”د کابل حکومت د هوايي ځواک د الوتکو درو کې یوه برخه له کاره لوېدلې، رهبري کېدونکي توغندي هم ورسره ختم شوي“

عزم نیوز (جمعه، ۱ زمری، ۱۴۰۰): رویټرز اژانس د جولای په ۲۳تمه د کابل حکومت د یوه پارلماني پلاوي له قوله لیکلي چې د حکومت د هوايي ځواکونو له درو یوه برخه الوتکې د کارېدو وړ نه دي او في الحال دا ځواک د لېزر په مټ د رهبري کېدونکو توغندیو له کمښت سره هم مخ دی.

دا څرګندونې پرون جمعه د کابل حکومت د پارلمان یوه هیئت د امریکا د کانګرس له غړو سره په مجازي غونډه کې کړې دي.

د پارلمان یوه غړي، حاجي اجمل رحماني، ویلي، امنیتي وضعیت رښتیا هم خرابېدونکی دی. رحماني زیاته کړې چې د کابل حکومت د هوايي ځواکونو د نږدې ۱۵۰ الوتکو یوه-درېمه برخه د پرزو د نه شتون او یا هم د بهرنیو قراردادیانو د وتلو له امله له کاره لوېدلې ده. همداراز له دې ځواک سره د لېزر په مټ رهبري کېدونکي توغندي هم ختم شوي دي.

راپور لیکي چې د کابل حکومت هوايي ځواکونه بې پیلوټه الوتکو ته هم اړتیا لري ځکه چې امریکايي ځواکونو د نورو تجهیزاتو او وسایلو ترڅنګ نږدې ۴۰ ډرون الوتکې هم له ځان سره وړې دي.

نیو عرب انګلیسي رسنۍ بیا د رحماني له قوله لیکلي، امریکایانو دوی ته ویلي چې د اړتیا وړ وسایلو جوړول او کابل حکومت ته سپارل به وخت ونیسي، ”دوی د یوه کال شاوخوا خبره کوي، کم یا زیات، تر څو دا شیان افغانستان ته راورسیږي. دا داسې څه دي چې په دې وخت کې سخته اړتیا ورته شته“.

هوايي ځواک هغه قوه ده چې کابل حکومت ته یې پر طالبانو قوت ورکړی، له همدې امله متحده ایالتونه هڅه کوي چې دا قوه برقراره وساتي. د امریکا حکومت کانګرس ته د ۲۰۲۲ز مالي کال د بودیجې په وړاندیز کې د دې ځواک د فعال ساتلو لپاره کابل حکومت ته د یو میلیارد ډالرو ورکولو غوښتنه کړې ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د زیاتې برخې تر وتلو وروسته اوس د کابل حکومت هوايي ځواک له زیاتو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې هغه قراردادیان هم وتلي چې د دوی د الوتکو د ترمیم او مراقبت دندې یې ترسره کولې. د امریکا دفاع وزارت د دې ستونزې د حل لپاره په قطر او متحده عرب اماراتو کې د الوتکو د ترمیم ورکشاپونه خلاص کړي دي. د دې ترڅنګ یې هڅه کړې چې له آنلاین لارې بهر-مېشتې قراردادیان او د کابل حکومت د الوتکو ترمیموونکو سره یوځای کړي څو الوتکې په خپل وخت ترمیم کړل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button