته په ونډو ووېشي.

9. نهم اصل دا دی، چې په اسلامي نظام کې د واک د تر لاسه کولو لپاره شخصي کانديد کېدل نه شته. په شريعت کې چې څوک واک غواړي، د واک مستحق نه ګڼل کيږي، بلکې د يو شرعي اهليت پر بنسټ ورته غوره کېدی شي. په اسلامي نظام کې کار مسووليت دی، حق نه دی، چې څوک يې دعوی وکړي. تبليغاتي غونډې وکړي، ځان له نورو غوره وګڼي، مصارف وکړي، تاوانونه وکړي، بيا چې کوم منصب ته ورسيږي، بيت المال ځان ته حلال ګڼي، ځکه چې مصارف يې کړي!

10. لسم اصل دا دی، چې اسلامي نظام کې ښځه عامه او تنفيذي رياستونه نه شي کولی او که چاپېريال جوړ نه وي، فرعي او واړه رياستونه او ماموريتونه هم نه شي کولی.

11. يوولسم اصل دا دی، چې په اسلامي نظام کې بهرنی سياست د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ بناء دی. تر هغه چې په مشترکو ګټو کې تصادم نه وي، سترګې پرې نه شي پټېدلی. په بهرني سياست کې د امت مفهوم ستر او اساسي ځای لري. کله که د يو خاص تصادم او ستر ضرر پېښېدو له امله مخه بنديږي، نو بيا به د لومړيتوبونو پر اساس مشترکو حقونو کې د خپل نظام انحصار ته ترجيح ورکول کيږي. دا يوولس هغه خبرې دي، چې نورو نظامونو کې قطعاً نه شته يا يې ځينې برخې په ډېر کم نسبي ډول لري.

پوښتنه: تاسې د اسلامي نظام ځانګړتياو کې وويل چې ځان کانديدول په کې نه شته، نو يو څوک به څه ډول مطرح کيږي؟!

ځواب: کله چې په اسلامي نظام کې او دخپل امت او ملت په چارو کې د خدايي مسووليت له مخې يو څوک عملاً مطيع، فعال، بامسووليت او با کفايته وي، خپله مطرح کيږي، نظام کې د پاتې کېدو له امله يې د کاري کفائت خپله جوتيږي. د يوسف عليه السلام د کيسې اصل جوهر دا دی، چې هغه د نظام له لوري با کفايته وګڼل شو او نظام فيصله وکړه، چې ته به د نظام خاص سړی يې نو بيا يې وويل، چې زه په مالي چارو کې ښه کار کولی شم. دا چاره تر ټولو لومړی دا غواړي، چې دا شخص به د نظام سړی وي، نظام سره به ولاء لري، اطاعت به کوي او په نږه نيت به خدايي خدمت کوي. د قومي، تنظيمي، فکري، لساني او کوم بل تبعيضي وېش او متضاد ځانګړي سياسي ليدلوري پر بنسټ به مسووليت نه غواړي، ځکه دی بيا دا مهال د نظام سړی نه وي، کانديد کېدو ته اړ وي، مسووليت غوښتو ته اړ وي، د ځان توصيف او مستحق ګڼل کېدو ته اړ وي، بې ځايه مصارفو ته اړ وي او ټاکل شوی منصب بيا بناءً په لومړۍ درجه غنيمت او د مصارفو د پوره کولو سرچينه ګڼي او دا موږ په اسلامي هېوادونو کې عملاً وينو. بهرنيو سفارتونو، استخباراتي ارګانونو ته کار او غلامي له همدې ځايه زيږي. د هېواد او وطنوالو د مينې پر دعوی د پردي سفارت طرحې پلې کوي.

پوښتنه: کله چې په لومړي ځل مشر ټاکل کيږي، دا شوری به بيا څوک ټاکي؟!

ځواب: دا خو د ابوبکر صديق رضی الله عنه له ټاکنې ښه معلوميږي، چې طبعاً د امت اعيان، علماء، جهادي مشران او صاحب نظر خلک به دې کار ته اوږه ورکوي، ځکه د کار تاسيس دی، خامخا به يو څوک په خپل نوښت رامخکې کيږي. مګر کله چې نظام جوړ شي، بيا به نظام د ټاکونکې او مشورتي شوری د ټاکلو چاره پر غاړه اخلي، چې د امت او ملت منلي، مطرح، پوه، خپلواک او با تدبيره خلک ورته غوره کړي، لکه عمر رضی الله عنه چې وکړل او هغوی په خپلې ټاکونکې طرحې عثمان رضی الله عنه وټاکل.

