د سوداګرۍ خونه: د طالبانو تر واک لاندې د ګمرکاتو چارې په عادي بڼه روانې دي

عزم(سه شنبه، ۵زمری ۱۴۰۰):د هیواد دسوداګرۍ خونو مسؤلین وایي چې د طالبانو لخوا په نیول شویو ګمرکاتو کې د صادراتو او وارداتو چارې په عادي بڼه روانې دي او په دې برخه کې کومه جدي ستونزه نشته.
د هرات د سوداګرۍ خونې مرستیال سعید عظیمیان وایي، د یاد ولایت د اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونو کې چارې په عادي توګه مخته ځي، طالبان د موټر نوعیت ته په کتو سره، تر حکومتي ګمرک کمې؛ له ۱۵ تر ۱۵۰ زره افغانیو ګمرکي محصول اخلي او کومه ستونزه شتون نه لري.
نوموړی زیاتوي، هرات ولایت کې د نانوایانو او نورو خلکو د اوړو د کمبود ستونزه اوس حل شوې ده. «ترکمنستان د افغان دولت په غوښتنه د څه مودې لپاره د تورغونډۍ له لارې، افغانستان ته د خوراکي توکو د واردولو مخه نیولې وه، خو دوه ورځې کیږي، بیرته یې یاده لار پر افغانانو پرانیستې او تر دې مهاله شاوخوا ۲زره ټنه غنم او اوړه هرات ته وارد شوي، چې د خلکو ستونزې ورسره رفع شوې دي»

بلخوا بیا د کندهار د سوداګرۍ خونې مسؤل عبدالباقی بنا رسنیو ته ویلي چې د طالبانو لخوا د سپین بولدک د نیول کیدو وروسته په صادراتو او وارداتو کې کومه خاصه ستونزه نه ده راغلې، خو یواځې حکومت خپل کنترول له لاسه ورکړی دی.

د مالیې وزارت وایي چې دا مهال د اسلام‌کلا، تورغونډۍ، ابونصر فراهی، سپین‌بولدک، آی‌خانم، ډنډ پټان او شیرخان بندر په ګډون شاوخوا ۷بندرونه د طالبانو لاس کې دي؛ چې له دې سره شاوخوا ۲میلیارده او ۷۰۰ زره افغانۍ تاوان د کابل حکومت ته ورغلی دی.

د مالیې وزارت وایي د سږ مالي کال په لومړیو میاشتو کې یې شاوخوا ۴۱میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وه، چې له ډلې یې په اسلام کلا بندر کې۳٫۵ میلیارده افغانۍ او ابو نصر فراهي بندر نه ۲٫۴۸ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

ملي دفاع وزارت ګواښ کوي چې ژر به د یادو بندرونو د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، خو د سوداګرۍ، مالیې، کرنې او مالدارۍ او اقتصاد وزارتونه وایي چې دوی یې د بیرته نیولو لپاره یوه طرحه اونۍ وړاندې حکومت ته ورکړې، خو لا یې هم د بیا نیولو جسارت نه دی کړی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: