څیړنه: غوڅ اکثریت امریکایي وګړي افغانستان کې د امریکا جګړه «اشتباه» بولي

عزم(سه شنبه، ۵زمری ۱۴۰۰):د ګالوپ په نامه یوه امریکایي څیړنیز مرکز په تازه څیړنه کې په ډاګه کړې چې دامهال زیات شمیر امریکایي وګړي افغانستان کې د امریکا او ناټو د یرغل مخالفت کوي او دا یو اشتباهي ګام بولي.

څیړنه وایي چې امریکایي ولسونه غواړي، ژر تر ژره افغان جګړه ختمه او هلته د امریکایي پوځیانو حضور صفري کچې ته راټیټ شي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د یرغل پر مهال ۹۳سلنه امریکایانو له افغان جګړې ملاتړ کاوو، خو اوس یواځې ۴۶سلنه امریکایان وایي چې دا ګام اشتباه نه وه او نږدې ۸۰ سلنه امریکایان غواړي، په بیړنۍ توګه امریکا له افغانستانه راووځي..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: