د موسکا څرک؛ استاد او شاګرد!

یو استاذ د میوې او سبزۍ دوکان ته ولاړ ، د دوکان خاوند چې کله ورباندې سترګې ولګیدې نو چوکۍ یې ورته کیښوده او ورته یې وویل استاذ تشریف فرما شئ!
بیا یې بغیر له دې چې استاذ غوښتنه ترې وکړي یا ورته ووايي چې څه څه یې څومره په کار دي ، د هرې میوې ، او هرې سبزۍ نه یې دوه دوه کیلو ورته په پاکټونو کې واچولې او ورته یې وویل استاذ دا زما لخوا تحفه ده تاسې ته!
بیا یې استاذ پخپل موټر کې تر کوره ورسولو ، په لاره کې یې له استاذ نه پوښتنه وکړه :
استاذه زه دې وپیژندم؟
استاذ ورته وویلې نه بچیه! ته څوک یې؟

ورته یې وویلې: ډیر پخوا زه ستاسې شاګرد وم ، یاد مو شي چې یوه ورځ مو په صنف کې ودرولم ، پوښتنه مو رانه وکړه ، لکن ماته جواب نه راتلو او تاسې ښه سم ووهلم!!
هماغه ورځ شوه چې له مکتبه وتښتیدم او بیا مې د علم دروازه ونه لیده!
اوس الحمدلله درې د سبزیو دوکانونه لرم، د غواګانو فارم لرم ، میږې او وزې لرم! او دوه کورونه هم لرم!!!

استاذ په افسوس وويل: کاشکې زه هم درسره په هماغه ورځ تښتیدلای وای!!!

الله نور “سیلاب”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button