د امت یو بل ستر محسن شیخ عبدالرشید مدني رحمه الله هم له دې فاني نړۍ وکوچېد!

صفي الله رائد

هوکې، علماء د ځمکې پر مخ هغه پړکېدونکی ستوری دي؛ چې ټوله ځکمه ورسره روښانه، رڼا او ښایسته وي؛
ځکه خو ابن عباس رضی الله عنه فرمایي: ” اَلْعُلَمَاءُ نُجُوْمُ الْاَرْضِ “علماء د ځمکې پر مخ ستوري دي.
دشپې په شنه اسمان او ګڼو ځلیدونکو ستورو په شتون کې سړي ته د ستورو دومره قدر او قیمت نه وي معلوم؛ لکه دمزل پر شپه په یوې تپې تیارې او توره ترږمۍ کې..!

هو! همداسې د عالماوو په ژوند کې هم دهغوی قدر او قیمت انسان ته دومره نه وي معلوم لکه څومره یې چې په نه شتون کې بیا ارمان کوي.

او چې کله د شیخ عبدالرشید مدني رحمه الله په څېر د علم او عرفان دنګ منار او دځمکې پر سر یو لوی ځلیدونکی ستوری ونړېږي؛ توره ترږمۍ خپره او تپې تیارې خپلې پردې وغوړوي؛ نو انسانانو ته هم بیا هلته د رڼا قدر او ارزښت ورمعلوم شي.
او بیا وروسته ورته څرګنده شي چې دا خو دفلان سپین ستوري رڼاوې او شغلې وې چې موږ به د ګړنګ پر غاړه هم سم قدم واهۀ او مزل کاوۀ..!

هوکې؛ مرحوم شیخ عبدالرشید مدني رحمه الله همداسې یوه ستره هستي، د امت یو نه هېرېدونکی محسن او د ځمکې پر مخ یو پړکیدونکی او ځلیدونکی ستوری و؛ چې بلاخره یې د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ وکوچېد.
انا لله وانا الیه راجعون.

مرحوم شیخ صاحب د دنیا د نیکو مجالسو او مدارسو لپاره یو رڼا او څراغ وو؛ ټول دخیر مجلسونه به پرې ښۀ او دراندۀ ښکارېدۀ؛ ځکه چې دی پخپله یو لوی بلیدونکی څراغ په څېر و؛ چې مجلس به پرې ښایسته او روښانه برېښېدۀ، چې بدبختانه نن مو هغه بلیدونکی روښانه څراغ هم د خزان ناترسه سیلۍ د ابد لپاره خاموش او مونږ یې هم له یوې لویې رڼایي څخه د ابد لپاره محروم کړو.

ملګرو مرحوم شیخ صاحب رحمه الله دومره یو لوی ولی الله انسان و؛ چې افغانان او په تېره بیا اسلامي امارت به دده په څېر بل داسې نیک مؤمن او خیرخواه سپین روبی عالم هېڅکله پیدا نه کړي.

هو! مرحوم شیخ صاحب رحمه الله داسې یو لوی ولی الله انسان و چې د خیرخواهۍ، پوهې، رښتینولۍ، حقانیت او تقوی نښې به یې په نوراني مخ کې له ورایه ښکارېدې.
له پند او نصیحت ډکو خبرو به یې تل په زړونو کې لارې جوړولې.

یقینا! چې دامت د دې ستر محسن مرحوم شیخ عبدالرشید مدني رحمه الله رحلت افغانانو او په ځانګړي توګه اسلامي امارت ته یوه لویه ضایعه او ستره صدمه ده.
ځکه مرحوم شیخ صاحب رحمه الله د بې وزله افغانانو یو لوی خواخوږی او خیرخواه او د اسلامي امارت د رهبري شوراء د مهمو شخصیتونو څخه یو فعال او برجسته غړی و.

خو دا چې مرګ حق دی نو دعاء به کوو چې الله تعالی د امت په دې ستر محسن خپل خصوصي رحم وکړي او الله پاک دې افغانانو او په ځانګړي توګه اسلامي امارت ته نعم البدل ورنصیب کړي.
امین یارب العالمین.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button