کونړ کې د کب روزنې د فارمونو شمېر ډېرېږي

عزم(پنجشنبه، ۰۷ زمری، ۱۴۰۰ل): د کونړ د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کب روزنې فارمونه او چارې د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په کونړ کې د کبانو د روزنې ډېر فارمونه جوړ شوي دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ د دې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کوي. د دغو مرستو او همکارویو په ترڅ کې د کونړ ولایت په نرنګ، خاص کونړ، نورګل، سرکاڼو او  څوکۍ ولسوالیو کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید یو باب هچري او ۴۶بابه د ماهیو یو جریبه فارمونه جوړ شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه هچریو کې د کارپ درې ډوله (کامون کارپ، سلور کارپ او ګراس کارپ) کبانو بچي تولیدېږي، چې د تولید وړتیایې ۲.۲ میلیونه ده، چې ورسره به د دې ولایت د ګانډو ولایتو د کب روزنې فارمونو یو شمېر ستونزې هوارې شي. دغه راز په کونړ کې د کبانو ۴۶ جوړ شوي فارمونه هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري، چې دکال ۹۰ ټنه د کبانو غوښه تولیدوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې وزارت له لوري په کونړ کې د کبانو د روزنې د فارمونو په لرونکو ګڼ وسایل هم وېشل شوي دي.:«په دغو وېشل شوو توکو کې لوی او متوسط پلاستیکي تشتونه، ډولچې، مېټرونه، ټرمامیټرونه، پلاستیکي موزې، د اوبو ضد ځانګړې جامې، فلزي خادې، د اوسپنې جال، خوریانې، یخچالي بکسونه، د کوترې ماشین له جنراټور سره، د کبانو نیولو کوچني، لوی او متوسط جالونه او د اکسیجن د منحلولو په پار فواري ماشینونه او لمریزې تختې شاملې دي.»

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې د کب روزنې څه باندې دوه زره فارمونه شته، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، روزګان، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي.

په هېواد کې د کبانو د روزنې د فارمونو سربېره لا هم د کبانو د غوښې په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا شوی نه دی او هر کال هېواد ته زرګونه ټنه د کبانو غوښه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button