روغتیا وزارت: تر دې مهاله ۱.۳ مېلیونه کسانو ته د کرونا واکسین لګول شوي دي

عزم(چهارشنبه، ۰۶ زمری، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوي، خو د کرونا ضد واکسینو د لګولو لړۍ یې نوره هم چټکه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند دستګیر نظري وايي، د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تر دې مهاله ۱.۳ مېلیونه کسانو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي او اوس هره ورځ ۵۰زره کسانو ته د کرونا واکسین لګول کېږي.

د نظري په خبره، په ټول هېواد کې د کرونا د واکسین لګولو ۱۲۰۰ مرکزونه فعال دي، چې یوازې په کابل ښار کې یې ۴۰ مرکزونه فعال کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د کرونا ضد واکسینو لګولو لړۍ هغه وخت چټکه شوه، چې کله پر محصلینو د کرونا ضد واکسین لګول جبري شول او اوس هره ورځ ګڼ شمېر زده کړیالان د کرونا ضد واکسین لګوي.:«تر اتو اوونیو موږ باید د جانسون او جانسون واکسین درې مېلیونه خوراکه تطبیق کړو چې یو نسبي معافیت رامنځته کړو او د کرونا په نورو څپو کې د زیاتې مړینې او اخته کېدو مخنیوی وکړو.»

روانه اوونۍ د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو پرېکړه وکړه، چې په هېواد کې به په راتلونکو دوو اوونیو کې ټول ښوونیز مرکزونه بیا پرانیزي، خو تر هغه وخته به د ټولو ښوونیزو ادارو استادان او محصلان واکسین شي.

پرون هم په هېواد کې د کرونا له امله ۶۲ تنه مړه شوي وو او ۵۴۴ تنه پر کرونا اخته شوي وو، خو ۱،۱۷۳ تنه بیا له کرونا رغېدلي وو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله په هېواد کې ۱۴۵،۵۵۲ تنه پر کرونا اخته شوي، چې ۶،۵۷۷ تنه ترې مړه شوي او ۹۴،۱۸۴ تنه ترې بېرته رغېدلي دي.

له افغان حکومت سره تر دې مهاله هندوستان، چین او امریکا د کرونا ضد واکسینو مرسته کړې ده او د روغتیا نړیوال سازمان هم د کرونا ضد واکسینو د مرستې ژمنه کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button