د تاريخ يوه زرينه پاڼه: (حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه)

حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه د قريشو د بنو مخزوم قبيلې څخه و. نوموړی د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د مېرمنې (ميمونې رضی الله عنها) د خور (ام لبابه) زوی و. پوه او ځيرک انسان و، ولې د اسلام له خونده ډېر کلونه بې برخې پاتې شو. بالاخره د حديبيې له سولې وروسته د اسلام په مبارک دين مشرف شو.
له خالد رضی الله عنه نه روايت دی، وايي: کله چې الله جل جلاله ما ته د خير اراده وکړه، زما په زړه کې يې اسلام واچولو. او زما پوه او عقل هم سر ته راغی، نو ومې ويل: د محمد صلی الله عليه وسلم خلاف په ټولو جګړو کې موجود وم، نو په هره جګړه کې له ګډونه وروسته ما له ځان سره ويلي، چې زه په ناسم ځای کې بوخت او بېشکه محمد صلی الله عليه وسلم به بريالی کيږي.
هر کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حديبيې ته راغی، د مشرکانو يو شمېر سپرو سره په عسفان کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له ملګرو سره مخامخ شوم، نود هغه پر وړاندې ودرېدم او هغه ته مخې مخې ته شوم، خو هغه په خپلو اصحابو کرامو رضی الله عنهم باندې زمونږ په وړاندې د ماسپښين لمونځ اداء کړ.
نو مونږ اراده وکړه چې پر دوی يرغل وکړو.
زمونږ پر زړونو کې چې کومه اراده وه، په هغه باندې دی خبر شو، چې بيا د مازديګر لمونځ يې په خپلو اصحابانو باندې د صلاة الخوف په ډول وکړ.
کله چې هغه له قريشو سره په حديبيه کې د سولې تړون وکړ او قريش يې په ماښام کې له ځانه لرې کړل، ما په زړه کې له ځان سره وويل: کوم شی پاتې شو (څه شی پاتې شو)؟
چېرته لاړ شم؟ نجاشي ته؟ هغه هم د محمد صلی الله عليه وسلم متابعت کړی، د هغه (صلی الله عليه وسلم) ملګري له ده سره ارام او خوندي ژوند تېروي! هرقل ته ورشم، چې له خپل دينه نصرانيت يې يهوديت ته ور واړول شم، نو په عجمو کې به ميشت شم. يا به خپل هېواد کې اووسېږم، چې څوک پاتې دي؟
زه په دې سوچونو او فکرونو کې وم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د قضاء عمرې د اداء کولو لپاره مکې مکرمې ته راغی، نو ما ځان پټ کړ او د هغه د راتګ پرمهال نه وم.
او زما ورور (وليد بن وليد) د قضاء عمرې پر مهال له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره راغلی و.
بيا هغه زه لټولی وم، خو پيدا کړی (موندلی) يې نه وم، نو هغه ما ته يو ليک کښلی و، که ګورم په هغه کې يې داسې ليکلي و: بسم الله الرحمن الرحيم امابعد: زه له دې ډېر نا اشنا څه نه وينم، چې ستا عقل، پوهه او رأی ولې له اسلامه تللي دي او ستا پوهه خو پوهه وه؟ او رسول الله صلی الله عليه وسلم ستا په اړه له ما څخه پوښتنه وکړه او ويې ويل: خالد چېرته دی؟ نو ما وويل: الله جل جلاله به هغه راولي. بيا هغه وويل: «د ده په څېر خلک او له اسلامه ناخبرتيا؟ او که د ده برلاسي توب له مسلمانانو سره وای، دا به د ده لپاره ډېره غوره وه او مونږ به دی پر نورو مخکې کړی و». اې وروره! کوم غوره ځايونه چې درنه پاتې شوي، اوس د هغه جبيره وکړه.
بيا کله چې ما ته د هغه ليک ورسېده، د تللو پخه اراده مې وکړه او د اسلام مينه يې په زړه کې راته زياته او رسول الله صلی الله عليه وسلم چې زما په اړه پوښتنه کړې وه، زښت زيات يې خوښ کړم… .
بيا خپل کور ته ننوتلم، د سپرلۍ د تيارولو امر مې وکړ، په هغه باندې سپور او روان شوم، چې له عثمان بن طلحه رضی الله عنه سره مخامخ شوم… .
له سپېده چاود نه لږ مخکې دواړه روان شوو، چې لا سهار نه و راختلی، تر دې چې (يأجج) ته ورسېدو. بيا روان شوو، څو (هدې) ته ورسېدلو، نو مو عمرو بن عاص رضی الله عنه ومونده، هغه وويل: تاسو ته ښه راغلاست وايم، نو مونږ وويل: څه شي راوېستلی يې؟
هغه وويل: او تاسو څه شي راوېستلي ياست؟
مونږ وويل: پهاسلام کې داخلېدلو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت کولو.
هغه وويل: او همدې خو زه هم را په مخه کړی يم.
بيا په ملګرتيا او ملتيا سره روان شو، چې آن مدينې منورې ته ورسېدو… نو ورور مې راسره مخامخ شو، هغه وويل: بېړه کوه، بېشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ستا خبر ورکړل شوی او ستا په راتلو خوشحاله شو او هغه ستا د ورتلو انتظار کوي.
نو مونږ ګامونه چټک کړل، زه هغه ته ورغلم، نو هغه ما ته په خندا (موسکا) و، تر دې چې د هغه په مخکې ودرېدم.
پر هغه مې د نبوت سلام واچاوه، نو هغه پر ورين تندي د سلام ځواب راکړ.
بيا ما وويل: اني اشهد ان لا اله الا الله وأنک رسول الله. يعنې: زه شاهدي وايم، چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او ته د الله جل جلاله رسول يې.
نو هغه وويل: «راشه!»
بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: «ټولې ستاينې هغه الله جل جلاله ته ښاييږي، چې تا ته يې لارښوونه وکړه او ما په تا کې عقل، پوهه ليدل، هيله مې درلوده چې له خيره پرته به دې بل لور ته نه بيايي».
ما وويل: اې د الله رسوله! بېشکه ما له هغه ځايه ليدل، چېرته چې زه وم، ستا پرخلاف د حق دښمن وم، نو ما ته له الله جل جلاله دعا وغواړه، چې بښنه راته وکړي.
بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: «اسلام هغه مخکيني ګناهونه له منځه وړي».
ما وويل: يا رسول الله! په دې باندې (اېله دا)؟
ويې ويل: يا الله جل جلاله! خالد بنوليد ته بښنه وکړه، ټول هغه څه چې له اسلامه د مخنيوي او ايسارولو په هکله يې کړي».
خالد رضی الله عنه وايي: او عثمان او عمرو رضی الله عنهما را وړاندې شول، له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې بيعت وکړ. او زمونږ راتګ (مدينې ته) د هجرت په اتم کال د صفرې په مياشت کې و. په الله جل جلاله قسم، رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلو ملګرو څخه يو تن هم له ما سره نه برابراوه.
او دا شان… خالد رضی الله عنه په اسلام کې داخل شو… څو له دې وروسته په زمکه کې ستر حربي قوماندان وي!
او همدارنګه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سایسي دبده وځلېده.
خالد رضی الله عنه چې اېمان راوړ او په دې نعمت سره سرلوړی شو، نو په رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ډېر ګران و، د هجرت په اتم کال د جمادي الأولی په مياشت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم (مؤته) نومي غزا ته يو دری زره کسيز لښکر واستاو او په ترتيب سره يې اميران (لومړی زید بن حارثه، بيا جعفر بن ابوطالب او بیا عبدالله بن رواحه رضی الله عنهم) ورته وټاکل او ورته ويې ويل: که زید شهيد شو، نو قومانده به د جعفر په لاس کې وي او چې هغه هم په شهادت ورسيږي، بيا به عبدالله امير وي او چې هغه هم د نورو په څېر شو، نو بيا تاسو خپل اميره په خپله غوره کړئ.
په دې درې زره کسيز لښکر کې، چې د هرقل د دوه لکه تنو لښکر سره مخامخ کېده، حضرت خالد رضی الله عنه د يوه عسکر او پوځي، مجاهد او سرښندونکي په توګه روان و.
لنډه دا چې دواړه لښکرې په بلقاء کې سره مخامخ شوې. جګړه ونښته، زيد بن حارثه رضی الله عنه ميدان ته ووت، د رومانو د نېزو په ګوزارونو په ميدان کې شهيد شو. نو جعفر رضی الله عنه د جنګ ډګر ته ور وړاندې شو، خپله اتلولي يې وښوده، چې ښی لاس يې غوڅ شو، نو په چپ لاس يې نبوي بيرغ هسک کړ او چې هغه هم ترې پرې شو، په سينه پورې يې بیرغ ټينګ کړ، بيا کافرانو په توره وواهه او شهيد شو. ورپسې وروستی امير (عبدالله بن رواحه رضی الله عنه) تر خپل شهادت پورې بيرغ پورته کړ.