پوښتنه: معنا دا چې انتخابات بيخي نه شته؟!

ځواب: په محلي توګه د خپلې سيمې د ممثلينو د انتخاب په کچه به ستونزه ونه لري، چې دا ممثلين بيا د ټاکونکې شوری د غړو په حيث خپل رول ولوبولی شي، ځکه دا خلک به د خپلې سيمې په کچه پېژندل شوي او مطرح خلک وي، خو په هېوادنۍ کچه عام انتخابات نو په ټوله نړۍ کې د شفافيت او قناعت بېلګه نه لري. لومړی خو عام ذهنيت د دې کچې نه وي، چې د نظام پر مقاصدو بناء رايه وکاروي، انتخاباتو کې هر شخص خپل ذاتي ميلان ته ګوري، اجتماعي ګټې او مقصدي چلن ته يې پام څه چې پرې پوه لا نه وي، دا شل کاله څلور دورې انتخابات وشول، چا په کې د کوم اعلی مقصد پر بنسټ رايه کاروله؟ خو ګوند بازي، سمت بازي، قوم بازي، بلکې هره بازي په کې وه. دوهم دا چې د معرفتي کچې د کمښت له امله د وړ شخص پېژندنې امکان بيخي ټيټه سلنه کې وي، بيا نو د عامو انتخاباتو څه ګټه؟

پوښتنه: د اسلامي نظام بحث کې د اسلامي نظام مخالفینو لومړۍ نیوکه یا پوښتنه دا وي چې څه ډول اسلامي نظام؟! کوم اسلامي نظام؟! او… ایا اسلامي نظام همدومره یو مبهم او ګونګ مفهوم دی، که نه د اسلامي نظام مخالفین هڅه کوي په لوی لاس اسلامي نظام یو مبهم نظام او له واقعیت څخه لرې وښیي؟!

ځواب: دا پوښتنه د همدې لپاره تل مطرح وي، چې همداسې پوښتنه پاتې شي. د دوی مقصد دا دی، چې ګوندې په ملت دولت سېستم کې اسلامي حکومت نه شي راتلی. يا يې دا مقصد دی، چې د نړۍ اسلامي هېوادونو کې هره بېلګه وښوول شي، دغه ډول نظامونو او په ځانګړي ډول کابل ادارې ته مشروعيت ورکول کيږي. که لومړی مقصد وي، دا يوه مغالطه ده. دوی داسې ښيي، چې ګوندې اسلامي حکومت د خـلا فــت په بڼه د اسلامي هېوادونو په عموم کې راتلی شي. قوميتونه، جغرافوي حدود او اوسنی سېستم به له منځه ځي. خــلا فــت رښتيا هم عموم غواړي، خو داسې هم نه ده، چې په اسلامي تاريخ کې قُطري دولتونه نه وي تېر شوي. په جزيره کې عباسي خـلا فـت و او په اندلس کې اموي دولت. په شام کې اموي دولت و او په مدينه، مکه او عراق کې علوي راشده خـلا فـت. په جزيره او شاوخوا کې عباسي خـلا فـت و او په افغانستان کې طاهري امـا ر ت. په ټوله اسلامي نړۍ کې عثمـا ني خـلا فـت و او په افغانستان کې هوتکي امـا ر ت. دوی که څه هم خپلمنځي مشکلات لرل او له اسلامي ليدلوري به دا کار سم نه و، خو ټولو شرعي ولاء، رعيت او واک درلود. دا چې اوس په ټوله نړۍ کې بل اسلامي نظام نه شته، نو افغانستان کې په اولی طريقه اسلامي نظام حاکمېدی شي. واک او تمکين تر خپلې وسې دی، دا نه ده، چې يا به ټوله نړۍ نيسې يا به هېڅ نه يې. دا شبهه د يوې نفسياتي زورنې په بڼه هم کاريږي، چې مسلمانان د خپل شريعت او نظام پر مرونت شکمن کړي. وښيي، چې اسلامي هغه يو جامد نظام دی، د پېښوريو خبره لچک نه لري، چې غلطه او بې بنسټه خبره ده. نن نړۍ کې اسلامي هېوادونه شته، خو اسلامي حکومتونه نه شته، موږ يې رښتيا هم بېلګه نه شو ښوولی او د دې لپاره، چې دا نظام د ابهام تيارو کې وي، په ټوله نړۍ کې اسلامي حکومتونه واک ته ان په ډېر انعطاف او نرمۍ ښوولو هم پرېنښوول شول. زموږ علماء کرامو هم دا موضوع څېړلې، چې د اړتيا پر بنسټ کېدلی شي، قُطري دولتونه جوړ شي. مثلا امام ماوردي، امام جويني، امام قرطبي او صاحب نبراس علامه فرهاروي رحمه الله پر همدې نظر دي.

