نړیوال روغتیایي سازمان له افغانستان سره د اکسیجن د تولید ۵۰۰ پایې مرسته کړې

عزم(دوشنبه، ۴ زمری ۱۴۰۰): نړیوال روغتیایي سازمان یا (WHO) د افغانستان روغتیا وزارت سره د اکسیجن د تولید ۵۰۰ پایې مرسته کړې ده.

دغه مرسته نن دوشنبه د نړیوال روغتیایي سازمان د مشر لیودا پنګ له لوري د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال ته ورکړل شوه.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې دغه مرستې به د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې پر وړاندې ډیره همکاري وکړي.

د نړیوال روغتیایي سازمان دغه مقام ویلي چې له افغانستان سره به یې دغه مرستې دوامداره وي او په راتلونکي کې به هم نورې مرستې وکړي.

د روغتیا وزارت اداري او مالي مرستیالې وږمې سالمي د نړیوال روغتیایي سازمان د مرستو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه دستګاوې به هغو مراکزو ته وسپاري چې ضرورت ورته ولري.

ویل شوي چې دغه دستګاوې په یوه دقیقه کې ۸ لیتره اکسیجن تولیدوي.
افغانستان د کرونا دریمې څپې سره مخ دی او د اکسیجن له جدي کمبود سره مخ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button