شهيد سردار محمد داود خان

سردار محمد داود خان د سردار محمد عزيز خان زوی، د يوسف خان لمسی، د یحیی خان کړوسی او د سلطان محمد کودی و. سلطان محمد د سردار پاينده خان زوی او امير دوست محمد خان ورور و، چې په طلايي باندې يادېده. نوموړی (محمد داود خان) د (۱۲۸۸ هـ ش) کال، چې د ۱۹۰۹ م کال سره سمون خوري، زوکړی دی.
سردار محمد داود خان زده کړې د کابل په استقلال لېسه کې کړې دي او لوړې زده کړې يې په فرانسه کې د کور جوړولو په څانګه کې ترلاسه کړې. همداراز يې په حربي پوهنتون کې نظامي تعليمات وکړل. نوموړي د خپل تره (پاچا محمد نادرشاه) له لور (زینب) سره په ۱۹۳۴ز واده وکړ، چې له هغې نه يې درې زامن (عمر، خالد او ويس) درلودل او همداشان څلور لورانې (تورپېکۍ، شينکۍ، درخانۍ او زرلښته) يې وې. د سردار محمد داود خان پلار په فرانسه کې سفير و او هلته ووژل شول.
سردار داود خان په ۱۹۳۴ز د ختيځ او په ۱۹۳۵ کې د کندهار نايب الحکومة و. له ۱۹۳۹ ــ ۱۹۴۷ پورې د مرکزي قواوو قومواندان و. په ۱۹۴۸ز د کورنيو چاررو د وزير په حیث مقرر شو. همداشان ۱۹۴۹ ــ ۱۹۵۳ز پورې د شاه محمود خان په کابينه کې د دفاع وزير و.
د ۱۹۵۳ د ستمبر په شپږمه د کابينې پر جوړولو مؤظف شو، چې ۱۹۶۳ز پورې د هېواد د لومړی وزير و او له لس کاله دندې ترسره کولو وروسته يې استعفی ورکړه. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په نړۍ کې دوه نظامي بلاکونه جوړ شول، چې يو د شوروي اتحاد يا د کمونيزم د پلويانو د وارسا تړون و او بل د امريکا د پلويانو د ناټو تړون و. د وارسا تړون د شوروي اتحاد له سقوطه او تيت پرک کېدا سره له منځه لاړ، اما د ناټو تړون لا تر اوسه پورې شتون لري.
د وارسا او ناټو له بلاکونو پرته د ناپېېلو هېوادونو غورځنګ هم و، چې شهيد سردار د هغه غورځنګ فعال، محرک او له اصلي بنسټګرو څخه وو.
سردار محمد داود خان د نظامي چلند لرونکی و، بيا يې هم سياست خوښېده او تل يې دا هيله وه، چې د سياسي ګوند په توسط قدرت ته ورسېيږي؛ خو د ځينو اړتياوو له مخې له صدارته استعفی ورکړه او لس کاله له سياسته لرې پاتې شو؛ ځکه دا لس کاله د دېموکراسۍ د ازمويلو لسيزه وه، په دې کې پنځه صدراعظمان يو په بل پسې د کابينې په جوړولو مأمور شول، ولې د هېواد بحرانونه يې مهار نه شو کړای. همداشان په دې لسيزه کې سياسي احزاب تاسيس شول، ازادې غير دولتي خپرونې رامنځ ته او په نشراتو يې پېل وکړ.
سردار محمد داود خان، چې د صدارت چارې يې پر مخ وړلې، هغه مهال د هېواد لپاره ډېر کارونه وکړل. لومړی پنځه کلن پلان يې جوړ کړ، چې له ۱۹۵۶ ــ ۱۹۶۱ پورې يې تطبيق کړ. دويم پلان يې پېل کړ، ولې هغه نيمګړی پاتې شو. د ده د صدارت پر مهال د سرکونو جوړول او پراخول شروع شول؛ د کندهار ــ سپين بولدک سرک، د کابل ــ تورخم سړک، د سالنګ تونل، د کندهار ــ هرات سرک او يو شمېر نور سړکونه اعمار او اباد شول. همداشان د نغلو، ماهيپر، درونټې او مزارشریف د برېښنا کيلو واټونو ظرفيت لوړ شو. همداراز د نفتو او ګازو استخراج پېل شو. د کابل د جګدلک فابريکه يې عصري کړه او نور ډېر مهم کارونه يې ترسره کړل.
