د لوګر د عدلیې رئیس کابل کې ترور شوی

عزم(چهارشنبه، ۶ زمری ۱۴۰۰): تیره ورځ مازدیګر مهال د کابل په دیمه امنیتي حوزه کې د لوګر د عدلیې رئیس محمدګل علم د نامعلومه وسله والو له لوري ترور شوی.

د عدلیې وزارت د نوموړي د ترور خبر ورکړی او ویلي یې دي چې محمدګل تیر مازدیګر په دریمه امنیتي حوزه کې ترور شوی دی.

د نوموړي د ترور مسئولیت تر اوسه چا نه ده منلی خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا کابل کې د ترورونو لړۍ تیزه شوې.

د یادونې وړ دی چې وړمه ورځ د هوایي ځواکونو یو پیلوټ هم په کابل کې په نشه شوی و چې وروسته یې طالبانو د وژلو مسئولیت منلی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: