ادبیات ټولنه اصلاح کوي

ادبیات د یوې ژبې ټول لیکلي او نالیکلي اثار، چې هنري ارزښت ولري ادبیات بلل کېږي.
او ادیب هغه چا ته ویل کېږي کوم چې د ادبیاتو د علم محصول ګرځېدلی وي.
ادبیات د یوې ټولنې د پرمختیا غوره سرچینه بلل کېږي، یعنې ادبیات ټولنه په بېلابېلو برخو وېشي او تر منځ یې تعادل برابروي مطلب دا چې د ټولنې سمې او ناسمې کړنې د ټولنې وګړو ته د هنر او احساس په ژبه وړاندې کوي او له همدې لارې د ټولنې اصلاح اړینه بولي، زموږ ادبیات دوه برخې لري چې یوه برخه یې تخلیقي ادبیات دي، یعنې هر هغه څیز چې یو معلوم شخص یې ایجادوي او بله برخه یې تحقیقي ادبیات دي کوم چې تخلیقي ادبیات څېړي، مطلب دا چې کومې لیکنې او یا هم کوم اثار چې تخلیق شوي د هغو د لیکوالانو ژوند، تاریخ او زمانه څېړي او نورو نسلونو ته یې د بېلګې او یا هم د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې کوي، لکه څنګه چې نن ورځ موږ ته د ارستو، سقراط، افلاطون، ویلیم شکسپیر… او د داسې نورو کسانو میراث راپاتې او د هغوی له ویناوو څخه موږ په نننۍ نړۍ کې ګټه اخلو، یا هم په پښتو ژبه کې صوفي عبدالرحمان بابا، خوشحال خان خټک، عبدالروف بېنوا، قیام الدین خادم… او داسې ډېر نور اشخاص موږ پېژنو او پر ژوند يې څېړنه کوو تر څو زموږ ټولنه د ادب په باغ کې ژوند وکړي او د شته ګواښونو پر وړاندې چمتو واوسي…
د ادبیاتو د سمې پېژندنې لپاره همدومره بسنه کوي.
پر اوسنۍ یا نننۍ نړۍ ادبیاتو خپل سیوری غوړولی او ټولنه یې په خپلو پنجو کې را حساره کړې چې زموږ ټولنه یې غوره بېلګه کېدای شي، د هرې ټولنې، هر وګړي ادبیاتو ته په خپل ذهن کې په شعوري او لاشعوري توګه ځای ور کړی او ادبیات یې د ژوند تصویر ګڼلی، په رېښتیا هم ادبیات د ژوند د واقیعتونو رغنده جوت تصویر دی، موږ او تاسو دا تصویر ښه انګېرلی شو، زموږ په اوسنۍ نړۍ کې ادبیات دژوندانه په بېلابېلو پړاوونو کې خپل رنګ نغمه ولۍ او په هرځای کې یې خپل تاثیر شیندلی. زموږ روڼ پرمختک په ادبیاتو کې نغښتی له ادمه تر دې دمه موږ له دې جوهر سره اوږه په اوږه، سینه په سینه، له یو نسل څخه بل نسل ته غېږ ورکړې او لاهم ددې باارزښته علمي او روحي قوتونه په نقلولو بوخت یاستو. تاریخ د دې شاهدي ورکوي چې پښتو ژبه او پښتانه له ادب څخه ډېر لرې پاتې شوي او د اوسنیو بدبختیو د کومو بدبختیو لمن چې اوس مهال پر پښتنو غوړېدلی کره سرچینه یې د ژبې د تحقیقي او تخلیقي اثارو نشتون دی او که شتون هم ولري د ولس هيلو ته ځواب نشي ویلای، الحمدالله ثم الحمدالله زموږ اوسني ځوانان د هیښتیا په حالت کې دي او خپلې ټولې هڅې یې ګړندۍ ساتلي چې په راتلونکو څو کلونو کې به يې محصول وینو.
