له شل کاله تبلیغاتو وروسته؛ د طالبانو اصلي څېره…!

د طالبانو خلاف پوره دوه لسيزې ټولو صليبيانو تبليغات وکړل او لا هم لګيا دي. دلته يې په سلګونو راډيوګانې او تلويزيونونه جوړ کړل، چې هر يو يې مستقيم او غير مستقيم له صليبي خزانې څخه خړوبېده. خلکو ته يې طالب د يو ترهګر او ظالم په حيث معرفي کاوو.
خو د الله تعالی په فضل او نصرت دا دی نن طالبان د هېواد په مطلق اکثريت جغرافيه واکمن دي. ډېرو خلکو وپېژندل او وپوهېدل چې طالبان هغه شان نه دي، څرنګه چې رسنيو معرفي کول.
مګر بيا هم يو شمېر هغه خلک چې په ښارونو کې اوسيږي او لا تر اوسه د بي بي سي، ازادي، امريکا غږ او نورو سيمه ايزو رسنيو پروپاګند اوري، نو ښايي په زړونو کې يې اوس هم د طالب خلاف څه کرکه موجوده وي.
نو که دوی په حقيقت ځان پوهول غواړي، بايد چې د طالبانو تر حاکميت لاندې ساحو ته سفر وکړي. ځکه چې د پرديو رسنيو له پروپاګند څخه د خپلو سترګو ليدلی حال ښه دی.
ما بې شمېره داسې خلک ليدلي چې يو وخت يې د طالب نوم اورېدل هم نه خوښول، حتی طالب يې انسان نه ګاڼه، ځکه چې پوره شل کاله يې د طالبانو خلاف تبليغات اورېدلي ؤ. خو کله چې د طالبانو سيمو ته ولاړل او هغوی يې له نږدې څخه وليدل، بيرته به دومره متأثره راغلل چې ويل به يې؛ لومړی بايد طالبان دغه ټولې راډيوګانې او تلويزيونونه هدف وګرځوي!
زما يو دوه کليوال دي چې تل به يې له طالبانو پسې بد رد ويل، ما يوه ورځ خپلو ملګرو ته وويل چې زه غواړم دغه دوه نفره سمې لارې ته راوبولم. ټولو په کړس کړس وخندل چې دا هيڅ امکان نه لري، ته خو هغه دوه نفره يادوې چې هغوی د طالب نوم هم ښکنځي.
خير؛ ما خپل کوشش پيل کړ، د هغوی هره خبره مې په سړه سينه اورېدله، ما ورته وويل؛ تاسې په دې شلو کلونو کې له يوې راډيو څخه د طالب ستاينه اورېدلې؟ ويل: نه!
نو ما ورته وويل: دلته شل کاله رسنيو د طالبانو خلاف تبليغات کړي، نو حتماً به دومره اغيز پر تاسې کوي. خو ايا نه غواړئ طالب مخامخ ووينئ، که د رسنيو خبره رښتيا وه؛ نور به هم باوري شئ، خو که د رسنيو د تبليغاتو خلاف مو نور څه وليدل، نو حق به ومومئ او ښايي الله تعالی مو د رسنيو له دغو شيطاني او تبليغاتي لومو خلاص کړي.
دواړو ومنله او په څه مناسبت د طالبانو ساحې ته ولاړل. کله چې بيرته راغلل، نو ويل يې: ياره د فلاني ځای خو ډېر ښه طالبان ؤ، خو ټول به داسې نه وي، که ټول هماغه شان وي، بيا خو ستا خبره سمه ده.
څه موده پس يو د شمالي ولاياتو خوا ته ولاړ او بل د پکتيا شهرنو ته، نو کله چې بيرته راغلل، ومې پوښتل چې اوس خو به مو مختلفو ځايونو کې طالبان ليدلي وي، څرنګه خلک وو؟
دواړو د خجالتي او خوشحالي په ګډ احساس وويل؛ چې طالبان خو ډېر سم خلک وو، هيڅ غلطي مو پکې ونه ليده. خو په تعجب يې وويل چې ښه نو دا رسنيو کې ولې دومره تبليغات ورپسې کيږي؟!
ما ورته وويل: يو شمېر خو هغه رسنۍ دي چې مستقيماً د صليبيانو له خوا چليږي، بل دغه سيمه ايزې رسنۍ دي. خو شل کاله وړاندې دغو موجوده سيمه ايزو رسنيو کې دلته يوه هم نه وه، دا ټولې د صليبيانو له يرغل وروسته راپيدا شوې، او ايا د صليبيانو تر واک لاندې يوه ازاده اسلامي رسنۍ فعاليت کولای شي؟
دواړو د نه په دود سر وخوځاؤه. نو ومې پوهول چې دا خو د صليبيانو له خوا پالل کيږي، نو حتمي ده چې د طالبانو خلاف تبليغات به کوي.
اوس نو هماغه دوه نفره ښکاره دعا کوي چې خدای دې ژر تر ژره تورخم او جلال اباد هم د طالبانو په لاس فتح کړي.
همدا شان څو کاله وړاندې زه او زما د ماما زوی خپل پلرني کلي ته ولاړو، هلته طالبان واکمن دي، نو کله چې بازار ته ورسيدو، هلته طالبان ولاړ ؤ، زما د ليسې دوه ټولګيوال او يو بل شناخته کليوال هم پکې ؤ، چې ښايسته لنګوټې يې په سر کړې وې او ټوپک په غاړه ولاړ وو. ما لنډه شيبه پوښتنه ګروېږنه ورسره وکړه. خو خپل مامازي ته مې پام نه ؤ، کله چې له بازاره وړاندې ولاړو نو رنګ يې بيرته لږ سم شو، بيا يې راته په حيرانتيا وويل: دوی (طالبانو) خو موږ ته هيڅ هم ونه ويل؟!
مال؛ ولې موږ سره يې څه کار؟
ويل: خلک خو وايي چې طالبان خلک وژني او حلالوي يې؟
ښه شيبه ټولو وخندل، بيا ټولو کليوالو جلا جلا وپوهاؤه.
نو خلاصه دا چې د يو چا اصلي څېره هغه وخت پېژندل کيږي، کله يې چې څوک له نژدې وويني. نو د طالبانو ټولو مخالفينو څخه زما دا هيله ده چې طالبان له نژدې ووينئ، د صليبيانو له اجره خورو رسنيو يې مه تعقيبوئ.

پای…!
عبدالرحمن سعيد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button