د عبدالحق عمري ویاړمن شهادت د مکار دښمن پر مخ یوه بله څپېړه!

صفي الله رائد

‏هغه خلک به څرنګ مات شي چې رهبرانو یې د نړۍ تر ټولو بدنامو زندانونو کې شکنجو ته تن کیښود او د زړه ټوټې بچي یې د خپلو نورو مجاهدو اتلانو سره اوږه په اوږه سرونه شیندي؟
دا چې ناټو د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف زرګونو عسکرو له ټانګونو او چورلکو سربېره تاب رانوړ؛ دا له همداسې جانبازه ملت او لښکر سره مخ وو.
دوی له داسې یو ځواک سره مخ و چې له کشره تر مشره له رهبره تر عسکره ټول په الهي مینه مست، د شهادت په انتظار او دغسې مرګونو ته یې لبیک وایۀ.
هو! عبدالحق عمري هم یو له همدغو تنکیو زلموټو څخه یو تنکی زلمی و چې خپله وینه یې د الله تعالی په لاره نذرانه کړه.
هوکې، دا یوسف مخی زلمکی شهید دطالبانو د سیاسی فتر د غړي مولوی محمد نبي عمري کشر زوی و.
چې تېره ورځ یې دکابل غلامې ادارې
د سي آی اې له روزل شویو ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې سپېڅلي آرمان شهادت ته ورسید.

دعبدالحق عمري تقبله الله شهادت دهغو درواغجنو، مکارو دوښمنانو پر مخ درنه څپېړه ده چې ویل به یې د طالبانو دمشرانو ځامن په لوکسو ښارونو کې په عیش او عشرت او هوسا ژوند بوخت دي او دجګړې ډګر ته پردي اولادونه لیږي.

نن د عمري ویاړمن شهادت د ناصالح او بې شرفه مکار دوښمن پر مخ یوه بله درنه څپېړه ورکړه چې پام؛
مونږ ستاسو او ستاسو داولادونو په څېر په پستو چوکیو او په عیاشیو روږدي نه یو؛ بلکې زما ترڅنګ زموږ د مشرانو ټول ځامن د پستو چوڪیو، لوڪسو دفترونو او هوسا ژوند پرځای، په خړو سنګرونو کې د دین، هیواد، خاورې اوخلکو د ساتنې په پار او د یو سپین سپېڅلي اسلامي نظام په تکل د خپلو نورو همسنګرو مجاهدینو تر څنګ په پوره مېړانه قربانۍ ورڪوي.

عبدالحق عمري د مولوی محمد نبۍ عمري تر ټولو کشر ځوی او ځوان زدکونکی و خو! داچې د ویښ ضمیر څښتن تل دا احساسوي چې یواځې لیکل او لوستل د اسلامي ازادۍ او خپلواکۍ لپاره بســــنه نه کوي او نه هم هېواد او پلورل شوي خلک په لیک او لوست ازادېږي؛ ځکه ازادي د قلم د سیاهي “رنګ” ترڅنګ د وینو رنګ ته هم اړتیا لري؛ چې په همدې تکل یې په دې سپېڅلې لاره کې دخپل قلم دسیاهي رنګ تر څنګ یې خپله وینه هم نذرانه کړه او دشهادت لوړ مقام ته ورسید.
نحسبه کذالک والله حسیبه

پای

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button