پوښتنه: د اسلامي نظام مخالفین یوه نیوکه دا کوي، چې اسلامي نظام اوس وخت کې د تطبیق وړ نه دی، ایا رښتیا هم همداسې ده؟په اوسنۍ نړۍ کې اسلامي نظام د تطبیق وړ نه دی؟! په داسې حال کې چې بشپړتیا او شـمولیت د اسلامي شریعت یوه قوي ځانګړنه ده.

ځواب: دا پوښتنه په قُطري اړخ کې ځواب شوه، خو ځينې نور هغه اړخونه چې دوی يې د ښکار شوي ذهن دايره کې او د ماتو نفسياتو له امله د تطبيق وړ نه ګڼي، دا دي: دوی مثلاً وايي، حدود د تطبيق وړ نه دي!! دوی په دې شبهه ځان ډېر انساني ښيي، خو چې دوی په نړۍ کې د ديموکراسۍ لپاره مېلينونه انسانان وژلی شي، د امنيت په پار اسلامي نظام حدود نه شي قايمولی؟ دا کوم منطق دی؟ کفر په افغانستان، عراق، سوريې، فلسـ.ــطـيـ.ـن، چيـ.چـ.ــنيا، صومال، کشـ.ــمير، برما او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څومره مسلمان انسانان له تېغه تېر کړل؟ د افغانستان اسلامي نظام به د امن په پار حدودو کې له لسو کسانو ډېر ووژني؟ دولتونه پر ځای پرېږده، د نړۍ غله، قاچاقيان او اختطافګر چې څومره انسانان وژني، د هغوی څو سلنه به په حدودو کې وژل کيږي؟ بيا هم؛ له لسو به واوړي؟ د امريکا سببي مړينو کې يوولس سلنه د قتل پېښې دي، دا د ۲۰۱۷ احصائيه ده او د سعودي هغو کې صفر اعشاريه اته سلنه، څه وايې؟
د نړۍ د شرابخورۍ او خرمستيو نتيجه کې چې څومره انسانان ژوند بايلي، په حدودو کې به د هغوی څو سلنه وي؟ دا خلک منطق نه غږوي، مغالطې کوي!! د امريکا د سببي مړينو لړ کې له شرابو مرګ دوه اويا نيم فيصده دی، يعني د افغانستان جګړو کې دومره خلک نه مري، لکه هغوی، چې شرابو څښلو کې مري!! بل اړخ يې دا ګڼي، چې اسلامي نظام ګوندې بدلون نه مني، درځئ په نه بدلون کې نړۍ سعودي، قطر، بحرين، عمان، امـا رات، کويټ، نيپال او برونای مني او اسلامي نظام نه مني؟ ولې؟ که دېکتاتوري وي، ولې يې نه نړوي؟ که د چا د سياسي مشارکت خبره وي، ولې يې نه نړوي؟ د نړۍ دا ټول شاهي نظامونه چې له سلګونو کلونو قايم دي او ځينې يې مطلق شاهي دي، زموږ د سيمې له کوم ديموکرات هېواده وروسته، بد او بېکاره دي؟ دا شل کاله موږ ديموکراسي وکتله، موږ څومره په ديموکراسۍ کې مرفه شوو او دغه دولتونه چې شاهي نظامونه لري، څومره مرفه دي؟ خبره دا ده، چې اوږدمهاله مستحکم اسلامي نظام موثريت لري او دوی له دغه تاثيره وېرېږي. موږ د شاهي نظام ننګه نه کوو او دا هم نه وايو، چې خامخا دې اسلامي نظام کې حاکم تر مرګه حاکم وي، خو د دوی د دورنګه منطق خبره کوو. دغه چې ځان ته د واکمنۍ حق ثابتوي، دغه يې اصل شرعي ستونزه ده.

