شهید عبدالحق عمري ته/ حسان ضعیف

د خزان ښکار شي کډه وکړي له بوستانه ګلاب
په وینو سور وجود ور درومي تر جانانه ګلاب

د ژوند له ښار څخه کوچ وکړي د ابد په لوري
د خدای حضور ته ورروان شي له جهانه ګلاب

خدای خبر څوک به بیا ځواب د تروږمي ووایې
بیا رالوېدلي دي د ستورو له اسمانه ګلاب

د ګران وطن لیلا په چیغو پسي ژاړي خدایه
د وخت جابر دي جلا کړي له کاروانه ګلاب

ورځه بدرنګه انقلابه تا ګلونه یوړل
ښکلي حسین زیبا تر لعل او مرجانه ګلاب

حسان ضعيفه سترګي نم شي پسي ژاړي زړونه
چې مو له څنګه څخه دروي تر رحمانه ګلاب

 

حسان ضعیف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button