له بولدکه راستانه شوي خبریالان ولې ونیول شول؟

خط اول

کابل حکومت اوسمهال په هر اړخیز ډول سخت ځپل شوی دی. د حکومت په پرتله د دوی د مخالفینو«طالبانو» سفرونه بهرنیو هېوادونو ته ډېر دي. طالبانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د حکومتي چارواکو په پرتله ښه راغلاست ویل کېږي او د افغانستان په اړه د هرې خبرې په اړه د طالبانو نظر حتماً اخیستل کېږي. په جګړه کې طالبان ترې هره ورځ مهمې ولسوالۍ نیسي. هره ورځ لسګونه او سلګونه عسکر په ډله‌ییزه توګه د حکومت لیکې پرېږدي او طالبانو ته تسلیمېږي. په روانه اوونۍ کې یوازې په کندهار کې ۶۵۰ او په پکتیا کې ۵۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شول.

له تېر کوچني اختر وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سلګونه پوستو، ولسوالیو، بېسونو او قرارګاوو زرګونه عسکر له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شول. طالبانو حکومت په مالي لحاظ هم کمزوری کړی. اوس یې ترې اووه بندرونه نیولي.

 روانه اوونۍ د مالیې وزارت منښت وکړ، چې د طالبانو له لوري د بندرونو د نیول کېدو وروسته حکومت یوازې په یوه میاشت کې دوه مېلیارده او ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي. طالبانو له حکومت د اسلام کلا، تور غونډۍ، ابو نصر فراهي، سپین بولدک، ای خانم، ډنډ پټان او شېر خان بندرونه نیولي دي او اوس ورسره یوازې تورخم پاتې دی. نړیوال اوس له حکومت سره یوازې د جګړې په برخه کې مرسته کوي او د پخوا په شان یې ملکي مامورینو ته میاشتنی معاش نه ورکوي.

کابل حکومت په تبلیغاتي جګړه کې دومره کمزوری دی، چې د هر انځور له خپرولو وروسته د ټولنیزو رسنیو فعالان یې اصلي انځور پیدا کړي او د حکومت ادعا په ثبوت سره رد کړي.

چارواکو تېره اوونۍ ادعا وکړه چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالبانو سلګونه کسان له کورونو رایستي او بیا یې وژلي دي. طالبانو د تېرې شنبې پر ورځ ټولو بشري او نړیوالو ادارو او رسنیو ته بلنه ورکړه، چې د حکومت د دې ادعا د سپیناوي لپاره دې سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړي: «دا چې په سیمه کې د مجاهدینو لخوا د وژنو بې‌اساسه اوازې خپرېږي، موږ بشري او بین المللي ادارو او رسنیو ته بلنه ورکوو چې سپیناوي لپاره دې د سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړي، موږ به اسانتیاوې ورته برابره کړو، دوی دې ثابته کړي چې په کوم ځای کې څوک وژل شوي دي.»

د چارواکو د همدې ادعا د ثابتولو لپاره د دوشنبې پر ورځ په کندهار کې د ملت غږ په نوم د یوې راډیو درې خبریالان بسم الله وطندوست، قدرت سلطاني او مجیب عبیدي او د سینهوا یا د چین خبري اژانس عکاس ثناء الله سیام سپین بولدک ته ولاړل. خو کله چې بېرته کندهار ښار ته راستنېدل د ملي امنیت شورا په امر د کندهار د ملي امنیت ادارې یاد خبریالان ونیول او تر دې مهاله له یادې ادارې سره بندیان دي.

د سې شنبې پر ورځ په کندهار کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) ویلي و، چې خبریالان لا هم د ملي امنیت په بند کې دي.: «که څه هم ژمنې شوي وې چې نن به د کندهار ۴ تنه خبریالان خوشې کوي؛ خو تر اوسه یې نه دي خوشې کړي. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره(نی) نن ټولو امنیتي ادارو ته د دغه خبریالانو د نیولو د علت د روښانه کولو او ژر خوشې کولو لپاره مکتبونه لېږلي دي، خو تر اوسه د نیولو شوو خبریالانو د نیول کېدو علت معلوم شوی نه دی.» د کورنیو چارو وزارت په پوره سپین سترګۍ وویل، چې یادو خبریالانو د دولت پر ضد د تبلیغاتو کولو هڅه کوله او ځکه د ملي امنیت له لوري ونیول شول.

له کابل حکومته ورخ اوبو وړی او اوس ځګ ته هم لاس اچوي. هم ادعا وکړي او څوک چې د دې ادعا د ثابتولو هڅه وکړي بیا یې ونیسي. تر اوسه معلومه نه ده چې یادو خبریالانو ته په سیمه کې خلکو څه ویلي دي، خو دا ښکاره ده چې خلکو ورته حتماً دا ویلي چې دوی په سیمه کې د سلګونه کسانو جنازې نه دي کړي او نه څوک وژل شوي دي؛ ځکه له خبریالانو سره شته معلومات اوس د ملي امنیت په واک کې دي او کېدای شي دغه خبریالان په مرګ وګواښي او د خلکو شته خبرې د ځان په ګټ وکاروي.

کابل حکومت ته په تېرو شلو کلونو کې حکومتي او ازادو رسنیو پریمانه تبلیغات وکړل. اوس هم ازادې رسنۍ د حکومتي رسنیو په پرتله د طالبانو پر ضد ګڼ تبلیغات کوي. د دې رسنیو غټه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وي. خو همدغه رسنۍ د طالبانو د دوو ویاندویانو نظر نه اخلي. د طالبانو ویاندویان د حکومتي د لسګونه ویاندویانو په پرتله د رسنیو هره اړیکه ځوابوي او رسنیو ته پر وخت معلومات ورکوي. کابل حکومت دې یا په رسمي ډول ووايي، چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې زموږ ادعا سمه نه وه، یا دې نیول شوي خبریالان خوشې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button