پوښتنه: د اسلامي نظام په قیام باندې شکمن وګړي یوه دا اندېښنه هم لري، چې د څلورو فقهي مذاهبو تر څنګ د نورو مختلفو مسلکونو باوجود څرنګه به ممکنه وي، چې یو اسلامي نظام دې ولرلی شو.
ایا رښتیا هم دا موضوع د اسلامي نظام د راتګ خنډ کېدای شي؟! په داسې حال کې چې دا څلور مذاهب خو پخوا هم موجود و، هغه وخت چې اسلامي نړۍ متحد او قوي اسلامي نظامونه درلودل.

ځواب: د اسلامي نظامونو تاريخ کې دا موضوع اصلاً پېښه شوې نه ده. د دې معنا دا ده، چې دا هېڅ اشکال او هېڅ مطرح موضوع نه ده. په قُطري دولتونو کې خو دا موضوع حل ده، ځکه اکثريت يې پر يو مذهب وي، مشکل حل دی، خو ان زموږ عمومي خـلا فـتـونـو او امـار تـونـو کې دا ستونزه د «حُکْمُ الْحَاکِمِ يَرْفَعُ الْخِلَافَ» قاعدې پر بنسټ حل شوې. حضرت عمر رضی الله عنه امير الـمـؤ مـنـيـن و. د ام الولد وينځې په اړه يې له علي رضی الله عنه سره اختلاف و، چې خرڅيږي، که نه؟ امير الـمؤ مـنـيـن ويل نه خرڅيږي، علي رضی الله عنه ويل، خرڅيږي. دوه اجتهـا ده وو، خو چې موضوع د نظام قانون ته راغله، علي رضی الله عنه د امير الـمـؤ مـنـيـن حکم ته خپل اجتهـا د پرېښود. همدا ډول يې په خمس کې د اهل بيت د برخې په اړه سره اختلاف درلود. عمر رضی الله عنه ويل، چې دوی له دې امله برخه اخيسته، چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پر کارونو بوخت ول. اوس خو خپلو خپلو کارونو ته فارغ دي، نه يې شي اخيستی. دلته يې هم د امير الـمـؤ مـنـيـن حکم ته خپل اجتهـا د پرېښود. د اخترونو د لمونځ د تکبيراتو په اړه د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه مذهب دا و، چې لومړي او دوهم دواړو رکعتونو کې درې درې تکبيره دي او د عبد الله بن عباس رضی الله عنهما مذهب دا و، چې لومړي کې اووه او دوهم کې پينځه دي. امام ابو حنيفه او صاحبان يې د ابن مسعود رضی الله عنه پر مذهب دي. امام شافعي رحمه الله د ابن عباس رضی الله عنه پر مذهب دی. د هارون الرشيد زمانه کې هغه امر وکړ، چې د ابن عباس رضی الله عنهما مذهب دې عملي شي، صاحبانو عملي کړ، سره له دې چې مذهب يې نه و. په عثمـا ني خـلا فـت کې پر ټوله نړۍ حنفي فقه حاکمه وه، هېچا يې انکار نه دی کړی، دابې مورده شبهه ده!

پوښتنه: د نظامونو له ډلې یو هم جمهوریت دی. جمهوریت نظام اسلامي کېدای شي؟! او ایا ممکنه ده چې د جمهوریت په چوکاټ کې اسلامي شریعت تطبیق شي؟!

ځواب: چې خپل خاصيت له لاسه ورکړي او د اسلامي نظام ځانګړنې خپلې کړي، کېدلی شي. دا به البته دومره ګټه ولري، چې نوم به يې اسلامي جمهوريت وي، نور به په کې د جمهوريت څه پاتې نه وي. جمهوريت که څه هم د تمثيل برخه کې لار لري، مګر د سياسي نظرياتي جذب برخه کې يې اسلامي نظام سره تضاد دی.

پوښتنه: ځینې علماء وایي چې اسلامي شریعت د اسلامي حکومت لپاره په کوم خاص او ځانګړي چوکاټ یا سیستم باندې ټینګار نه کوي، بلکې مهمه دا ده چې اسلامي شریعت پکې حاکم وي، همدا که هر ډول چوکاټ او سیستم له لارې کېدای شي، درست دی. تاسو څه وایاست؟!

