د سترګو په رپ کې په آسمانونو کې څه پېښیږي؟

د انسان د سترګو په رپ کې په کائناتو (آسمانونو) کې ډېر څه پېښیږي، دسترګې رپ د یوې ثانیې څلورمه برخه نیسي. یعني (0.25second) وخت نیسي. خو په دې وخت کې زیات څه پېښیږي.
د سترګو په یوه رپ کې به «۱۵،۰۰۰» نوي ستوري جوړ شي او «۳۰۰» فعال ستورې به چاودنه وکړي او ژوند به یې ختم شي. «۱۵،۰۰۰،۰۰۰» میلیونه نوې سرګردانه سیارې به جوړي شي. لمر به «۱۷۵،۰۰۰،۰۰۰» میلیونه ټنه هایډروجن وسوځوي او «۹۶،۱۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰» نوره انرژي به تولید کړي.
«۳۰» نوي تور غارونه (د ستورو د لوېدلو ځایونه) به جوړ شي. کائنات (آسمانونه) به «۵۲۷،۲۵۰» کېلو مټره نور هم پراخ شي. زموږ شیدو لاری کهکشان به «۲۵۰» کېلو مټره سفر وکړي او ۱۲۵ کېلو مټره به پراخ شي.
د انډرو مېډا کهکهشان به زموږ خواته «۲۷» کېلو مټره رانږدې شي. او نور (رڼا) به «۷۴،۹۴۸» کېلو مټره سفر وکړي.
خو د انسان د سترګو د رپ اندازه په ټول ژوند کې په منځني ډول «۶۵۰،۰۰۰،۰۰۰» شپږ سوه پنځوس میلیونه ځله ده.
وَالسَّمَآءَ بَنَيْنٰهَا بِأَيْيدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ
[سُوۡرَةُ الذّاریَات : 47]
ژباړه: او موږ آسمان (کائنات) په خپل قدرت سره درولي دي، او موږ د آسمان (ستورو، سیارو، کهکشانونو، اسماني څنډو) زیات پراخوونکي یو.

لیکنه: محمدرسول حمزه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button