کابل کې د کرېکټ د لوبغالي د احاطوي دېوال د جوړېدو چارې پیلېږي

عزم(دوشنبه، ۰۴ زمری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، د کابل په مرکزي سیمه«الوخېلو» کې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د کرېکټ یو لوبغالی جوړېږي.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرېکټ لوبغالي د احاطوي دېوال د جوړېدو قرارداد چې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، د ازادې سیالۍ له لارې د ایګل ویژن ساختماني شرکت د ۲۰ میلیونه، اته سوه نوي زره، شپږ سوه او څلور پنځوس (۲۰۸۹۰۶۵۴) افغانیو په ارزښت ترلاسه او د قانوني پړاوونو له ترسره کېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې، دغه لوبغالی د کابل په مرکزي سیمه الوخېلو کې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه په نړیوالو معیارونو جوړېږي.:«د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپل کوربه‌توب ګڼې نړیوالې لوبې لري او دا لوبې په افغانستان کې د یو نړیوال معیاري کرېکټ لوبغالي د نه شتون له امله په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي، د دغه لوبغالي له جوړېدو وروسته به د افغانستان په کوربه‌توب ټولې لوبې په هېواد دننه ترسره کېږي او ملي لوبډله به په افغانستان کې د نورو نړیوالو لوبډلو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.»

د یاد لوبغالي احاطوي دېوال چې د درې متره جیګوالي ترڅنګ پر سر د اوسپنیزې کټارې درلودونکی دی، د یوې اوبو څاه د کېندلو سره به د قرارداد له مخې د ایګل ویژن شرکت له لوري د اوو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې یاده شوې بودیجه د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري ورکول کېږي او د دغې ادارې د انجنیرۍ او زېربناو څانګه به یې وخت پر وخت له کارونو څارنه کوي، تر څو یې کارونه په سم او معیاري ډول ترسره شي.

په کابل کې داسې مهال د کرېکټ د نړیوال لوبغالي چارې پیلېږي، چې د کرېکټ بورډ له لوري په ځینو ولایتونو کې جوړ شوي لوبغالي د لږ وخت په تېرېدو خراب شوي او یا هم د ځینو لوبغالو چارې له تېرو څو کلونو راهیسې پیل شوي، خو تر اوسه بشپړ شوي نه دي.

کرېکټ: کابل کې نوی معیاري لوبغالی جوړېږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button