د قربانۍ او اختر فضائل او مسائل (۲برخه)

عبدالله عزام
[۱۱]ســـوال: که یو څوک د نصاب خاوند وي، خو خپله قرباني ونه کړي، بلکي د خپل کوم عزیز/شناخته له طرفه یې وکړي، یا یې صرف د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له طرف څخه وکړي نو آیا د ده له ذمې څخه قرباني ساقطیږي او که نه؟
جواب: په دې صورت کې د نصاب د مالک له ذمې څخه قرباني نه ساقطیږي، پر ده باندې له خپل طرف څخه یوه قرباني کول ضروري دي، د نورو خلګو یا رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرف څخه دقربانۍکولو اختیار دی.
[۱۲]ســـوال: که کوچني اولادونه د نصاب خاوندان وي، نو د هغو څه حکم دی؟
ځواب: که کوچني اولادونه خاوندان د نصاب وي، نو هم د مفتی به قول مطابق پر هغو باندې قرباني کول واجب نه دي.
و یضحی عن ولده الصغیر من ماله صححه في الهدایة، وقیل : لا، صححه في الکافي. قال: ولیس للاب ان یفعله من مال طفله و رجحه ابن الشحنة، قلت: و هو المعتمد لما في متن مواهب الرحمان من انه اصح مایفتی به [الدرالمختار مع ردالمحتار(۳۸۴-۳۸۳/۹ )کتاب الاضحیة] [۱۳]ســـوال: که پر جائیداد د پلار قبضه وي او د هغه بالغ اولادونه یعني لوڼي او زامن هم وي، نو یوازي پر پلار قرباني واجب ده او که د اولادونو له طرفه څخه هم پر پلار قرباني کول واجب ده؟
ځواب: پلار که د نصاب مالک وي، نو یوازي پر پلار باندې قرباني کول واجب ده، د اولادونو له طرف څخه قرباني کول پرې واجب نه دي.
[۱۴]ســـوال: که د لوی اختر په وخت کې یو سړی د قربانۍ کولو پر ځای د قربانۍ قیمت یو مسکین ته ورکړي، نو آیا د ده له ذمې څخه شرعي مسئولیت اوړي او که نه؟
ځواب: د قربانۍ پر ځای د هغې قیمت مسکینانو یا نورو خیریه ادارو ته ورکول صحیح نه دي او نه یې هم شرعي مسئولیت له غاړي اوړې، ځکه چې د قربانۍ کولو په وخت کې د وینو تویول مطلوب او د ثواب عمل دی. هکذا في کتب الفقه.
[۱۵]ســـوال: که د یو چا مال خرڅ نسي او دقربانۍ لپاره پور/قرض واخلي، نو آیا قرباني یې صحیح کیږي او که نه؟
ځواب: د قرض په اخیستلو سره قرباني کولی سي.
[۱۶]ســـوال: د قربانۍ لپاره د ټاکل سوي حیوان خرڅول څنګه دي؟
ځواب: د قربانۍ لپاره متعین سوی حیوان باید ذبح کړل سي او باید ونه پلورل سي.
[۱۷]ســـوال: یو شتمن سړي د عرفات له ورځي مخکي د قربانۍ لپاره حیوان رانیوی، بیا د عرفات په ورځ هغه سړی مفلس سو او کوم حیوان چې یې رانیولی ؤ، ګوډ سو د دې حکم څه دی؟
ځواب:قال في الشامي: لا ان ارتد او اعسر او سافر في آخره وفي الدرالمختار: و لواشتراها سلیمة ثم تعیبت بعیب مانع کما مر، فعلیه اقامة غیرهامقامها ان کان غنیا، و ان کان فقیرا اجزأه.[الدر مع الرد(۳۹۴/۹) کتاب الاضحیة] و فیه: لا بالعمیاء و العوراء و العجفاء: المهزولة التي لامخ في عظامها، والعرجاء التي لاتمشي الی المنسک الخ … قال في الشامي: قوله: (والعرجاء) ای التي لا یمکنها المشي برجلها العرجاء، انما تمشي بثلاث قوائم، حتی لو کانت تضع الرابعة علی الارض و تستعین بها جاز. عنایة.[الدرالمختار و حاشیة ابن العابدین(۳۹۲/۹)کتاب الاضحیة)
له دې روایتونو څخه معلومه سوه چې د دې سړي لپاره د هغه حیوان قرباني کول کافي دي.
