اردوغان: له طالبانو سره زیات مشترکات لرو؛ تر امریکا به یې له مونږ سره مذاکرات آسانه وي

 عزم سه شنبه، ۲۹چنګاښ،۱۴۰۰): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن یوځل بیا د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتنې په تړاو څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې له طالبانو سره یې په تړاو خامخا او رغوونکي مذاکرات ترسره کوي.

د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې، اردوغان نن د شمالي قبرس د «لفکوشای»ښار کې د اختر د لمانځه پرمهال خبریالانو ته په څرګندونو کې وویل، طالبانو له امریکا سره اوږده او پیچلي مذاکرات ترسره کړل، خو له مونږ سره به یې مذاکرات ډیر آسانه وي.

نوموړي وويل: «طالبان له ځینو مسائلو نا راحته دي، مونږ به د هغو مسایلو څیړنه او په اړوند به یې له هغوی سره مذاکرات وکړو؛ د ترکیې او طالبانو مذاکرات به د مشترکاتو له امله ښه او رغوونکي وي»

نوموړي د یادو مشترکاتو په تړاو وویل چې ترکیه او طالبان عقیدوي تغایر نه لري«زه باوري یم چې له هغوی سره د لیدنې پر مهال به یوه توافق ته ورسیږو، دا بهیر له دوحې پیل شوی او همالته رسیدلی، زما په نظر کولای شو، دا بهیر په ښه ډول وړاندې یوسو»

نوموړي زیاته کړه چې دوی نور متبادل موضوعات هم لري چې په تړاو به یې وروسته اقدامات وکړي.

ترکی ولسمشر وویل چې امریکا او ناټو افغانستان پریښووده، خو له دوی یې وغوښتل څو د هوایي ډګر ساتنې ته د پخوا په څیر اوږه ورکړي، «مونږ مثبت ځواب ورکړ، خو په مشروطه توګه»

نوموړي د یادو شرایطو په تړاو وویل چې امریکا به یې په دیپلوماتیک ډګر کې تر شا دریږي، لوژیستکي امکانات به ورکوي او دغه راز به یې ستر مالي او اداري مشکلاتو کې هم لاس نیوی کوي «که داشرایط ومنل شول، مونږ هم د حامدکرزي هوایي ډګر مسؤلیت منو»

د یادونې وړ ده چې طالبانو ترکیې ته خبرداری ورکړی چې دکابل د هوایي ډګر د ساتنې په پلمه یې هیڅ نوعه پوځي حضور هیواد کې نه شي زغملی او که پاتې شول، د یوه اشغالګر په توګه به ورسره چلند وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button