همدا ده چې د جرمني مشهور لیکوال او شاعر ګویټه ویلي: چې ادیب د روح طبیب دی، یعنې څه يې چې خوښه وي پر روح یې کولای شي. له دې وینا مراد دادی چې ادیب د ټولنې د فکر ترجمان او هیله بښونکی طاقت دی او کولای شي ټولنه یوې با اعتباره، کامیابه او بریالۍ لارې ته سوق کړي،چې ښه بېلګه یې زموږ د ناوړو دودونو، کړنو او منفي فکرونو پر وړاندې لیکل شوي ناولونه، لنډې کیسې، او شعرونه دي چې زموږ د ځوانانو لخوا پرې کار شوی او دا ناوړې کړنې يې په یوه بد او ناوړه تصویر کې رانغاړلي، چې په لوستلو یې ټولنه د کامیابي څرک په غیر مستقیم ډول موندلی شي.
که زموږ ادیبان په خپل درک کار وکړي او خپل مسوولیت وپېژني نو ټولنې ته د کامیابۍ او اصلاح مفکوره په رنګونو، الفاظو، تجربو او نویو نظریاتو په شکل په سالم ډول ټولنې ته وړاندې کوی شي.
ادیبان تر نورو وګړو ډېر ژر دټولنې درد، غم، خوشحالي او کمزورۍ محسوسوي او دټولنې په کمزورۍ ځان سم نه ویني او د ټولنې د هر درد او غم ، خوشحالي او نېکبختي تصویر په خاص مهارت د قلم تر کرښو باسي لکه دا لڼډۍ داسې غږیږي
ورور مې ټوپک، زه یې ګولۍ یم په تورو غرو يې وویشتم، ورکه يې کړمه
دا لنډۍ چې ویونکې یې ښځینه ښکاري موږ ته دا عیانوي چې زموږ په ټولنه کې ښځینه د نارینه وو تر حکم لاندې ژوند کوي یعنې هر څه چې نارینه غواړي همغه پر ښځو تطبېقیږي پدې لنډۍ کې د ښځې پر مجبوریت او بې وسي خپل رنګ شېندي موږ بیا هم وایو چې د ټولنې درد، تر ټولو لومړۍ ادیب ښکار کوي
ادبیاتو او ادیبانو تل جنګ او ناورین ته، په ناوړه نظر کتلي او تل یې دسولې او ارامۍ هیله، د قلم په زور او ځواک لاندې غوښتې او خپل ټول ژوند دټولنې دا صلاح په تکل تېروي ادیب تل غواړي ټولنه د پرمختیا په یون کې وګوري، ادیب تل غواړي ټولنه یې د نورو ټولنو سیاله وي، ادیب تل غواړي چې د اولس پر شونډو مسکا خوره کړي که هغه په نثر کې وي او که په نظم کې.
ادیبانو په هر ډګر کې خپل عواطف او احساسات په لفظونو خرڅ کړي لکه سعید چې وايې:
وچې شــــونډې، پــولۍ زړه، ځــپلـــۍ ګــــرځـــم
یـــاره مــاته ستــا د حــســــن د احــســان څـــه
د ازاد پـــــرواز خاوند وم، ای سعیده تا لـېـــدلـم
نازولې پښـــتنه وه، چې یې زلفو کې اسیر کړم
په پورتنیو بیتونو کې دا جوته کېږي چې شاعر خپل دزړه ناویلې خبرې په څومره مهارت او وړتیاوو تر موږ رسولې، څومره لوړه با ارزښته مفکوره یې د عشق خاوندانو ته ډالۍ کړې…
ادیبان تل کوښښ کوي چې اشنا خبرې نا اشنا کړي او نا اشنا خبرې اشنا کړي، خو یوه خبره باید په وروستیو کې تاسو ته وړاندې کوم هغه دا چې که ادیب، ادیب وي هسې نه چې نوم یې د ادیب وي او منځ یې له معنویاتو خالي وي البته زموږ په ټولنه کې دا ډول کسان ډېر لېدل کېږي .
خبرې نه اوږدوم ټولې خبرې پر دې جمله رانغاړم (ادبیات د معنویاتو روح دی)
وحیدالله مومند

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button