طالبان: نجراب لا هم زمونږ په لاس کې ده؛ د عسکرو لخوا یې د بیا نیولو ادعا پروپاګند ده

عزم(شنبه، ۲ زمری ۱۴۰۰):وروسته تر هغه چې دولتي ویاندویانو ادعا وکړه چې ګواکې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ یې له طالبانو بیرته نیولې، تازه د طالبانو ویاند دا ادعا “رد” کړې او ویلي یې دي چې « موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو.»
طالبان وایي چې د نجراب ولسوالۍ مرکز او ټول ملحقات یې لا هم په کنترول کې دي او په خبره یې چې تعرض کوونکي دولتي عسکر یې په سختي سره ځپلي او بریدونه یې په شا ورتمبولي دي.
طالبانو د یادې ولسوالي له امنیې قومانداني څخه یوه مستنده ویډیو هم خپره کړې چې په کې ځایي طالب مسؤلین د کابل د چارواکو ادعا ردوي.

د نجراب ولسوالۍ د کاپیسا تر ټولو لویه او مهمه ولسوالي ده چې په ۶لویو درو ورټوله ده او له پنجشیر ولایت سره هم اوږده پوله لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: