نکیر او منکر څه درسره وکړل؟

یزید بن هارون (رحمه الله) لوی محدث و.
د علی بن المدیني او امام أحمد بن حنبل استاذ و،
۲۴ زره حدیثونه یې سند سره یاد و، زیاد نومې شاګرد یې وایي چې یو حدیث یې هم نه و لیکلی، ټول حدیثونه یې یاد و.
د لوړ سند له امله د بغداد خلکو د نوموړي داستقبال لپاره لویه جلسه جوړه کړې وه.
زرګونه کسان به حدیث اورېدو ته ورته ناست و.
أحمد بن سنان وایي چې عالمانو کې مې داسې بل کس د ښه لمانځه والا نه دی لیدلی، د ستن په څېر به ولاړ و.
له وفات وروسته چا په خوب ولید او ورته وویل چې نکیر او منکر څه درسره وکړل؟
نوموړي وویل چې دوه ملایکې راغلې او راته وویل چې رب دې څوک دی او دین مو کوم دی؟
وای ما خپله ږیره لاس کې ونیوله او ورته ومې وېل چې دا ډول پوښتنې ما څخه کوئ؟ دا خبرې خو ما شپېته کاله دنیا کې خلکو ته ورښودلې.
دوی سره وویل چې رښتیا هم.
رحمه الله.

سرچینه: سیر اعلام النبلاء
ادریس عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button