ځواب: دا خبره تر دې حده سمه ده، چې اسلامي نظام ته د اسلامي نړۍ د ټولو حدودو او جغرافيې نړول شرط نه دي. کېدلی شي، چې اسلامي دولت تاسيس شي او اسلامي حکومتونه په کې په تمامه معنا شريعت نافذ کړي. پورته موږ د مشروع قُطري دولتونو بېلګه ويلې ده او څه چې د حاکمو سياسي شرايطو له امله د يو دولتي اسلامي نظام واک کې نه دي، ديانتاً ترې بريء الذمه نه دي، خو هيله دا ده، چې قضاءً به تر مساعدو شرايطو مکلف نه وي ان شاءالله. همدا ډول د وزارتونو، رياستونو، مديريتونو او ماموريتونو په اړه هم توسع ده. د اړتيا، دود او مناسبت پر بنسټ کېدلی شي تاسيس شي او کار وکړي، خو په دې کې اړتيا اصل دی، داسې به نه وي، چې خلکو ته د کار د پيدا کولو په پار داسې مناصب ايجاديږي، چې کار او نتيجه نه لري او بيت المال يې پېټی يوسي. مثلاً د کابل ادارې د رييس سلاکاران، د وزيرانو سلاکاران او مدني فعالان.

پوښتنه: په اوسنۍ زمانه کې پر اسلامي نړۍ د حاکمو نظامونو څخه یې د اسلامي نظام بېلګه لرو؟!

ځواب: فکر نه کوم! اسلامي هېوادونه شته، خو اسلامي نظامونه نه شته.

پوښتنه: ولې اوږده موده د اسلامي نړۍ کوم هېواد د اسلامي نظام نمونه وړاندې نکړای شوه؟! په داسې حال کې چې په مختلفو سیمو او مختلفو وختونو کې مختلفو جریانونو د اسلامي نظام د قیام لپاره ډېرې هڅې او کوښښونه کړي، پر وړاندې یې عمده چیلینجونه او خنډونه څه دي؟!

ځواب: ښه ډېر کوښښونه شوي، خو نړۍ يا نطفه کې خنثا کړي يا يې لار کې پرزولي. مسلمانان د انتخاباتو له لارې مصر او ترکيه کې واک ته ورسېدل، پوځ ونړول. په تاجکستان کې د جرګې لارې ورشريک شول، ووژل شول. افغانستان کې د تغلب له لارې راغلل، له يو څه اړي ګړي وروسته د ښې حکومتولۍ څښتنان شول، خو ټوله نړۍ ورپسې راټوله شوه او هر څه يې له خاورو سره خاورې کړل. لامل يې بهرنی او کورني دواړه کېدی شي. بهرنی لامل خو موږ ټول وينو، چې کفر د اسلامي نظام له موثريته سخته وېره لري، که په دولتي سېستمونو کې اسلامي نظام وچلېد، ټوله اسلامي نړۍ همغږې کېدی شي او کفر ته چې څومره له خـلا فـتـه وېره ده، هغومره يې په دولتي سيستم له موثريته وېره لري. کورنی لامل يې د مسلمانانو بې کلچره ژوند دی. خپل تاريخ او هويت سره نا اشنايي ده. ماديت او عيش پرستي ده. موږ ته چې اوس د اسلامي نظام په اړه په کور دننه کومه ستونزه ده، بهر يې هغومره نه لرو.

پوښتنه: له اسلامي نظام څخه غرب ولې وېره لري؟!

ځواب: اسلامي نظام کې د رهبرۍ او موثريت جوهر دی، که حاکم شي د نړۍ نظامونه په خپلې بې کچې مادي او معنوي پانګې ننګولی شي. نړۍ نن سبا مادي او جنسي څپو اخيستې، معنويات يې د مباديو د نشتوالي له امله صفر کې ضرب دي. اسلامي نظام د مادي او معنوي رهبرۍ لياقت لري. دا رهبري په ډېر چټک ډول د نړۍ رُخ بدلولی شي. که پر اسلامي ارزښتونو د نړۍ رُخ واوښت، نو دا نظامونه پاتې کيږي؟ دوی خپله بقاء دې کې ويني، چې اسلامي نظام دې نه وي!!

پوښتنه: په اسلامي نړۍ کې واکمن نظامونه هم په یو نه یو ډول هڅه کوي چې په اسلامي هېوادونو کې د اسلامي نظام د راتګ مخنیوی وکړي، له اسلامي نظام سره د دوی دا دښمني له څه امله ده؟!

