هغه نازولی شهید

 

نصیب ځدراڼ

هغه نازولي ماشوم؛ هغه ښایسته ماشوم؛ پر افغانستان د امریکا او ناټو یرغلګرو ځواکونو له یرغل څو میاشتي مخکې په خوست اسمعیل خیل مندوزی ولسوالي شمسي خیل کلي کې وزیژید.

هغه نوی زیژیدلی ماشوم په وړوکوالي کې د پلار له شتون او سیوري څخه د یرغلګرو امریکایانو او ناټو ځواکونو بې برخي کړ.
د هغه شهید (عبدالحق عمري) پلار (مولوي محمد نبي عمري) د امریکایې یرغلګرو پوځیانو لخوا اسیر او د ګوانتنامو جهنمي زندان ته ولیږدول شو. د ځوانیمرګ شهید عبدالحق عمري پلار ۱۳ کلونه د ګوانتنامو دوزخي زندان شکنجي وزغملي.
دیارلس کاله وروسته؛ هغه ماشوم چې د عمري صاحب د نیولو په مهال تازه دنیا ته سترګي رڼې کړي وي، تازه په ځواني راغلی، دنګ او ښایسته ځوان، خوله له خندا ډکه، له ګوانتنامو زندان څخه د راخوشي شوې زنداني مولوي محمد نبي عمري تر څنګ په قطر کې ناست و، هرکله به دا نازولی او د پلار په ژوند کې یتیم بلل شوی ماشوم؛ اوس د خپل پلار تر څنګ ناست و، هغه چې د پلار له میني دیارلس کلونه بې برخې و، د تیرو ۱۳ کلونو مینه یې همدا وخت له خپل ګران پلار سره کوله.
نازولي شهید ( عبدالحق عمري) د خپل پلار لاره تعقیب، د قطر ښکلي ماڼۍ، د شیراټون هوټل خوراکونه او مجلسونه، د بحر مستۍ، د شګو میلې، د لوکس موټرو ګرځول او هر څه یې د خدای ج د رضاء او جهاد په خاطر پريښودل.
دا ځوان، دنګ منار، مجاهد عبدالحق عمري د یرغلګرو د سي آی اې ملاتړو ملیشو سره د جګړې میدان ته ودانګل، هغه ځوان (عمري) چې د شهادت ارمانجن و، د خپلو پلرونو او مشرانو (شیخ هبة الله)( جلال الدین حقاني) د زامنو په پل قدم کیښود، هغه نازولي، د ۱۴۰۰ هـ س کال د زمري میاشت په ۴ نیټه د سي آی اې ملاتړو ځواکونو سره مخامخ جنګ کې د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ زیړۍ سیمه کې شهید شو.او کوچنی محمد تري یتیم پاتي شو.
عسکرو جنګ کې تلفات لیدلي وو د دي پیښې د ځای نه ۱۰ کیلومتره لیرې بیرته تګ پر وخت د شامبوت سیمه کې ۲ ورورڼه محمد ایوب او نادان ګل چې د ظالف زامن ول په خپل کور کې په شهادت ورسول، عبدالحق د خپل تن وینې توی کړي خو د سې آی اې ملیشه یې پرېنښوده چې د طالبانو خط مات کړي.

د ژڼیو قرباني او د طالب مشرانو حوصلې او صبر نړیوالو ته دا پېغام لري چې دا په دین او وطن مین ملت له یرغلګرو د هیواد ازادي د خپلو وینو په نذرانه کولو اخلي.
الله تعالی دي د شهید عبدالحق روح ارامه لري، د هغه نازولي د شهادت خبر وژړولم، له سترګو مې اوښکې وبهیدي.
خدایه دا نازولي شهید؛ خدایه دا ځوان شهید؛ خدایه دا مسافر شهید؛ خدایه دا د ګل پشان ښایسته بشر شهید،؛ خدایه دا خوبولی شهید؛ خدایه دا غیرتي شهید د انبیاوو، صالحانو، شهیدانو او هغوی په ډله کې قبول کړي چې تاسي ورڅخه راضي یاست.
جهاد او شهادت حقه لاره ده، زموږ د مشرانو او کشرانو همدا عقیده ده، چې پرته له جهاد او شهادتونو ازادي نه ګټل کیږي، موږ په خپلو ځوانو شهیدانو ویاړو، خدای ج به د دوی د وینو د قربانيو له امله هیواد ازاد او اسلامي نظام قایموي ان شاء الله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button