څرنګه چې د دېموکراسۍ لسيزه زمونږ د هېواد لپاره موزونه نه وه، نو زمونږ د تباهۍ او بربادۍ ارمغان يې له ځان سره راوړ؛ ځکه چې په دې کې په پرديو پورې تړلي ګوندونه او د هغوی خپرونې د هېواد په اُفق کې راڅرګند شول، چې په سر کې يې خلق، پرچم، ستم ملي او شعلهْ جاوېد وو. لومړي دواړه په شوروي اتحاد او وروستي په چين پورې تړلي وو. اسلامي او ښي اړخي احزاب هم تاسيس شول، ولې چپي کمونسټ ګوندونه ډېر فعال وو. همدا چپي کمونېست احزاب وو، چې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ لامل شو.
د دېموکراسۍ له لسيزې وړاندې ځينې خودغرضه کسان راپورته شول او دا ډرامه يې پېل کړه، چې سلطنت او حکومت بايد سره بېل شي، پاچا دې خپل کار کوي او حکومت بايد د ولس په اراده وي او سلطنتي کورنۍ دې له حکومتي چارو ګوښه وي او په سياسي احزابو کې به هم شتون نه لري. هماغه وو، چې سردار داود خان له صحنې نه ووېستل شو، نو هغه هم لس کاله انتظار وکړ او بالاخره د (۱۳۵۲هـ ش) د چنګاښ (سرطان) په ۲۶مه يې سپينه کودتا وکړه، چې د چا پوزه هم په کې وينې نه شوه. دا مهال پاچا په بهر کې و، هغه هم خپله استعفی سردار محمد داود خان ته راولېږله.
سردار محمد داود خان د جمهوري رياست، صدرات، دفاع وزارت او بهرنيو چارو وزارت څوکۍ په خپل نوم کړې، کابينه يې جوړه کړه او د هېواد د سمسورتيا او هوساينې لپاره يې اووه کلن اقتصادي پلان طرح کړ. همداشان يې له ګاونډيانو او نورو نړيوالو سره د ښو اړيکو غوښتونکی شو.
سردار داود تکړه مسلمان، فعال او د هېواد سمسورونکی شخص و، ،نو ځکه د سرو شورويانو د سترګو اغزی و، هغو نه غوښتل چې ګران هېواد دې اسلامي پاتې شي او پرمختګ دې وکړي. هماغه و، چې شورويانو خپل لاسپوڅي ګوندونه (خلق او پرچم) سره متحد کړل. د پرچم ګوند مشر ببرک کارمل ملحد د دې ګوند بل فعال غړی (مير اکبر خيبر) وواژه او د هغه د قتل پړه يې پر سردار محمد داود خان ور واچوله. د هغه د جنازې په مراسمو کې کمونيستانو سختې ويناوې وکړې او له داود خانه يې د غچ اخيستلو هوډ وکړ. حکومت د خلق دېموکراتيک ګوند مشران بنديان کړل، ولې له بده مرغه د څرخي پله له لوري څو ټانکونه د کابل په لور روان شو، چې د دې لارښوونه اسلم وطنجار کوله، دوی پر ارګ بريد وکړ او بالاخره د شورويانو د ګوډاګيانو نظامي کودتا بريالۍ شوه. محمد داود خان ته د کمونستانو بړېڅو د تسليمېدو وويل، ولې ده هغه رد کړه، مقابله يې کوله او په دې ترڅ کې د دهريانو د غلامانو په ګوليو شهيد شو.

ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button