[۱۸]ســـوال: (الف) که یو چا د قربانۍ لپاره حیوان رانیوی او بیا ورک سو، بیا یې بل حیوان رانیوی خو وروسته هغه ورک سوی حیوان هم پیدا سو، نو که مالداره سړی وي، نو هماغه یو حیوان دي قرباني کړي، او که مسکین وي نو د دواړو حیوانانو قرباني پرې لازمه ده، په دې مسئله اوشرعي حکم کې حکمت او راز څه دی او د غني او غریب فرق ولي دی؟
(ب) همداراز که یو چا د رانیولو په وخت کې دپوره غوایي د قربانۍ نیت کړی ؤ، خو اوس بل څوک هم ورسره شریکول غواړي، نو که شتمن وي، شریکولی یې سي، خو که مسکین وي نه یې سي شریکولی، د دې علت څه دی؟
ځواب: (الف، ب) دا مسئله دفقهي په کتابونو کې داسي لیکلې ده، د درمختار په کتاب الاضحیة کې راځي: و لو ضلت او سرقت فشری اخری فظهرت، فعلی الغني احداهما و علی الفقیر کلاهماالخ [الدر مع الرد۳۹/۹ کتاب الاضحیة] او حکمت په دې کې دادی چې د فقیر سړي د قربانۍ په ورځو کې قرباني رانیول د نذر کولو په څير دی او د نذر په منلو سره د هغه پوره کول لازمیږي، نو فقیر چې دوې قربانۍ یې د قربانۍ په ورځو کې رانیولي دي ګواکي د دوو قربانیو نذر یې وکړ نو پوره کول هم پرې لازم دي. په خلاف د غني، چې پر هغه باندې له مخکي څخه لا قرباني واجبه وه، نو د غني سړي قرباني رانیول د نذر د منلو په څیر نه ده او همدغه ځواب د مسئله(ب) هم دی چې فقیر چې کله پوره حیوان د قربانۍ په نیت رانیوی نو د همدې رانیولو له امله پر نوموړي باندې د پوره غوایي قرباني کول لازم دي، ځکه چې ټول نذر سو. لکه څنګه چې په درمختار کې راځي:
و فقیر…. شراها لها لوجوبها علیه بذالک حتی یمتنع علیه بیعها الخ… و في الشامي: قوله: (بذالک) ای بالشراء و هذا ظاهر الروایة لان شرائه لها یجري مجر الایجاب و هوالنذر بالتضحیة عرفا کما في البدائع ووقع في التاترخانیة: التعبیر بقوله شراها لها ایام النحر ، و ظاهره انه لو شراها لها قبلها لا تجب[ الدر والشامي(۳۸۹/۹)کتاب الاضحیة)
[۱۹]ســـوال: د مړي له طرف څخه قرباني کول څنګه دي، آیا ثواب یې ورته رسیږي او که نه؟
ځواب: د مړي له طرف څخه قرباني کول جائز دي او ثواب یې هم ورته رسیږي.
قال الشامي في الفروع علی الدر: من ضحی عن المیت یصنع کما یصنع في اضحیة نفسه من التصدق والاکل، والاجر للمیت الخ[ردالمحتار(۳۹۵/۹) کتاب الاضحیة] [۲۰] ســـوال: د مړي له طرف څخه دقربانۍ کولو غوره طریقه څنګه ده؟
ځواب: قرباني دي وکړي، ثواب دې مړي ته ور وبخښي، یا دي داسي ووایي چې دا قرباني د فلاني له طرف څخه کوم یا دي داسي ووایي: اللهم تقبل عن فلان.[فتاوی دارالعلوم دیوبند ۵۰۱/۱۵]

نوربیا… ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button