د عسکر یادښتونه (دوهمه برخه)

طارق بدر
بیا هغه سهار دی!
سندره کې خو وايي، بیا هغه ماښام دی؛ خو زموږ بیا هغه تکراري سهار دی، نن د جمعې سهار دی، سهار چېرې دی لمر تر نیمايي اسمان راغلی، خو معمولاً زموږ سهار دا لس لس نیمې بجې شروع کېږي، تېره شپه مو ټوله ويښه تېره کړه، سالوک د نږدې کلي تبله‌چي انډیوال کړی، نجیب په موبایل کې باجه ورسره وغږوله، بس په دې وچه لنده مو ګوزاره وي؛ خو د چرسو دوړو مې ستونی سره ګل کړی، خبره مې کوله، چې نن د جمعې سهار دی، د جمعې لمونځ زموږ خواته هغه خلک هم کوي چې په نورو لمونځونو کې يې درک نه وي، خو چې دلته راغلی یم، نه له شاوخوا کلیو د جمعې د خطبو غږ راځي نه موږ سر ورښکاره کړی!
دلته لمونځ عمومي رخصت دی، نه کېږي؛ کله پتلون ککړ وي، کله ناوخته وي، کله په کوم فلم سره راټول شو، چې سر راپورته کړو، لمر لوېدلی وي؛ کلي کې به چې کله ملا صاحب له ګیره ووت نو دا خبره يې تکراري کوله چې عسکر د کفارو مزدوران، ساتونکي او تر هغوی مخکې مخکې روان پیره داران دي، دوی لمونځ اودس نه پېژني؛ ما ته به زموږ کلیوال عسکر نېغ سترګو ته ودرید، چې کلي ته به راغی، د جمعې دویم صف چا نه دی ترې نیولی، خو چې اوس خپل حال ته ګورم، لکه چې زموږ کلیوال هم په زور ځان مسلمان ثابتول غوښتل!
مکتب کې به موږ هم دغسې کول، زموږ مکتب د ماسپښینه و، ډېر هلکان و، چې امتحانونو کې به يې اودس په اوداسه کاوه، خو چې امتحان به تېر شو، مخ به يې لکه د نجیب پتلون سره ورغلی تک تور شو، پوهنتون بیا ښه و، ما چې ادبیات شروع کړل، استادان مو له یوې مخې خلقیان و، یو د اسلامیاتو استاد به لږ لږ خدای را یاداوه، خو بس قسمت مو دا پوسته کړې وه!
زړه مې دی، ولامبم، خو صبر چې یو وار ټول راویښ شي، چې څه نیت لري، د جمعې په ورځ زموږ مصرف پر هغه چا وي، چې تېره ورځ يې پر سړک پیره کړې وې، ځکه د جمعې په ورځ موټرې کمې وې، چندان شی نه ترې بوديږي، خو پنجشنبه بیا په کش کې وي، د خوند ورځې پنجشنبه او شنبه دي، د هر چا چې پیره وي، مزې يې وي، که څه هم سالوک زموږ یو دویم قومندان ګی دی، په هره پیره کې دی خپل سهم لري، خو هر د نر بچی خپل جېبونه ډکوي، څه زهر سالوک ته نیسي او څه ګډې برخې ته راباسي.
زه چې دلته راتلم، نجیب به راته ویل په غوړو کې دې لاسونه شول، خو ما به چې دوولس زره افغانۍ او د اندړو دا سپېره دښته سره مقایسه کول، تر دې مې د ایران مسافري هم ښه بلله؛ خو اوس چې ورته ګورم، دې هلکانو په میاشت کې تر پنځو لکو هم رسولې، له مازیګر وروسته د سپرلۍ موټر هم باید بې پیسو تېر نه شي، خو د ورځې په اوږدو کې مو بیا ډېر پام بار وړونکو موټرو او تراکتورو ته وي، بس نو چې په څو مو د کونداغونو په زور موټروان راضي کړ، له پنځه زره کلدارې نیولې تر پنخه ویشت زره پورې!
جالبه به درته وکړم، پرون نه هغه بله ورځ سه شنبه وه که چهار شنبه، پر سړک د دلدار پیره وه، یو د تراکتور وال پرې راغلی، د ده خدایزده چرس سرته ختلي و، که يې بیګانی روش بېخ ته تللی و، له تراکتور سره پر دې لانجه وه، چې باید افغانۍ ورکړي، دې ټوله سیمه کې څوک افغانۍ پېژني هم نه؛ د تراکتور وال پر دوولس زره کلدارې قانع و، خو دلدار زورونه ورسره وي چې نه پنځه نیم زره افغانۍ به راکوې، اخر خبره د مرمۍ تر تېرېدو سره ورسېده، چې ور منډه مې کړه، له موټروان مې دوولس زره کلدارې جېب ته کړې، زه د دلدار پنځه نیم زره افغانۍ قرضدار شوم، دلته افغانۍ درک نه لري، خو چې ښار ته د معاش ایستو لپاره لاړو، بیا به يې ورکوم؛ نو دوولس زره شاوخوا اوه نیم زره افغانۍ کېږي، یو دوه زره مې په څو دقیقو کې وګټلې!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button