د دريو واړو اميرانو له شهادته وروسته د مسلمانانو بيرغ حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه هسک کړ، د دوښمن مقابلې ته ور وړاندې شو او مسلمانان يې د رومي لښکر خلاف وهڅول. دوښمن يې په شا کړ. حضرت خالد رضی الله عنه خورا هيښوونکې کارنامه ترسره کړه، د لښکر شاتنۍ برخه يې مخې ته واستوله او د ښي اړخ (ميمنه) يې د کين لور (ميسره) په ځای او ميمنه يې چپ لور ته ودروله. د دې تغير او ادلون بدلون په پايله کې په روميانو کې ویره راغله او ويې ويل: مسلمانانو ته نوې مرسته راغلې، نو له دې امله يې تېښته غوره کړه او مسلمانان په برياليتوب سره مدینې ته راستانه شول.
کله چې د مؤته غزا کې مشرتوب د خالد رضی الله عنه په غاړه شو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته جبرايل عليه السلام د هغوی د شهادت او د خالد رضی الله عنه د قوماندانۍ خبر ورکړ، نو نبي عليه السلام اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته وويل: زيد، جعفر او عبدالله رضی الله عنه شهيدان شول او اوس د الله جل جلاله له تورې يوې تورې قومانده په لاس کې واخيسته.
رسول الله صلی الله عليه وسلم، خالد بن وليدر رضی الله ته د «سيف الله» لقب ورکړ.
حضرت خالد رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په غزاګانو کې ګډون وکړ او د هغه له رحلته وروسته د صديق اکبر رضی الله عنه په خلافت کې د نبوت دروغژن مدعيان پيدا شول او صديق رضی الله عنه هم د هغو په ضد جهاد پېل کړ. د مسيلمة الکذاب (دروغژن پېغمبر) مقابلې ته يې يو لښکر سوق کړ او د هغه قيادت يې خالد رضی الله عنه ته وسپاره. نو الله جل جلاله د ده تر مشري لاندې د مسلمانانانو په لاس دروغژن پېغمبر جهنم ته ولېږه او دا ستره فتنه ختمه شوه.
حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د زکات له معانعينو او د نبوت له دروغژنو مدعيانو سره له جهاده وروسته د قیصر او کسری (روم او اېران) لور ته د جهاد لپاره مجاهدين واستول. د کسری (اېران) لوري ته د مجاهدينو مشري د خالد رضی الله عنه پر غاړه وه. نو ده هم اېراني حاکمانو ته وليکل: اېمان راوړئ، خوندي به پاتې شئ. که اېمان را نه راوړئ او اسلام هم نه منئ؛ نو له ما سره داسې کسان دي، چې هغوی مرګ داسې خوښوي، لکه تاسو چې ژوند خوښوئ. هماغه و چې ډېر کسان راغلل، اېمان يې راووړ.
خالد رضی الله عنه د لومړي خليفه په امر له اېران څخه د روميانو مقابلې ته واستول شو. ډېر فتوحات يې وکړل او خورا ډېر تياره ګوټونه د ده په لاس د اسلام په رڼا منور شولو. د دويم خليفه (عمر فاروق رضی الله عنه) د خلافت په لومړيو وختونو کې له قومانداني (مشرتوب) څخه ګوښ شو، ولې ستر فاتح او عظيم سالار نه احتيجاج وکړ، نه لاريون، نه يې اعتصاب وکړ او نه مظاهره؛ بلکې د نوي اميراو قوماندان تر قوماندې لاندې يې الهي فريضې (جهاد) ته ادامه ورکړه. خپل ټول ژوند يې د تورو په سيوري کې د آس پر ډډه د اسلام د اعلاء لپاره تېر کړ. کله چې وفات کېده، ويل يې، په بدن کې مې د ګوتې اېښودلو ځای نه شته، په ټول بدن مې د تورې، نېزې او غشو ګوزارونو خوړلي، ولې اوس په خپل کورر کې په بستره باندې له نړۍ سترګې پټوم.
عن ابي عبيده رضی الله عنه، انه قال: سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم یقول: «خالد سيف من سيوف الله عزوجل ونعم فتی العشيرة.»
ستر فاتح حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه د هجرت په ۲۱م کال له نړۍ نه سترګې پتې کړې.
ــ د ده د لارې د لاريوانو لار دې تل ګرمه وي ــ

ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button