ځواب: (خندا) په اسلامي نظام کې شرعي اهليت ته اړتيا ده، ته د کوم اسلامي هېواد واکمن کې دا اړتيا پوره وينې؟ په اسلامي نظام کې مشر ته د اسلام، علم، عدالت او د محارب دښمن په اړه جرئت ته اړتيا ده، په کوم واکمن کې دا شرطونه وينې؟ په اسلامي نظام کې دوی د مسلمانانو پر مالونو دا ډول خېټه اچولی شي، چې بهر کې اکاونټونه جوړ کړي؟ په اسلامي نظام کې د دوی ژوند له ادنی اسلامي ورورولۍ ځارېدی شي، دوی تيار دي؟ په اسلامي نظام کې هر فرد د جهـا دي روحيې څښتن وي، دوی کې يې ارزوې؟ په اسلامي نظام کې چې د شريعت د مقاصدو کومه پامته‌داري ده، کوم اوسنی واکمن ورته تيار دی؟ په اسلامي نظام کې چې امت سره د ولاء او محارب کافر سره د براء کوم تصور دی، څوک يې کولی شي؟ لږ تر لږه د مستقل سياسي، پوځي او اقتصادي واک وړتيا په چا کې وينې؟

پوښتنه: اوس وخت کې هيله شته، چې افغانستان کې به اسلامي نظام حاکم شي، ستاسې پر اند څه په کار دي، چې د اسلامي نظام چارواکي هم نظام وساتي او هم له نړۍ سره وچلېدی شي؟!

ځواب: لومړی خو دا ده، چې د نظام او حکومتولۍ غوښتنې بايد پوره شي. جهـا د يوه ډېره ستره پرده ده، تر اوسه پر مسلمانانو پرته ده. کله چې نظام لاس ته ورشي، دا پرده اتومات پورته کيږي، نو د ذهنيت، د پوهې د عمق، د رويې، د کار د مېتود، د وړتيا، د کړې دعوی، د فکر، د کلچر، د خپل تاريخ د ترجمانۍ او په انساني شخصيتونو کې له پوښلو طبعي زېرمو سره د چلن امتحان پيل شي. دا نو يو څه ډېر ستونزمن کار دی او د هر چا کار نه دی. زموږ دعاء او هيله دا ده، چې څه ډول الله تعالی مسلمانانو ته له نړۍ سره د ډغرې لار او امکان برابر کړل، همداسې ورته د نظام برخه کې الهي نصرت او توفيق غواړو. دوهمه موضوع دا ده، چې د نظام په توګه به د اسلامي نظام چارواکو ته په کور دننه د جارح اختلاف دريڅې بندول غواړي. حتی الامکان به کوښښ کوي، چې په کور دننه ستونزه پرېنږدي او ټول افغانان پر خپل نظام قانع کړي. درېمه موضوع د دولتدارۍ حياتي مسايلو ته په تمامه انرژۍ او ځواک رسيدګي ده. استقلال، امن، دفاع، عدالت، ښوونه او روزنه، صحت، د ژوند اړتياو ته اسانه لاس رسی، اوبه او برېښنا، د مواصلاتو او اتصالاتو بهتر نظام. دا اساسي مسايل دي او له دې اخوا بيا رفاهي چارې پيليږي، چې نن سبا خلک پرې ډېر حساب کوي. مسلمان ولسونه سخت غفلت ځپلي، ډېر ځای د حیاتي اړتيا او رفاهي اړتيا توپير نه کيږي، ډېری اسلامي هېوادونه پر رفاهي چارو شکلي ترکيز کوي، زموږ خلک يې پرمختګ ګڼي، چې نه دی. د بهرنيو چارو برخه کې تر ټولو لومړی نړۍ ته د فعالې او ګړندۍ ديپلوماسۍ له لارې د خپل سياسي فکر ښه تصوير وړاندې کول دي. نړۍ بايد قانع شي، چې د دې نظام سياسي محورونه ابتداءً پر تفاهم او وسيع ظرفيت بناء دي. په بهرني سیاست کې زموږ د ملت او امت ګټې د مشروع سياسي ایجاباتو پر بنسټ ولاړې دي. د حکومتدارۍ په ټولو اړوندو برخو کې د بهرني سياست د زمينه سازۍ فعاليت ډېر مهم دی. که د بهرني سياست محورونه فعال، مقنع او د تعامل وړ وي، د حياتي او ترفيهي اړتياو ټولو برخو کې يې پر بنسټ اسلامي او غير محارب نا اسلامي هېوادونو سره پرمختګ کېدلی شي. همدا متقابل پرمختګ د دې لامل کېدی شي، چې نړۍ د اسلامي نظام په اړه له جارح موقفه واوړي.

قدرمن استاد لطف الله خیرخوا صاحب! ډېره مننه له وخت را کولو مو. کور مو ودان!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button